ښځه او ټولنهښځې او ماشومان

اسلام کې د ښځې مقام. لیکوال: عبدالرازق صافی

په اسلام کې د ښځې مقام

د تلویزیون اعلانونه، د سړک په سر تجارتي بورډونه، د مجلو پوښونه مونږ ته په ښځه د مادي تمدن  هغه ستر جنایت ښودنه کوي چې ښځه په کې یواځې یوه نانځکه، دتجارتی  تفریحې سامان په شکل دنورو د جنسي او شهواني لیوالتیا  د پوره کیدو لپاره استعالمیږی.

دا جنایت یوازې په لږ تحریف د پخوانیو بدوي ټولنو د هغه سلوک او روې چې دوي به د ښځو د سپکاوۍ، د سامان په شان پېر او پلور یوه ماډرن نسخه ده.

هغه ښځه چې ډېره موده يې د بې عدالتي او ظلم لاندي ژوند تیر کړی دی، دخپلې اوږدې مبارزې له لارې هیڅکله نه غواړي چې د هغې وحشتناکې دراوزې نه وزی او بیرته همدېته ځاې ته د بلې ناوړه دراوزې له لارې را وګرځې.

۱۴۰۰کاله وړاندې چې اسلام راغی نو د ښځو په وړاندې دغیر عادلانه رویه او چلند په وړاندې چې په ښځو ظلم وو، رښتینی انقلاب راوسته،  د هغې د ژوند لپاره قوانین او تفصیلي احکام کیښودل تر څو یې د حقوقو او مقام ساتنه وکړي، په ښایسته طریقه دخپل ژوند پیغام او رسالت په عزت کې ادا کړي.

ښځو ته د درناوې له وجهې په قرآن کریم کې یو اوږد سورت چې د ښځو تفصیلېي احکام په کې دي دسورت (النساء) یعنی د ښځو سورت په نوم دي، بر سېره پردې قران کریم مونږ ته د څو نیکو ښځو کیسې  کړی، بلکی یو بل سورت يي د عیسی – علیه السلام- دمور مریم -علیه السلام- په نوم کړی دي.

اسلام ښځې ته د نظر هغه زاویه ته بدلون ورکړ، د ښځې نه یې د تجارتي سامان په ځای انسان جوړ کړ، د یو شپې په ځای  د ټول عمر ملګرې کړه، ژوند يي ورته  د شهوت پوره کیدو په ځای د سکون ترحم او مینې نه ډک کړ.

په داسې حال کې چې ځیني اجیر لیکوالان  اسلام په ښځه د ظلم، دهغې د حقوقو په نه مراعت کولو په تور تورنوي، او د دوي په خبره چې اسلام د وخت او تمدن د غوښتنو سر سمون نه خوري، خو مونږ بیا ګورو چې ۷۵٪سلنه نوې مسلمانان د بریطانیا په شان یو پر مختللی هیواد کې ښځې دي په ځانګړې توګه کله چې دوی د کورنۍ او فامیل په اړه د اسلام احکام او قوانین مطالعه کړی!(انډیپنډیت ورځپاڼه. INDEPENDET 6-11-2011)

د ښځو ته د درناوې احکامو ځینې بیلګې په لاندې ډول دي:

  • اسلام ښځو ته د میړه د انتخاب آزادي ور کړې ده، د ماشومانو دروزنې مسوولیت ډېره برخه د ښځې په غاړه ده، پیغمبر – علیه السلام- فرمایلی دی: “والمرأة راعية في بيت زوجها ومسؤولة عن رعيتها” (البخاري 853) ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده او دهغې څخه به پوښتنه کېږی.
  • اسلام د ښځې نوم او خپل پلار ته د نسبت عزت ساتلي دی، د واده وروسته يې نسبت بدلون نه مومی او د خپل پلار او خپلې کورنۍ سره تړاو پاتې کېږي.
  • اسلام د ژوند په مختلفو چارو کې د نارینه او ښځې تر منځ تعادل ساتلی دی، چې ټول مالي معاملات يي یوه برخه ده، پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم– فرمایلي دی: “النساء شقائق الرجال” (أبو داود 236) ښځې د نارینه وو خویندې دي.
  • اسلام په سړي د احسان پرته د هغو ښځو  چې په ده پورې تړلې دي لکه ښځه، مور او لور   لګښت او نفقه  فرض کړي ده.
  • اسلام ښځو ته په  میراث  کې د عادلانه تقسیم د لارې خپل حق ورکړی دی ، په ځینو حالاتو کې ښځه د نارینه مساوي  برخه اخلي، خو په نور ځایونو کې بیا د سړي سره په زیادت یا کمښت کې  د خپلوې او مالې لګښتونو ته په کتو یو څه توپیر لري. دا یو سرسري او لنډ نظر دی که یو څوک په میراث کې د ښځو برخه  په ځېنو ځایونو د نارینه څخه کمه ویني خو  بر عکس په سړي د الله دلورې هغه  فرض شوی مالې لګښتونو ته لکه په ښځه خرچه  نه  ګوري؛ ځکه اسلام یو جامع متوازن نظام دی چې یو اړخ په کې په  بل تیري نه کوي.
  • اسلام د هغو کمزورو ښځو چې څوک نه لري که څه هم د خپلوانو څخه نه وي د خدمت فضلیت او غوره والي بیان کړي دی او د هغوې په خدمت کې لا زیات کوشش کولو ته هڅونه کړې ده، او دا کار یې د الله په نزد  یو غوره کړنه یاده کړې ده، پیغمبر – علیه السلام- فرمایلي:« الساعي على الأرملة والمسكين كالمجاهد في سبيل الله، وكالقائم لا يفتر وكالصائم لا يفطر” (البخاري 5661). د کونډو او بې وزله  سره د همکار مثال د الله په لاره کې د مجاهد دې یا دهغه چاپه شان دي چې ولاړ وي او همېشه لمونځ کوی، او  یا روژه دار چې نه يي ماتوي.

هغه ښځې چې اسلام ورته ځانګرې  پاملرنه کړې ده:

مور: یو سړی پیغمبر – علیه السلام- ته راغی، او پوښتنه وکړه«من أحق الناس بحسن صحابتي؟ قال: “أمك”، قال ثم من؟ قال: “ثم أمك”، قال: ثم من؟ قال: “ثم أمك”، قال: ثم من؟ قال: “ثم أبوك” په خلکو کې څوک ډېر حقدار دی چې زه ورسره نېکې وکړم؟ هغه ځواب کې وویل: «ستا مور» ده وویل : نو بیا څوک؟ هغه وویل:«ستاسو مور» ده وویل: نو بیا څوک؟  هغه وویل: « ستاسو مور» ده وویل: نو بیا څوک؟  هغه وویل: « ستاسو پلار»  (البخاري 5626).

لور: پیغمبر اکرم – صلی الله علیه وسلم – فرمایلي دی:”من كان له ثلاث بنات فصبر عليهن، وأطعمهن، وسقاهن، وكساهن من جِدَتِه، كُنَّ له حجابًا من النار يوم القيامة” (ابن ماجه 3669). د چا چې درې لوڼې وې او په هغوې صبر وکړ، خواړه او اوبه يي ورته ورکړي، د خپل توان برابر جامې ورته واغوستي نو  د قیامت په ورځ به د اور څخه ډال او پرده وې» (ابن ماجه۳۶۶۹)

میرمن: د الله پیغمبر – صلی الله علیه وسلم – فرمایلي دي: “خيركم خيركم لأهله، وأنا خيركم لأهلي” (الترمذي 3895).«غوره په تاسو کې هغه څوک دي چې د خپلې میرمن سره ښه وي او زه د خپل کور والا سره ښه یم» (ترمذی ۳۸۹۵)

په اسلام کې د ښځې او نارینه تر منځ د کړکیچ  هیڅ ځای نشته دی:

په اسلام کې د دوه جنسونو (ښځه او نارینه) تر منځ د جګړې او  کړکیچ هیڅ ځای نشته دی، د دنیا لپاره سیالي بې مانا ده، په ښځې یا سړي باندې حمله او کمپاین کول او د هغوی کمزورتیاوې او نیمګړتیاوې  تعقیبول څه خوند نه لري.

ځکه څنګه انسان کولای شي چې خپلې نیمې برخه سره جنګ وکړې، او څنګه یو ورور د بل سره مبارزه وکړي، ښځه لکه چې خوږ پیغمبر  وايي د سړي خور او نیمه برخه ده، د دواړو تر منځ آړیکې یو بل پورې تړلې دي، په اسلامي ټولنه کې هر یو د بل کمښت بشپړوي.

قرآن کریم دا یووالې ډېر ښه انځور کړی الله فرمايي: {هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ} (البقرة: 187). [هغوى تاسو لپاره لباس (جامې) دي او تاسو د هغوى لپاره لباس (جامې) یئ]

سړی چې په ښځه کې کومه کمزورې په لومړي نظر ګوري دا ده ځواک هغه بل مخ دي چې سړی نه شی کولای او کورنۍ ورته اړتیا لري… او ښځه چې په سړی کې کوم نقصان  او کمښت ګوري ښايي د هغو امکاناتو یو مظهر وي چې ښځې سره نه ښایېږي، خو ژوند او ټولنه د هغې پرته نه سمېږي.

دا به بې معنا خبره وې چې الله د انسان د جنس لپاره دوه نوعه (نارینه او ښځه) پیدا کړي، او بیا دې دا خبره کېږي: چې دواړه نوعه دې په هر څه کې سره ورته او برابر وي.

کله چې ځینو نارینه و  ښځو ته د ورکړلی شوي حقوقو  ارزو وکړه، او ځینو ښځو سړو ته د ورکړلی شوی حقوقو  هیله وکړه، د قرآن کریم دا آیاتونه نازل شول الله ووايي: : {وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ} (النساء: 32) او د هغه شي ارزو مه كوئ چې په هغه سره الله ستاسو ځینې په ځینو نورو غوره ګرځولي دي، د سړيو لپاره د خپل عمل حصه ده او د ښځو لپاره د خپل عمل برخه ده او له الله نه د هغه د فضل سوال كوئ، بېشكه الله په هر شي ښه پوه دى. هر یو خپلې ځانګړې دندې لري، ټول  په خپل وار کوشش کوي چې د الله مهرباني او خوښي یې په نصیب شي، شریعت ځانله د نارینه لپاره نه دی، او نه ځانله د ښځو لپاره دی، بلکې شریعت د انسان، کورنۍ او اسلامی ټولنې لپاره راغلی دی.

یادونه: د قرآن کریم د آیاتونو ژباړه د محترم مفتی عبد الولي ده کومه چې په تنزیل ویبپاڼه کې خپره شوی ده 

Related Articles

Back to top button