د بحيرا قيصه (تهذيب سيرة ابن هشام) ليکوال: عبدالسلام هارون. ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د بحيرا قيصه (تهذيب سيرة ابن هشام) ليکوال: عبدالسلام هارون. ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د بحېرا قيصه :
ابو طالب غوښتل چې شام ته د تجارت په کاروان کې ګډون وکړي ، د سفر لپاره چې يې چمتوالی ونيو نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– ورپورې کلک ونښت ، په فراق يې د ابوطالب زړه هم درمند شو ، سمدستي يې وويل : لوړه په رب کائنات چې هرومرو به دې د ځان سره بيايم ، نه خو به تا له ځان څخه او نه به ځان له تا څخه جلا کړم ، هغه و چې په تجارتي کاروان کې يې د ځان مل کړ ، روان وو چې په شام کې د بصری نوم ښار ته ننوتل ، د بحيرا په نوم راهب چې دغه مهال لا پخپلې عبادتخانه کې په عبادت بوخت و ، او د دغې وخت د نصرانيت د علم انتها هم دې ته وه ، له بحيرا څخه وړاندې په دغې صومعه کې بل راهب لا نه و شته شوی ، رهبانيت او د انجيل علم د بحيرا راهب کورنۍ مشغله وه چې خپلو مشرانو پرې روزلی و ، د قريشو تجارتي کاروان به هميشه په دغې لار تلو راتلو ، نه خو به دغې راهب ورسره خبرې کولې او نه به يې ورته د چای ډوډۍ ست کو ، په دغه کال د قريشو تجارتي کاروان د صومعې تر نزدې دمه ځای کې واړوله ، راهب ورله د ميلمستيا په خاطر خواړه هم تيار کړل .
د قريشو د تجارتي کاروان دنظر له مخې بحيرا راهب نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– د قريشو په تجارتي کاروان کې په داسې حالت کې وليد چې د لمر څخه پرې ورېځې سيوری کېدې ، هغه لا د قوم په منځ کې روان دی چې د راهب د صومعې تر نزدې ونې لاندې يې دمه واخسته نو ورېځو ونه او نبي – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– دواړه سيوری کړل ، دونې څانګې او پاڼې هم په نبي – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– باندې راښکته شوې ، نبي – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– يې د سيورې لاندې ساه واخسته ، د بحيرا راهب د حالاتو د ليدو سره سم ټولو قريشو ته سوال ځواب وکړ چې ما ستاسو د ميلمستيا په خاطر خوراک تيار کړي دی ، هيله ده چې تاسو ټو ل، ستاسو کشر او مشر ، ازاد او غلام ټول بايد دعوت قبول کړئ .
يو قريشي وويل : عجيبه خبره ده !! له ډېرې مودې راهيسې مونږ په دې لارې ځو راځو هيڅکله دې هم راته د دمې ست نه دي کړی او نن دې راله دومره ميلمستيا تياره کړه ؟ خير خو دی ؟ ولې ؟
بحيرا وويل : هو همدغسې ده و سمهال تاسو ميلمانه ياست او زه په دې خوښ يم چې تاسو په ښه ميلمستيا ونازوم ، تر څو تاسو ټول زما ميلميستيا وخورئ .
ټو لو قريشو دعوت ته حاضري ورکړه خو د کشرولۍ له کبله نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– د ونې د سيوري لاندې له دعوت څخه پاتې شو .
په حاضر شوو خلکو کې چې کله بحيرا ته په معلومو صفتونو نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– تر سترګو نه شو ويويل : ای قريشو ! زما له دعوت څخه دې هېڅ څوک هم نه پاتې کيږي .
قريشو وويل : د کشرولۍ له کبله يو ماشوم پاتې شوی دی ورنه نور ټول کاروان ستا دعوت ته حاضري ورکړېده .
بحيرا وويل : دغسې کار بايد هېڅکله ونه شي ، هغه دې هم دعوت ته ستاسو په څېر حاضري ورکړي .
د بحيرا په ميلمستوب کې يو قريشي وويل : په لات او عزی مې دې قسم وي زمونږ سره په ملګرتيا کې د محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب د ميملستيا د دعوت څخه ياتې کېدنه د حيرت او ملامتيا.. او څه بل ډول کار دی ؟
کله چې يې نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– خوراک او څښاک ته حاضر شو ، د بحيرا سترګې په هغه کې ميخ شوې ، په دمه دمه يې ورله د بدن يو يو غړی په نظر کې ونيو .
کله چې ټول خلک له دستارخوان څخه پاڅېدل ، د خوراک اوڅښاک مهم پای ته ورسېد ، بحيرا نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– ته ورنزدې شو او ورته يې وويل : د لات او عزی په خاطر چې د څه باره کې درڅخه پوښتنې کوم بايد سم دم ځواب راکړې ، بحيرا ورته د لات او عزی نومونه ځکه په قسم کې کېښودل چې وړاندې ورباندې د هغه په مخکې قريشي لوړه پورته کړه .
هغوی داسې انګيروي چې نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– ورته وويل : په خاطر کې راته د لات او د عزی نومونه مه ږده ، لوړه په رب کائنات چې د دغې دواړو نه راته بل هېڅ شی ډېر مبغوض ترين نشته ، بحيرا ورته وويل : د الله په خاطر چې د څه شي اړوند چې درڅه پوښتنه کوم بايد سم دم ځواب راکړې .
هغه ورته وويل : پښتنو ته دې ادامه ورکړه .
بحيرا ورڅخه د هغه د خوب ، د هغه د ژوند ژواک اړوند ټولو چارو په هکله پوښتنې شروع کړې ، او نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– به يې پوښتنې ځوابولې ، دغه ټول ځوابونه به د بحيرا د ادراک کړي صفتونو سره سمون خوړو ، بيا بحيرا د پېژندلي صفت سره سم دنبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– د وولو منځ وکتو ، څه ګوري چې د نبوت مهر يې ترمنځ لږېدلی دی .
د دغې لړي د پای ته رسېدو نه وروسته بحيرا ابوطالت ته مخ واړو ، او ورڅخه يې وپوښتل چې دا دې څه کيږي ؟
ابوطالب : دا زما ځوی دی .
بحيرا : دا هېڅکله هم ستا ځوی نه شي کېدای ، او نه د دې هلک سره ښايي چې پلار يې ژوندی وي .
ابوطالب : دا زما وراره دی .
بحيرا : پلار يې څه کول ؟
ابوطالب : پلار يې لا مړ و او مور يې پرې امېدواره وه .
بحيرا : رښتيا دې وويل : بېرته په ارام او سم دم دې وراره خپل کلي ته ستون کړه ، د دې اړوند له يهودو څخه په ډېر احتياط کې ووسه ، لوړه په رب لايزال که يهودانو دا وليد او په هغه صفتونو يې وپېژند چې ما پرې وپېژند هرومرو به پرې د شر اراده ولري ، ستا وراره د لوی شان او د عظيمې مرتبې څښتن دی .
ابوطالب بېرته په ډېره توندې نبي کريم – صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ– مکې ته راستون کړ .