د زمزم کوهي کنستنه او د عبدالمطلب سره تاو تريخوالی(تهذيب سيرة ابن هشام) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د زمزم کوهي کنستنه او د عبدالمطلب سره تاو تريخوالی(تهذيب سيرة ابن هشام) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د زمزم کوهي کنستنه او د عبدالمطلب سره تاو تريخوالی :
عبدالمطلب د کعبې په خواکې وېده و ، د زمزم د کوهي د راکنستو اړوند يې خوب وليد ، عبدالمطلب وايي :
زه د کعبې تر څنګ ويده وم ، خوب کې څوک راغی او راته يي وويل : ( طيبه ) راوکنه ، ماورته وويل : طيبه څه شی دی ؟ بېرته راڅخه لاړ او هيڅ يې ونه ويل ، د تېر په څېر سبا بيا هلته پخپل ځای ويده شوم ، بيا راته په خوب کې څوک راغی او راته يې وويل ( مضنونه ) راوکنه ، ما ورته وويل : مضنونه څه شی دی ؟ بيا راڅخه ولاړ او هېڅ يې راته ونه ويل ، د عادت په څېر بيا سبا په خپل ځای کې ويده شوم په خوب کې څوک راغی او راته يې وويل : ( زمزم ) راوکنه ، ما ورته وويل : زمزم څه شی دی ؟ هغه وويل : زمزم داسې اوبه دي چې نه بهيږي اونه خرابيږي ، ته به ترېنه ټولو حاجيانو ته اوبه ورکوې ، او دغه اوبه د وينې او خوشيانو ترمنځ موقعيت لري ، په کوم ځای کې چې سپين کارغه ټونګې وهي
چې کله يې د حقيقت په سترګو هر څه وليدل چې په خوب کې راته خبره په رښتيا توګه شوېده ، نو د سبا په ورځ يې کولنګ او جبل راواخست او د خپل ځوی ( حارث ) په شمول يې دکار پېل وکړ ، دغه مهال عبدالمطلب له حارث پرته نور اولاد نه درلود .
چې کله يې کوهی وکنست او عبدالمطلب د کوهي په خوله ورغونډه شوې تيګه وليده د تکبير اوازونه يې پورته کړل ، د غږ د اورېدو سره سم ټول قريش وپوهېدل چې عبدالمطلب وس خپلې موخې ته ورسېد ، ټول قريش راغلل او ورته يې وويل : عبدالمطلبه ! دا زمونږ د پلار اسمعيل – عليه السلام – کوهی دی ، ستا په شان مونږ هم د دې کوهي حقدار يو ، مونږ د ځان سره شريک کړه .
عبدالمطلب وويل : دغه به هېڅکله هم ونه کړم ، زه يواځې په دې فضيلت راته ځانګړتيا راکړل شوې ده .
هغوی وويل : انصاف وکړه ، ورنه تر هغه دې نه پرېږدو تر څو درسره لاس ګرېوان نه شو .
عبدالمطلب وويل : که تاسو د پرېکړې لپاره هر څوک درېمګړی پسند کړ ، زه درسره په هغه فيصله کوم .
هغوی وويل : که دې خوښه وي د فيصلي اورېدو لپاره به د هذيم په نوم د بنوسعد کاهنې ته ولاړ شو .
عبدالمطلب : سمه ده ، هېره دې نه وي چې دغه ښځه د شام د بانډو به دور دراز علاقو کې وه .
عبدالمطلب د بنو عبدمناف د ځېنو کسانو په ملتيا چې د قريشو له هرې قبيلې څخه ورسره يو يو غړی هم و د شام په لوړ رهی شول ، دغه مهال د مکې او شام ترمنځ پرتې علاقې شاړې دشتې او مېرې وې .
په يوه مېره کې لا روان وو چې د عبدالمطلب او د هغه ملګرو سره د څښلو اوبه ختمې شوې ، تر دې حده تږي ستومانه شول چې د تندې له امله يي په مرګ يقين راغی ، د قريشو د ځينو قبيلو څخه يې د تندې د ختمېدو لپاره د څښلو اوبه وغوښتې ، خو ولې هغوی ورته وويل : لا خو ټول په دشتو او مېرو کې روان يو ، که تاسو ته اوبه درکړو شايد د تندې هغه سخته مونږ ته هم ورسيږي چې تاسو پر وسمهال اخته ياست ، نو مرسته مو نه شو کولای .
عبدالمطلب چې د قريشو کردار وليد د خپل ځان او ملګرو په هکله يې د مرګ څخه ويره محسوس کړه ، ملګرو ته يې وويل : وس مو څه رايه ده ؟ هغوی وويل : مونږ ستا تابع يو او ستا خبره مو خبره ده ، چې څنګه دې خوښه وي ، امر کوه .
عبدالمطلب وويل : ما ته خو مناسب دا ښکاري چې د توان په اندازه دې هر يو نفر د ځان لپاره قبر وکني ، چې کله هم له تندې ومري ، پاتې ملګري به يې پخپل قبر کې ښخ کړي ، تر دې چې اخر کې يو نفر پاتې شي ، که يو نفر ضائع شي دا به له دې نه ډېره ښه وي چې ټوله قافله ضائع شي .
هغوی وويل : ډېره ښه خبره ده .
هر يو وپاڅېد او د خپل ځان لپاره يې د قبر په کنستلو پېل وکړ ، او هر يو د مرګ د راتګ په انتظار و ، دغه مهال عبدالمطلب بيا خپلو ملګرو ته وويل : د مرګ په کومې کې خپله خپل ځان ورکول او په ځمکه کې د اوبو تالاش او پلتڼه نه کول لوی حماقت دی ، ځئ چې روانيږو ، کېدای شي الله پاک مونږ ته چرته اوبه په لاس راکړي ، پاڅېږئ او د سفر دورانيه پېل کړئ .
هغو بيا د امر سره سم حرکت پېل کړ ، چې څنګه عبدالمطلب سورلۍ ته راغی او ورباندې سپور شو ، د ښې خپې لاندې يې چينه راوخټکېده ، عبدالمطلب او د هغه ملګرو د تکبير اوازونه پورته کړل ، بېرته ټول له خپلو سورليو څخه راکېوتل ، سورلۍ او ځانونه يې په اوبو ښه خړوب کړل ، له دېنه وړاندې د قريشو ټولو قبيلو د دې انتظار ويستو چې عبدالمطلب او مليان به يې د تندې له لاسه څه کوي ؟
عبدالمطلب او ملګرو يې نورو قريشو ته د ځانونو او سورليو د خړوبولو دعوت هم ورکړ ، له اوبو څخه ټول قوم خپل مشکونه او غړکۍ هم ډکې کړې ، چې قريشو ځانونه کله ښه خړوب کړل عبدالمطلب ته يې وويل :
زمونږ د اختلاف پای ستا په سلامتيا او زمونږ په ملامتيا پای ته ورسېده ، لوړه په رب لايزال چې د زمزم اړوند به درسره هېڅکله د شخړې اراده او مېدان ګزي ونه کړو ، د دې دښتې او ميرې په کنډو کپرو کې تا ته د الله پاک اوبه درکونه د دې دليل دی چې زمزم يې هم درته په ځانګړي توګه درکړيدي ، ځه خپل زمزم ته دې په امن او اطمئنان ستون شه .
له دې مېرې څخه بېرته ټول راستانه شول ، او تر کاهنې ونه رسېدل ، له دې وروسته قريشو د عبدالمطلب او د زمزمو ترمنځ لاره هواره پرېښوده .
د روايتونو له مخې داسې ويل کيږي چې عبدالمطلب د مېږانو او د سپين وزري کارغه د تونګوهنې نښو سره د کوهي په کنستلو د پېل اراده وکړه ، خو ولې خوشيان او وينه نه وه ، هغه لا واړ و چې ناګهانه له قصاب نه غوا راوتښتېده او عبدالمطلب ته په خوب کې دسم شوي ځای سره يې راڅملوله او هم هلته يې ذبحه کړه ، وينه او خوشيان دواړه ترې د ذبحې په مهال ووتل ، سمدستي عبدالمطلب هم د ورته ښودل شوي ځای پرسر د کولنګ خوله کېښوده .