د ښځې او نارینه تر منځ د اړیکو ماهیت او تنظیم. لیکوال: عبد الرازق صافی
د ښځې او نارینه تر منځ آړېکې:
د نارینه و او ښځو تر منځ آړیکو تنظیم او سمون لپاره چی کوم قوانین پولې او تنظیمی رویه ده، دهغې لپاره د تاریخ په اوږدو کې انسان ګڼ تفسیرونه او انتخابونه درلودل چې را جمع کول او تعقیبول يي ستونزمن دي، خو د تاریخ او انسان پوهنې کتابونه د داسی قومونو چې په باره کې چې بشپړ بربنډوالی او جنسې ګډوډی ورته ګناه نه ښکاره کیدله یادونه کوي.
خو داسی خلک هم تیر شوي چه ښځه به يې د هغې په عزت د ډار له وجهې په زولنو تړله، نورو داسې ملتونه تیر شوي دي چې سړو به يې پرده کوله خو ښځو به یې نه کوله، او داسې نور ، چې شمار يي ستونزمن دی.
په هغو ملتونو کې چې یوه اندازه متمدن و د نارینه او ښځې تر منځ آړېکو د تنظیم لپاره يي د یو سیسټم او قانون اړتیا لیدله تر څو ژوند يي په ځنګل او غوجل بدل نه شي، او د انسان او حیواناتو تر منځ توپیر په کې نه وي.
په اسلام کې د ښځو او نارینه و د اړیکو ماهیت:
په اسلام کې د نارینه او ښځې آړیکې کوم انساني اجتهاد ندی چې د تاریخي او جغرافیې لاملونه يې محدود کړي بلکې یو جامع نظام دی چه د هر وخت او ځای لپاره وړ دی، الله تعالی پخپل قرآن کریم کې نازل کړی دی او خوږ پیغمبر محمد – علیه السلام- یې خلکو ته ښوونه کړې ده.
د دې اړیکو ماهیت او پولې په اسلام کې په لاندې ډول بیانولای شو.
1- چې سړی د ښځې خاوند وي:
د ښځې او خاوند د اړیکو تر ټولو ښه بیان او وصف قرآن کریم کړی دی، الله تعالی خاوند د ښځې لپاره د لباس او جامو په نوم نومولی دی، او ښځه يي د سړي جامې یادي کړې دي، چې د دوی تر منځ د روانې عاطفه يي او فزیکې تماس یو عجیبه انځور دی، الله فرمایلي دي:{هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ} (البقرة: 187). هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ.
2- چې سړی د ښځې محرم وي:
محارم د ښخې هغه نزدې خپلوان دي چې د هغوی سره يي نکاح همیشه لپاره حرامه ده، هغوی ټول ۱۳ډوله نارینه خپلوان دي؛ لکه پلار، نیکه، زوی، ورور، تره، ماما، وراره، خوری، دزوي زوی (لمسی) د لور زوی (لمسی) .. او داسی نور ښځه کولای شي چې دمحارمو خپلوانو مخ کې د حجاب پرته په طبیعي حالت کې ښکاره شي.
3چې سړی د ښځې نه پردی وي:
د پردي نارینه نه مراد: هغه سړی دی چې د ښځې د محارمو څخه نه وي.
اسلام د سړي او پردۍ ښځې د تعلق د کنټرولولو لپاره داسې ضوابط او قوانین وضع کړي چه د ناموس او عرض ساتنه کوي او انسان ته د شیطان د ننوتلو دروازې بندوي، چا چې انسان پیدا کړی په هغه څه ښه پوهېږی چې د ده لپاره مناسب وي لکه څنګه چې په قرآن کې راغلی دي: {أَلَا يَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ وَهُوَ اللَّطِيفُ الْخَبِيرُ} (الملك: 14). ایا هغه ذات به نه پوهېږي چې يې (هر څه) پیدا كړي دي (ولې نه!) او هم دى ډېر باریك بین، ښه خبردار دى.
د سړي او پردۍ ښځې د اړیکو ضوابط او اصول:
1- د سترګو ښکته کول:
الله تعالی هر یو (نارینه او ښځه) ته د نظر د ساتنې امر کړی دی په دې مانا: هر هغه څه چې غریزه را پاره وي هغه ته باید ونه کتل شي، ځکه داده پاک لمنې او ناموس ساتنې غوره لاره ده، او د نظر ازاده بې پولو پريښودل دګناهونو او ناوړه کارونو یو ستره لار ده لکه څنګه چې په قرآن کریم کې الله ووایي: {قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ – وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ} (النور: 30-31). ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي او د خپلو فرجونو (شرم ځایونو) ساتنه دې كوي، دا د دوى لپاره ډېر پاكیزه دي، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي – او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي.
2- یو بل سره په اخلاقو او ادب چلند کول: نارینه او ښځه باید د یو بل سره د کار او تحصیل په چارو کې په پوره ادب او درنښت چلند وکړي او څه چې د شهوانی غریزې د خوزښت سبب کیږي ځان ترې لرې وساتي.
3- حجاب او پرده: الله تعالی ښځو ته د حجاب او پردې امر کوي؛ ځکه په ښځه کې د ښکلا ښکارندوینه او د بی لارې اسباب دي چې هغه نارینه په فتنه کې اچوي، د دینه چې یوه ښځه دسړي په فتنه کې پریباسی، له دې امله زیاتره له لرغوني تاریخ نه تر نن ورځې پورې مونږه ګورو چې د ښځې نه د نارینه و د شهوت لپاره ګټه اخیستل شویدی.
د پردې او حجاب اندازه په اسلام کې داده چې ښځه خپل ټول بدن د مخ او لاسونو نه پرته د پردو سړو نه پټ کړي لکه قرآن کریم چې امر کړی دی {وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا} (النور: 31). او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي.
ولې اسلام د پردو نارینه و په وړاندې دحجاب امر کړی دي؟
- تر څو ښځه وکولای شي چې په ژوندون او ټولنه کې خپل ماموریت او رسالت په علمي او عملي برخو کې د خپل ناموس او عفت په ساتلو سرته ورسوي.
- د ګمراهۍ او هیجان چانس کم شي تر څو ټولنه پاکه شي او د ښځو کرامت وساتل شي.
- هغه نارینه و سره چې ښځو ته په احترام او مودب نظر ګوري مرسته کول، هغوي د ښځو سره د انسان چلند کوي او د ښځو لپاره کلتوري او علمي ارزښتونه مني، نه دا چې ښځه د غریزې د را پارولو او د خوند او تفریح لپاره یوه وسیله ده او بس.
په اسلامي حجاب ډېر انتقاد کوونکی په تاریخ کې د نامتو ښځو -لکه د مریم -علیه السلام- هغه انځورونونه څخه ځان په ناخبرۍ کې اچوي چې هغوی داسی حجاب کې ښکارې لکه د مسلمانانو ښځو حجاب چې وې.
یادونه: د قرآن کریم د آیاتونو ژباړه د محترم مفتی عبد الولي ده کومه چې په تنزیل ویبپاڼه کې خپره شوی ده