1441 نوی هجري قمري کال . ليکوال: مفتي عبدالولي خان
1441 نوی هجري قمري کال . ليکوال: مفتي عبدالولي خان

صحابه کرامو به د نوې مياشتې او نوي کال په شروع کې دا دعا ويله: (اللهم أدخله علينا بالأمن والإيمان والسلامة والإسلام وجوار من الشيطان ورضوان من الرحمن).
ای الله! دا مياشت او کال پر موږ په امن و ايمان سره او په سلامتۍ و اسلام سره راوله، له شيطانه مو په کې وساته او د الله رحمن رضا مو نصيب کړه.( أبو القاسم البغوي في معجم الصحابة (3/543))
د اسلامي هجري کيلنډر ابتدا څنګه وشوه؟
د اسلامي قمري کال پيل له مُحَرّم څخه وي.
د اسلامي قمري کاليز اساس د رسول الله ﷺ له مکې څخه مدينې ته د هجرت پر واقعې ايښودل شوی دی.
د اسلامي قمري کیلنډر په حکومتي او دولتي سطح باقاعدہ اغاز په کال 17 هجرۍ کې خليفه عمر فاروق رضي الله عنه کړی دی.
د یمن والي يا ګورنر ابو موسیٰ اشعري رضي الله عنه ته به د خليفه له جانبه فرمانونه راتلل خو پر هغو به کال نه و ليک، نو د کارونو او معاملاتو په فهم کې به ستونزې پېښېدې.
په دې هکله ابو موسیٰ اشعري رضي الله عنه امير المومنين عمر رضي الله عنه ته خبره وکړه، نو هغه له صحابه کرامو سره له مشورې وروسته د هجري کاليز يا کيلنډر ابتدا وکړه.
د صحابه کرامو په مشورې او اتفاق سره عمر رضي الله عنه د نبي صلی الله عليه وسلم د هجرت له کال څخه د اسلامي قمري کيلنډر د ابتدا فرمان جاري کړ.
د هجرت ارادہ د محرم په مياشت کې شوې وه او د عَقبه ثانيه بيعت د ذو الحجې په مياشت کې شوی و او همدغه بيعت د هجرت اساس ګرځېدلی و.
له دغه بيعت وروسته چې کومه قمري میاشت شروع کېدله، نو هغه د محرم مياشت وه.
په دغو وجوهاتو سره د اسلامي کيلنډر (تقويم) ابتدا د محرم له میاشتې وشوه.
د قمري مياشتو نومونه:
( 1) مُحَرَّمُ ( 2) صَفَر ( 3) رَبِیْعُ الْأَوَّل ( 4) رَبِیْعُ الآخِر ( 5) جُمَادَى الْأُوْلى
(6) جُمَادَى الْآخِرَة ( 7) رَجَب ( 8) شَعْبَان (9) رَمَضَان ( 10) شَوَّال
(1 1) ذُوالقَعْدَةِ (2 1) ذُو الحِجَّةِ