د «الرساله» فلم ته ېوه کتنه ژباړه او ترتیب: عبد الرازق صافی
د «الرساله» فلم ته ېوه کتنه ژباړه او ترتیب: عبد الرازق صافی
په یولک او څلورویشت زره -کم او زیاتو- پیغمبرانو کې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ژوند لیک (سیرت) تر ټول مستند په لیکلي بڼه موجود دی .
او هر څوک ورته په اسانۍ لاس رسي لري، څرنګه چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ژوند زمونږ لپاره نېکه نمونه ده او باید پیروې وشی، دا زده کړی غواړی، او د زده کړې د وسایلو څخه په اوسني وخت کې یو هم فلمونه دي.
۲۰۰۲-۱۹۹۹م کلونه تر منځ مې د رابطة العالم الإسلامي د ادارې لاندې د پیښور ښار په څنډه کې د عمر بن خطاب رضی الله عنه په نوم د یتیمانو په روزنتون کې زده کړې کولي، په اونۍ کې به یې راباندې یو ځل د پنجشنبې په شپه یو کلتوري فلم کته، چې په سر کې د «الرسالة» فلم راته، شاید په مونږ په لسګونو ځل کتلي وي.
هره صحنه یې تر اوسه په ذهن کې لرم، د «الرسالة» فیلم تر اوسه پورې هغه فلم دي چې بازار لري، ډیر مسلمانان يې په شوق ګوري تر څو د نبوی سیرت په هکله تر یوې اندازې مالومات ولري، او ضمن کې بل داسی فیلم هم نشته چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ژوند یې په ښه شکل ثبت کړي وې.
په ۲۰۰۶م کې چې کله په ډنمارک کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم کارټون جوړ شو ، او مسلمانان یې سخت غوصه کړل، ډیرو هیوادونو کې د تاووتریخوالي ډک لاریونونه وشول، چې په سر کې پاکستان وو، د قطر هیواد د «النورشرکت» په ۲۰۰۹ کې اعلان وکړ چې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په سیرت به د یو ملیار ډالرو په ارزښت مستند فلمونه په څوو ژبو جوړه وې تر څو د پیغمبر سیرت نړیوالو ته روښانه شی، د ځینو علماوو څخه د تایید شین څراغ پدې شرط ولیده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د شخصیت تمثیل به په کې نه وې، خو یاد شرکت تر اوسه د فلم په وړاندې کولو کې کامیاب شوی ندی، په لاندې لیکنه کې لوستونکو ته د «الرسالة» د فلم په هکله ځینې حقایق وړاندې شوي چې باید پاملرنه ورته وشي.
لومړی: فیلم د ابوبکر، عمر او عثمان رضی الله عنهم لپاره د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په دعوت کې کوم خاص نقش او رول نه دی ښودلی، داسې ښکاره کوي چې رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له دوی څخه هر څه پټوی، که څه هم هغوي د دعوت او جهاد په جریان کې نږدي ملګري وو، د کار د شیعګانو په خوښه کېږی ځکه د فیلم سکریپټ او کیسه یو ځل په لبنان کې د شیعه اخوندانو د نظر لاندې تیره شوې وه.
دوهم: ابو سفیان رضی الله عنه په فلم کې د عمار بن یاسر رضی الله عنهم سره په یوه صحنه کې هغه ته ووایی چې : تاسو وایاست چې الله هر ځای کې دی؟ عمار -رضی الله عنه – – د فلم مطابق- ځواب نه ورکوي، او د عقیدوي مصیبت په ضمن کې تیریږې. ځکه صحی داده: چې اهل السنة والجماعة دا نه وایي چې الله پخپله د – ذات په اعتبار- هر چیرې دې بلکې د قرآن او سنت په رڼا کې الله تعالی د عرش دبره دی((الرحمن علی العرش استوی)) د سنیانو نه د فیلم سکریپټ بیا کتنه د الأزهر پوهنتون یو کمیسیون کړی وه چې غړي یې اشعریان وو، او خپله عقیده په کې د اهل السنة والجماعة په نوم تیروي. دا عقیده چې الله د ذات په اعتبار هر چېرته دی یعنی په کاڼو، اونو حیواناتو او داسې نور د حلولیانو او نصاری عقیده ده چې مسلمانو ډلو ترې اخیستی ده، نه د اهل سنتو.
دریم: فلم کې د أبو سفیان رضی الله عنه ښځه هند بنت عتبه د وحشی سره – چې یو غلام ؤ- د حمزه بن عبد المطلب رضی الله عنه په وژلو توافق ته رسیږی، په بدل کې به وحشي بن حرب د غلامۍ نه ازادېږی، د صحنه هم یو غټه تېروتنه او بې سنده خبره ده، ځکه د سیرت ډیر کتابونه لیکي چې وحشی د جبیر بن مطعم غلام ؤ، او هغه ورته د خپله تره طعیمه بن عدی چې په بدر کې وژل شی وو د غچ اخیستلو امر کړی و چې بدل کې به ازادیږي.
څلورم: په فلم کې هند بن عتبه رضی الله عنها د حمزه رضی الله عنه ځیکر خوری، دا حقیقت نه دی،ځکه دا د یو غټ شیعه دروغجن طبرسی روایت دی او د اهل سنتو په نزد د ا ثابته نده کوم روایتونه چې په دې اړه دې ټول د متن یا د سند په اعتبار علماوو ضعیف کړی دي .
پنځم: فلم ابو طالب موحد مسلمان ګڼی چې توحید ته دعوت کوي، دا سمه نده، ابو طالب په کفر باندې وفات شوی دی امام بخاری، امام مسلم، امام احمد،او امام ترمذی د ابو هریرة رضی الله عنه نه روایت کوی هغه ووایی: (لما حضرت وفاة أبي طالب أتاه رسول اللّٰه ﷺ فقال : (يا عماه قل لا إله إلا الله أشهد لك بها يوم القيامة فقال : لولا أن تعيرني قريش يقولون : ما حمله عليه إلا جزع الموت لأقررت بها عينك ولا أقولها إلا لأقر بها عينك فأنزل الله عز وجل : {إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء وهو أعلم بالمهتدين} کله چې د ابو طالب ځنکدن وو، پیغمبر صلی الله علیه وسلم ورته راغی او هغه ته یې وویل: لا إله إلا الله ووایه زه به د قیامت په ورځ ستا لپاره ګواهې کوم چې کلیمه یې وویلی وه. ابو طالب ځواب کې ورته وویل: که چيرې قریشو پیغور نه راکولای چې د مرګ د ډاره يې کلیمه وویله نو خامخا به مې ته خوشاله کړی وی خو بیا يې هم نه ووایم، وروسته الله تعالی دا آیت نازل کړ: {إنك لا تهدي من أحببت ولكن الله يهدي من يشاء وهو أعلم بالمهتدين} یقینا ته هغه چاته چې محبت ورسره لرئ هدایت نشی کولای مګر الله تعالی هغه چاته چې وغواړی هدایت کوي او هغه د هدایت قبلونکی پیژني.
شپږم: ابو جهل د فیلم له مخې د نا پیژانده ویشتونکی لخوا ووژل شو، خو حقیقت دا دی چې هغه دوه ځوانانو صحابه هر یو معاذ بن عمرو بن الجموع او معوذ ابن عفراء په شریکه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته د سپکاوې او کنځلو په غچ کې وژلي دی.
اووم: د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت په جریان کې د غار په خوله کې د غڼې د جال کیسه ثبتول چې هیڅ اساس او اصل نه لري.
اتم: صحابه داسې ښکاره کول چې هغوي ږیرې نلری او یا فرانسوی طرز باندې یوازې په زنو کې لږه ږیره درلودل لکه پیغمبر صلی الله علیه وسلم چې خپلو ملګرو ته بکل د ږیرو د پریښودلو حکم نه وې کړی.
نهم : د قریشو د کافرانو داسې بد شکل باندې ښودل چې غټې ږیرې لري په غیر مستقیم ډول کتوونکو ته د ږیرې ناوړه معرفې کولو پیغام لري.
لسم: د ابو لؤلؤة ملعون – چا چې عمر رضی الله عنه شهید کړی دی – خنجر چې شیعګان پری فخر کوی د علي رضی الله عنه د تورې په توګه ښودل، دا سمه نده بکل د علي رضی الله عنه توره ذوالفقار نومېده او دوه سرونه نه بلکې یو سر یې درلوده.
په اخره کې د نورو ډېرو ستونزو سره هغه سرچینې چې فلم پرې تکیه کړی شیعه او دوهم لاس سرچینې دې چې ځای په ځای د اهل سنتو د عقیدې خلاف د صحابه د شان ګستاخې لامل کېږی ځکه د فلم سکریپټ کتنه د لبنان د شیعګانو شورا کړی وه که څه داسې هم وویل کېږی چې د الازهر یو کمیسیون ته هم وړاندې شوی وو.
زړه بوږونکې داده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سیرت په هکله ډیر خلک یوازې د «الرسالة» د فیلم صحنې په یاد لري او بس.