متفرقات

د شهوت د ناوړه اغيز په اړه د سلفو ويناوې، ژباړه: انديال ساپى

د شهوت د ناوړه اغيز په اړه د سلفو ويناوې، ژباړه: انديال ساپى

إمام ابن القيم – رحمه الله تعالى – وايى:
“د کفر څلور ارکان دي: تکبر، کينه، غوسه او شهوت”.

الفوائد لابن القيم

إمام أبو بكر عبدالله بن أبي شيبة – رحمه الله تعالىٰ – وايى:
« د شهوت ستونزه خطرناکه او شر يې لوى دى، څومره د الله تعالى عبادت کوونکي بندګان يې فاسقان ګرځولي، او څومره عالمان يې جاهلان ګرځولي، او څومره خلک يې له دين څخه ويستلي چې د خلکو په نظر کې د ګمراهي او بې لاريتوب څخه لرې وو».
📙 مصنف ابن أبي شيبة (٤٦/٤).

شرحبيل بن مسلم وايى: کله چې به شړ او کنډواله ځاى راغلى أبو مسلم الخولاني به پر ودريد، بيا به يې وويل:” اې کنډوالى اوسيدونکي دې چېرته دي؟ هغوى لاړل او عملونه يې پاتى شول، شهوت يې پرى شو خو خطا يې پاتى شوه”

📙 الزهد للإمام أحمد

أبو بكر الوراق – رحمه الله تعالى – وايى:
” چا چې خپل اندمونه په شهواتو راضى کړل، يقينا په ﺯړه کې يې د پښيمانتيا ونه وکرله”.

📙 الزهد الكبير للبيهقي

ابن الجوزي – رحمه الله تعالى – وايى:
“اې انسانه! له غفلت بل دروند خوب نشته، او له شهوت بل واکمن مريتوب نشته او له سپنږرتوب بل ستر ويروونکى نشته”.

التبصرة لابن الجوزي

حاتم الأصم – رحمه الله تعالى – وايى:
” شهوت په درى ډوله دي: د خوراک شهوت، د خبرو شهوت او د نظر شهوت، خوراک نه په لاس نيولو، ژبه په رښتيا ويلو او نظر په عبرت خوندى کړه”.

📙 الزهد الكبير للبيهقي

Tags

Related Articles

Back to top button