عبادات

لمونځ د فضيلت په اړه ديرش ﺯيري(لومړۍ برخه)، ژباړه: انديال ساپى

لمونځ د فضيلت په اړه ديرش ﺯيري(لومړۍ برخه)، ژباړه: انديال ساپى

(1) لمونځ غوره عمل دى:
عن مسعود رضي الله عنه قال : سألت رسول الله أي الأعمال أفضل ؟قال : ( الصلاة على وقتها )قلت : ثم أي ؟ قال : ( بر الوالدين )قلت : ثم أي ؟ قال (الجهاد في سبيل الله ) ،رواه مسلم
ژباړه: د ابن مسعود رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايى: ما د رسول صلى الله عليه وسلم نه وپوښتل کوم عمل غوره دى؟ هغه وفرمايل:” پخپل وخت لمونځ کول” ما وويل: بيا کوم عمل غوره دى؟ هغه وفرمايل:” د مور او پلار سره نيکى او ښيګړه کول” ما وويل: بيا کوم عمل غوره دى؟ هغه وفرمايل:” د الله تعالى په لاره کې جهاد کول”.

(2) لمونځ د بنده او د رب ترمنځ اړيکه ده:
عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال: قال النبي صلى الله عليه وسلم(إن أحدكم إذا صلى يناجي ربه )، رواه البخاري
ژباړه: د أنس بن مالك رضي الله عنه نه روايت دى فرمايى: نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل” کله چې يو څوک په تاسې کې لمونځ کوي نو د خپل رب سره مناجات او خبرې کوي”.

(3) لمونځ د دين ستن ده:
عن معاذ بن جبل رضي الله عنه قال: قال رسول الله ( ألا أخبركم برأس الأمر وعموده وذروة سنامه ) ؟ قلت: بلى يارسول الله قال ( رأس الأمر الإسلام وعموده الصلاة وذروة سنامه الجهاد ) رواه الترمذي
ژباړه: د معاذ بن جبل رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايى: رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل:” ايا ﺯه تاسې د دين په سر ، ستن او لوړ کوبى نه خبروم” ما وويل: ولى نه اې د الله رسوله! هغه وفرمايل:” د دين سر(اساس) اسلام(د شهادت کلمة ) دى، ستن يې لمونځ او لوړ کوبى يې د الله تعالى په لار کې جهاد کول دى”.

(4) لمونځ رڼا ده:
عن أبي مالك الأشعري رضي الله عنه قال: قال رسول الله ( الصلاه نور ) رواه مسلم والترمذي.
ژباړه: د أبي مالك الأشعري رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايى: رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل:” لمونځ رڼا ده”.

(5) لمونځ د منافقت څخه بې ﺯاره کيدل دى:
عن ابي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله ( ليس صلاة أثقل على المنافقين من صلاة الفجر والعشاء ولو يعلمون مافيهما لأ توهما ولو حبواً ) رواه البخاري ومسلم
ژباړه: د ابو هريرة رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايى:رسول صلى الله عليه وسلم وفرمايل:”په منافقينو باندې د سحر او ماخوستن د لمونځ پرته بل سخت لمونځ نشته، کچېرته دوى يې له اجر نه خبر وي، نو په خاپوړو به ورته راغلي وي”.

(6) لمونځ د اور څخه امان دى:
عن عمارة ابن رؤيبه رضي الله عنه قال سمعت رسول الله يقول(لن يلج النار أحد صلى قبل طلوع الشمس وقبل غروبها ) يعني الفجر والعصر . رواه مسلم
ژباړه: د عن عمارة ابن رؤيبه رضي الله عنه نه روايت دى، فرمايى: ما د رسول صلى الله عليه وسلم نه اوريدل دى، چې فرمايل يې:” هغه څوک به هيڅکله اور ته داخل نشي چې د لمر راختلو نه مخکى او د لمر پريوتلو نه مخکى لمونځ کوى”. يعنى د سحر او ماﺯيګر لمونځ کوى.

(7) لمونځ د فحشا، بدلمنۍ او منکراتو څخه منع کوي:

الله تعالى فرمايى: (( إِنَّ الصَّلٰوةَ تَنْهٰى عَنِ الْفَحْشَآءِ وَالْمُنكَرِ)) سُوۡرَةُ العَنکبوت : 45.
ژباړه: په باوري ډول لمونځ له بدلمنۍ او ناوړو چارو څخه منع كوي،

(8) لمونځ د چارو په اسانتيا او ترسره کولو کې مرسته کوى:
الله تعالى فرمايى:((وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلٰوةِ ۚ))،سُوۡرَةُ البَقَرَة : 45.
ژباړه: په صبر او لمانځه د الله مرسته وغواړئ.

(9) د ځانله لمونځ کولو نه د جمعې لمونځ غوره دى:
عن ابن عمر رضي الله عنهما ان رسول الله قال ( صلاه الجماعه أفضل من صلاة الفذ بسبع وعشرين درجه ) رواه البخاري ومسلم
ژباړه: دابن عمر رضي الله عنهما نه روايت دى، بېشکه رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى:” د ځانله لمونځ کولو نه په جمعه لمونځ کول ويش(27) درجې غوره دى”.

(10) څوک چې د لمونځ پابندى کوى الله تعالى يې ﺫموار دى:

عن أبي أمامة رضي الله عنه أن رسول الله قال ( ثلاثة كلهم ضامن على الله إن عاش رزق وكفى وان مات أدخله الله الجنه : من دخل بيته فسلم فهو ضامن على الله ومن خرج إلى المسجد فهو ضامن على الله ومن خرج غازياً في سبيل الله فهو ضامن على الله ) رواه ابو داود وابن حبان وصححه الألباني.
ژباړه: د أبو أمامة رضي الله عنه نه روايت دى، بېشکه رسول صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى:”د دري كسانو ضامن الله تعالى دى، که ژوندى وى الله تعالى به رﺯق ورکوى او هغه يې پوره دى او که مړ شو جنت ته به يې داخل کړى: څوک چې کور ته داخل شو او سلام وکړو د دې ضامن الله تعالى دى، څوک چې جومات ته ننوتلو د دې ضامن الله تعالى دى، او څوک چې دالله تعالى په لار کې غزا ته ووتلو نو الله تعالى يې ضمانت کوى”.

Related Articles

Back to top button