سيرت او تاريخ

د اسلام راوي أبوهريرة رضي الله عنه اړوند تورونه او توطئې.. مستند ځوابونه. عبدالرازق صافی

د اسلام راوي أبوهريرة رضي الله عنه اړوند تورونه او توطئې.. مستند ځوابونه.

 

د اسلام مبارك دين په قرآن کریم او نبوی سنتو ولاړ دی، د مسلمانانو د بقا راز هم دواړه دي، کله چې د اسلام دښمنان نشی کولای چي په  قرآن کریم کې لاسوهنه وکړي، نوبیا کوښښ کوي چې د نبوي سنتو دروازه د ورانکارۍ لپاره وټکوې.

لنډه لار يې  په هغه چا باندې تهمت لګول دي چې اسلام یې مونږ ته رانقل کړی دی، د ټولو په سر کې ابو هریره رضی الله عنه دي چا چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه تر ټولو زیات حدیث روایت کړی دي او ویلی شو چې هغه رښتینی د اسلام راوي دی، د اسلام دښمنان او ځینو خواهش پرستانو د نيوكو غشي د هغه  په لور سیده کړی دي اویوه سخته جګړه یې پري شروع کړی ده، څو ډوله تورونه پرې لګوي، ووايې هغه خو وروسته اسلام راوړي دی بیا څرنګه دومره ډیر حدیثونه روایت کړي دي، نو خامخا یې د اسلام په پیغمبر محمد – صلی الله علیه وسلم- دروغ ویلی دي، په ځینو مرویاتو يې رشخند ووهي، چا بیا د دروغجنو په لیکو کې حساب کړ او د دوزخیانو په صف کې ودروي، د کور دننه بیا څوک ورته فقیه نه ووایی یا ډېر حدیثونه په دې بهانه چې په خبر واحد باندې په عقیده او احکامو کې عمل نه کیږې نه منې یا يې ځوابونه کوې، اساسې موخه یې په نبوي سنتو د خلکو اعتبار او اعتماد ختمول دی.

غواړم چې په دې لیکنه د هغه په ژوند، زدکړه او د حدیثو په تبلیغ څه نا څه رڼا واچوو، کوښښ کوم چې د أبوهریرة د روایاتو د ډېروالي په اړه د ځینو شبهاتو لپاره  تر یو حد ځواب پیدا کړو:

پیژندنه

نوم او اسم کنیه

ابو هریره رضی الله دوسي صحابي دی چې علماء یې په نوم کې اختلاف لري، څوک ووايي خپل نوم یې عبد الله دي، څوک ووايي: عبد شمس دی، اونور یې عبد الرحمن بولي خو ځیني نورو د سکین، بریر، عمرو، عمیر په نومونو هم یاد کړی دی.

خو سمه داده چې په جاهلیت کې نوم عبد شمس وو، کنیه یې أبو الأسود وه، کله چې مسلمان شو پیغمبر صلی الله علیه وسلم یې نوم  په عبد الرحمن او کنیه یې په ابو هریرة  وربدل کړه.

د اسم کنیې په هکله يې نور نظرونه هم شته ابن عبد البر-رحمه الله- ووایي: اسم کنیه یې په نوم مشهوره ده لکه بيخې چې بل نوم نلره.

د أبوهریرة رضی الله عنه کورنۍ

ابو هریره رضی الله عنه یتیم ؤ، هغه به وویل: یتیم لوی شوم او هجرت مې په غریبې کې وکړ.

د ابو هریرة رضی الله عنه مور میمونة بنت صبیح نومیږي، په صحیح مسلم کې روایت دی یزید بن عبد الرحمن ووايي: ماته ابو هریره رضی الله عنه وویل: قسم په الله، څوک چې مومن الله تعالی پیدا کړی وې او زما په باره کې خبر شی نو زما سره به مینه وې، ما وویل: نو تاسو څه پوهیږي یا ابوهریرة رضی الله عنه؟ هغه وویل: زما مور یو مشرکه ښځه وه ما به ورته د اسلام دعوت ورکوو، او هغې به نه منه، یو ورځ مې بیا ورته دعوت وکړ خو داځل د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هکله داسې څه وویل چې ما نه غوښتل او پرې خفه شوم.زه په ژړا پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم خواته لاړم، ورته مې وویل: ما  خپله مور اسلام ته رابلله خو هغې نه منه، نن چې مې دعوت وکړ ستا په هکله يې نامناسبه خبرې وکړي، د الله نه ورته د هدایت دعا وغواړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: یا الله د ابو هریرة مور ته هدایت وکړه.

ابو هریره وواېې : د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوعا په خوشالۍ راوتم چې د کور دروازې ته راورسيدم، دروازه بنده وه، مور مې د خپو کشار واوریده، را غږ یې کړل: په خپل ځای ودریږه، د اوبو اواز واوریده، هغه ووایي: مور مې غسل وکړل، جامې واغوستې او زوړکي په سر کړ او دروازه يې خلاصه کړه، بیا یې وویل: ابو هریره زه ګواهې کوم د الله پرته بل د عبادت وړ معبود نشته او ګواهي کوم چې محمد د الله بنده او پیغمبر دی. ابو هریره رضی الله عنه ووایې: زه بیرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم خواته لاړم، د خوشالې نه مې ژړل، ما ورته وویل: چې زیري مې درباندې الله مو دعا قبوله کړه، زما مور ته یې هدایت وکړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله حمد او ثناء وویله او بیا وویل: ډیره ښه!

ابو هریره ووايي: د الله استازی! زمونږ لپاره د الله څخه دعا وکړه چې زه او مور مې خپلو مومنانو بندګانو ته ګران کړي او هغوی مونږ دواړو ته ګران کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: یا الله ستا دا بنده – ابوهریره – او مور يې  خپلو بنده ګانو ته ګران کړه، او دوې ته مومنان، نو هیڅ مومن نشته چې زما په اړه واوري او زه یې نه یم لیدلی خو بیا به هم ما سره محبت کوی او زه به پرې ګران یم.

د ابو هریرة رضی الله عنه اسلام

د حدیبې د سولې د تړون او خیبر غزا تر منځ د دوس د قبیلې سردار طفیل بن عمرو الدوسی – رضی الله عنه – مسلمان شو، خپلو خلکو ته د اسلام دعوت ورکړ چې ډېرو یې خبره ومنله او مسلمانان شول یو يې ابو هریره رضی الله عنه- ؤ، هغه اته ویشت کلن و،  طفیل بن عمرو د ابو هریرة اونورو اویا یا اتیا ملګرو سره مدینې ته راغی، خو رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د خیبرا غزا ته تللی و، دوي هم پسې لاړل، په خیبر کې ورسره ملاقات وشو، ابن عبد البر – رحمه الله- ووايي: ابو هریره رضی الله عنه د خیبر دغزا په کال مسلمان شو او د خیبر په غزا کې  د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ګډون کړی دی.

زده کړې

ابن عبد البر رحمه الله ووايي:”د خیبر غزا په کال ابو هریره مسلمان شو او په غزا کې ګډون وکړ، بیا د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زده کړه شروع کړه، هغه د صحابوکرام تر منځ ډیر د ډیرې ښه حافظې او قوي ذهن خاوند ؤ، هغه د ډیرو مهاجرینو او انصارو صحابو نه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه زیات حدیثونه زده کړل؛ ځکه مهاجرینو خپل تجاراتونه کول او انصارو به دهقانی کوله، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دده په باره کې  ګواهې کړی ده چې هغه د علم او حدیثو د زده کړی په لټه کې دی او د پوښتنې کولو  جرأت لري”.

صحیح بخاری کې حدیث دی، أبو هریره رضی الله عنه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې د قیامت په ورځ د ټولو خلکو تر منځ نیکبخته څوک دی چي ته به یې شفاعت وکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: زما یقین ؤ چې دا پوښتنه به ستاسو څخه لومړی بل څوک زما څخه  نه کوی، ځکه ما ستاسو د حدیثو سره لیوالتیا او حرص لیده..

امام بخاری د ابو هریره نه روایت کوی هغه ووايي: خلک ووايي چې ابو هریره د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ډیر روایاتونه کوی !! خو زه به په نیمه خیټه (یعنی په نهره) د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وم نه مې خمیره ډوډۍ خوړلی ده او نه مې نرمې جامې اغوستی دی، نه زما خدمت فلاني او فلانۍ کړی دی…

د هغه ټول کوښښ داوو چې زده کړه وکړي او درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه واوري.

هغه به خپله شپه دري تقسیمه کړي وه، یوه برخه خوب، بله کې قیام اللیل او په دریمه برخه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو یادول او تکرار.

که څه هم ابو هریره رضی الله عنه د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سره لږه موده تیره کړي ده، خو ډیر احادیث یې ترې روایت کړی؛ ځکه هغه ترې په سفر او حضر کې زده کړه کوله، موخه یې د رسول الله د افعالو اقوالو زده کړه، په دې کې زیار او کوښښ هم کوو، ټوله ورځ به د رسول الله خواته ؤ، د هرې وړې او غټې خبرې پوښتنه به يې کوله.

أبو هریره نه (۸۰۰) صحابو او تابعینو روایت کړي دي، د حدیثو په ټولو کتابونو کې روایات شته، مشرانو صحابو به د دنه د حدیثو پوښتنه کوله عبد الله بن عمر به ابو هریره ته وویل: ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره زمونږ څخه ډیر پاتي شوی یاست او د هغه په حدیثونو زمونږ څخه ښه پوهیږی.

که څه هم  ابو هریره د حدیثو په حفظ مشهور و خو هغه د قرآن کریم یو نامتو حافظ ؤ چې تابعینو ته يي د قرآن کریم  درس  کوو. ابو هریره د ښائسته اخلاقو خاوند ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کورنۍ سره ډیره مینه درلوده او کله چې حسن بن علی رضی الله عنه وفات شو په مرګ ډیر زیات غمژن شو.

ابو هریره پوهه او عالم صحابي ؤ، فتوا به يې ورکوله، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم څخه پنځه زره دري سوه څلور اویا (۵۳۷۴) حدیث روایت کړي دی، ځینې خپله د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه اوریدلی دي او نور یې بیا د مشرانو صحابو نه لکه ابوبکر، عمر او أبی بن کعب رضی الله عنهم څخه روایت کړي دي.

ابو هریره رضی الله عنه اول وخت کې چې کله حدیثونه په یادو یادول نو بیرته به ترې هیریدل، دا ستونزه یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره شریکه کړه هغه ورته دوعا وکړه، د دغې دعا په برکت ترې بیا هیڅکله حدیث هیر نشو امام بخاری د ابو هریره رضی الله نه روایت کوی هغه ووايي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: ډیر ځل ستا نه حدیث واورم خو بیرته هیر کړم؟ هغه راته وویل: څادر دې خلاص کړه، ما خلاص کړ، نو دواړو لاسونو کې چپ وکړ، نو بیا راته وویل: را ټول یې کړه، ما راټول کړ، نو زما څخه بیا هیڅ ندې هیر شوی.

په جهاد او سیاست کې د أبو هريرة – رضي الله عنه- ونډه او ګډون

د خیبر غزا په شمول په وروستنۍ ټولو غزاګانو کې برخه اخیستي ده، د خلفاء راشدینو په وخت کې  د ردت په جنګونو او  د فارس په فتح کې ګډون د یادولو وړ دي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم أبو هريرة د العلاء الحضرمی -رضی الله عنهم- سره  بحرین ته دعوت لپاره لیږلي ؤ، خلکو ته به يې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث بیانول، د هغوي پوښتنو ته به یې ځوابونه ورکول.

كله چې  العلاء الحضرمي – رضی الله عنه- وفات شو، عمر رضی الله عنه أبو هریره دهجرت 21-23 هـ ق كلونو ترمنځ د بحرين والی وټاکه، څه وخت وروسته یې بیرته لرې  کړ، عمر رضی الله عنه ترې وپوښتل: امارت څنګه ؤ؟ هغه وویل: تاسو لیږلم خو زما خوښ نه ؤ، او لرې مو کړم خو اوس مې خوښ ؤ.

څه وخت وروسته بیا ترې عمر رضی الله عنه غوښتنه وکړه چې ولایت درکوم هغه غو.ښتنه رد کړه، عمر رضی الله عنه ورته وویل: څنګه په حکومت کې کار نکوي او هغه څوک چې ستاسو څخه غوره  و په حکومت کې خپله د کار غوښتنه کړي وه؟ اشاره یوسف علیه السلام ته وه، ابوهریره ورته وویل: یوسف پیغمبر و او د پیغمبر زوی و، زه ابوهریره د امیمه زوی یم او د پنځوو کارونو څخه ډاریږم: بغیر دعلم به څه ووایم، د زغم پرته به فیصلې وکړم، او په ملا به ووهل شم، مال به مې واخیستل شی او بې عزتې به مې وشی.

ابو هريرة رضي الله عنه د عثمان رضي الله عنه څخه په سختو شیبو کې دفاع وکړه، کور ته یې ورغی د جنګ اجازه يې وغوښته، هغه د ځان نه د فاع جنګ اجازت هم چاته ورنکړه، خو بیا هم أبو هریرة تراخيره ورسره پاتي شو تر څو عثمان  رضی الله عنه شهید شو.

د علي رضی الله عنه په خلافت کې تر ټولو ډیر امکان دادی چې ابو هریره رضی الله عنه د خپل مينځي فتنو څخه ځان ساته او له خلکو یې هم د بې طرفۍ غوښتنه کوله.

کله چې علي رضی الله عنه شهید شو، زوی حسن – رضی الله عنه – د معاویه رضی الله عنه سره بیعت وکړ، او د خپل خلافت څخه تیر شو، معاویه رضی الله عنه د مدینې والی مروان بن الحکم وټاکه، خو کله چې به هغه ته غوسه شو نو د هغه په ځای به کله کله د لږ وخت لپاره ابو هریرة – رضی الله عنه- د مدینې والی ټاکه.. مروان بن الحكم د مدینې د امارت  په وخت کې دوه ځل  حج لپاره مکې ته لاړ، او دواړه ځل ابو هریره رضی الله عنه خپل ځایناستی ټاکه.

د ابو هریره رضی الله عنه  د حدیثونو شمیره

امام ذهبی ووايي: په بخاری او مسلم کې د أبو هریرة رضی الله عنه متفق علیه روایتونه (۳۲۶) دي، امام بخارې بیا په  (۹۳) روایتونه او امام مسلم په (۹۸) روایتونو باندې تفرد کړي دی.

د (أحادیث أبي هریرة ) کتاب لیکوال محمد المطري د حافظ ذهبي  خبرې په استناد په بخاري او مسلم کې د أبو هریرة رضی الله عنه ټول روایت (۵۱۷) یاد کړي، او د تکرار پرته يې د هغه ټول صحیح حدیثونو د حدیثو په ټولو کتابونو کې تقریبا زر شمار کړي دي.

هغه ټول صحیح حدیثونه چې أبو هریرة رضی الله عنه روایت کړي دي، یوازې ځانته هغه ندې بلکې نورو صحابه کرامو هم روایت کړی دي، صحیح اوحسن ټول حدیثونه چې یوازې  أبوهریرة رضی الله عنه  روایت کړی، چې اکثره یې په ترغیب ترهیب ، کیسو او اخلاقو باب کې دې ټول یو سل او لس (۱۱۰) حدیثونه دي.

مړینه

ابوهریره رضی الله عنه د اته اويا كلونو په عمر په ۵۸ کال د هجرت په  مدینه کې وفات شو، د مدينې منورې د وخت والی ولید بن عتبه بن أبی سفیان یې جنازه وکړه او په بقیع کې دفن شو.

ابو هریره رضی الله عنه په ناروغۍ کې وژړل، چا ورته وویل: ولې ژاړي؟ هغه وویل: زه ستاسو په دې دنیا نه ژاړم؛ زه  ځکه ژاړم چې سفر لری دی، زما توخه کمه ده، ساه مې اخیستل کېږی، بیا نه پوهیږم چې جنت که دوزخ ته روانیږم.

كله چې زنګکدن شو نو وصیت وکړ: په ما باندې خیمه مه وهئ، او زما په جنازې پسې اورونه مه راوړئ، او زر مې خښ کړئ، ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اوریدلی دی: كله چې یو نیک عمله – مومن – په جنازه کې کیښودل شی، هغه ووایي: زر مې خپل قبر ته ورسوئ.

او کله چې د کافر –فاجر- مړی په جنازه کې کیښودل شی نو هغه ووایي: آیا افسوس ما چيرته بوځئ.

 د مستشرقینو شبهه او ځواب

د مستشرقین او دهغوی شاګردان یوه مشهوره شبه او اعتراض دادی چې ابوهریره رضی الله عنه خو وروسته اسلام راړوی دی، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ټول دري یا څلور کاله تیر کړی دی نو بیا  یې دومره ډیر حدیث کله د پیغمبر نه واوریدل؟!

کله چې مونږ لنډ حساب وکړو، او دا اومنو چې ابو هریرة رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دري کاله تیر کړی، تقریبا (۱۰۵۰) ورځې کېږی، چې کوم ځای  به پیغمبر صلی الله علیه وسلم و ابو هریره رضی الله عنه به ورسره ؤ، لکه چې مخکې مو د هغه دخولې اقرار راوخیسته او نور صحابه هم پدې خبره ورسره موافق دی، نو څه تمه باید وکړو چې هغه به په ورځ کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه څو حدیثونه اوریدلی وي؟

په شمار کې مبالغه هم نه کوو تر څو لوستونکي زمونږ استدلال ومني، بلکې داسې یو عدد راخلو چې هر منصف یې راسره ومني، هر ورځ دې پنځه حدیث ابو هریرة رضی الله عنه روایت کړي وي،  حدیث په عامه مانا اخلو یعنی حدیث د پیغمبر خبرې کیداشی، دهغه عمل کیداشی، او کیدای شی د هغه په وړاندې یو خبره، عمل شوی یا ورته د هغه خبر رسیدلی وی، او دا هم کیداشی چې حدیث د هغه اخلاقي یا طبیعی توصیف وي.

کله چې ابو هریره د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هرعمل او هره  پېښه مونږ ته رانقلوی که څه هم – لمونځ ته دهغه راوتل وې- د ټول د محدثینو په نزد حدیث حسابیږی

كه فرض کړو چې ابو هریرة رضی الله عنه  پنځه وخته لمونځ کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه یوه يوه خبره اوریده، نو په یو ورځ کې هغه پنځه حدیثونه زده کول.

یو ملګری چې د بل ملګری سره نزدي پاتې کېږی په ورځ کې دهغه څخه د پنځه شپږ خبرو نقل هیڅوک زیات نه  ګڼی؛ نو بیا څنګه دا عدد مونږ د ابوهریره رضی الله عنه په شان کې زیات وګڼو، سره د دینه چې خپل ټول وخت يې علم ته وقف کړی ؤ، د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا يې کوله او دهغه نه يې زده کړه کوله، چې هره ورځ يې پنځه حدیثونه هم  زده کړی وي نو د درې کالو نتیجه یې د پنځو زرو حدیثونو اوړي، او د هغه ټول روایتونه (۵۳۷۴) دي.

بله د اخبره باید په یاد ولرو چې دې پنځه زره حدیثونو کې صحیح او ضعیف حدیث شته بلکې ځیني درواغ دي چې ابوهریره رضی الله عنه ته نسبت شوی دی او هغه بلکل روایت کړی ندي.

د نبوي سنتو کتابونو کې د ابوهریره په روایاتو کې مکرر روایت هم شامل دي چې متن او نص یې یو دی خو سندونه او د سند سلسله يې جدا ده؟ ځینې حدیثونه په لسو بیلابیلو سندونو روایت شوی او متن یې یو دی، د حدیثو علماء دیته لس حدیثونه وايي، یو حدیث يې نه ګڼی.

بل دا ټول حدیثونه ابو هریرة رضی الله عنه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه ندې اوریدلی بلکې ځینې د مشرانو صحابه کرامو څخه روایت کړي دی.

علماء کرام د هغه د کثرت روایت  لپاره زیات لاملونه ذکر کوي چې لنډییزيې په لاندې توګه دی

  • ابو هریره رضی الله عنه کوښښ کوو چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هره وینا، عمل دریځ په یادو یاد کړي تر څو خپله هم تری استفاده وکړی او نورو خلک ته هم ته فایده ورسوی، له همدې وجهې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره نزدې پاتې کیده، د  هغه څخه هر قسمه پوښتنه کوله امام احمد د أبی بن کعب رضی الله عنه  نه روایت کوی هغه ووایي: أبو هریره رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه په پوښتنه کولو کې ډیر جراتمند و، داسې شیانو پوښتنه به يې کوله چې دهغه پرته بل چا نه د رسول الله – صلی الله علیه وسلم – څخه نه شوه کولای.
  • ابوهریره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره د نزدې پاتی کیدو باندې همیشوالی کوو، که به لاره وه او که کور کوښښ یې کوو چې استفاده ترې وکړی طلحه بن  عبید الله رضی الله عنه ووايي: زه پدې خبره کې هیڅ شک نلرم چې ابو هریره د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه هغه څه اوریدلی دی چې مونږ ندې اوریدلی.
  • هغه د قوي ‍ذهن او ښې حافظې خاوند هم وؤ ، امام ترم‍ذی د عمر رضی الله هغه وینا راخیسته ده چې ابو هریره رضی الله عنه ته يې وویل: ته په مونږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ډیر نزدی پاتې کیدی او زمونږ څخه دې د هغه حدیثونه ښه په یاد دی
  • رسول الله صلی الله علیه وسلم أبوهریرة ته زیری ور کړی و چې نور به ستا نه زما حدیث نه هیریږی چې مخکې په حدیث رداء کې یادونه تیره شوه.
  • پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته د قوي یاداښت لپاره دعا کړی وه مشهور عالم صحابی زید بن ثابت رضی الله عنه ووايي: زه، أبو هریره او یو بل ملګری مسجد کې ناست و. د الله ذکر او دعا مو کوله رسول الله صلی الله علیه وسلم راوته، زمونږ سره کیناست، او راته یې وویل: څه کار کې مصروف وې هغه کوئ، زید رضی الله ووایی: ما او ملګری مې دوعا کوله او پیغمبر صلی الله علیه وسلم پرې امین ووایه، بیا ابو هریره رضی الله عنه دعا وکړه او وویل: یا الله زه ستا څخه هغه څه غواړم چې زما دواړو ملګرو وغوښتل، او ستا څخه داسې علم غواړم چې بیرته رانه هیر نشی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: دوسی ځوان درنه وړاندي شو.
  • ابو هریره رضی الله عنه د حدیثو زدکړه او خپرول خپله موخه ټاکلي وه ؛ ځکه هغه حدیث د خپرولو او نورو خلکو ته د رسولو په نیت زده کول، ډیرو صحابه کرامو به یوازې د حاجت په بنیاد د فتوې استدلال او د یوې مسالې د حکم په اړه د حدیث ذکر کوو.
  • هغه به د نورو مشرانو صحابه کرامو لکه ابوبکر، عمر، الفضل بن عباس، أبي بن کعب، أسامة بن زید، عائشه او أبی بصره الغفاری رضوان الله علیهم نه پوښتنه کوله، او د هغوی روایات به یې کله د هغوي د نومونو په اخیستلو او کله په نه اخیستلو سره روایت کول؛ ځکه د هغه په روایت شو حدیثونو کې د داسې پيښو ذکر شته چې ابو هریره رضی الله عنه هغه وخت کې لا مسلمان نه وو

کله چې مونږ دا لاملونه وپیژنو، نو بیا راته دهغه روایتونه ډیر نه ښکاری، امام بخاری په خپل (صحیح) دهغه ټول (۴۴۶) حدیثونه راوړی دی، ځیني خپله د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه اوریدلی دی او ځینی د نورو صحابه نه روایت کړی دی، که په یو ځای کې راجمع کړی شی و، ممکن په یوه  ناسته کې ولوستل شی.

نوربيا…

کولای شئ چې د مزيدو معلوماتو لپاره راروان مصادر وګورئ: الإصابة (4/202 – 211). والسير (2/578). والمستدرك (3/506  114). وحلية الأولياء (1/376- 385). وأسد الغابة (6/318). والبداية والنهاية (8/103 – 115). وشذرات الذهب (1/63).

Back to top button