نبوي سنتو ته د ژمنتیا ګټې او فايدې. ليکوال: لقمان حکيم حکمت
نبوي سنتو ته د ژمنتیا ګټې او فايدې. ليکوال: لقمان حکيم حکمت
نبوي سنتو ته د ژمنتیا ګټې او فايدې:
نبوي سنتونو ته عملي بڼه ورکول او په دوران حيات کې يې د توان په اندازه پلي کول ډېرې ګټې او فايدې لري، چې له جملې څخه يې ځينې دا دي:
لومړۍ ګټه: د الله پاک د مينې او محبت په مقام مشرف کېدل، ځکه په نوافلو لمونځونو او صدقاتو او د احسان په ګردو کارونو باندې انسان د الله مينه او محبت ګټلی شي.
امام ابن القيم رحمه الله په دې باب کې غريب او عجيب اسلوب لري، هغه وايي:
الله درسره تر هغه مينه او محبت نه لري ترڅو يې د رسول ظاهراً او باطناً پېروکار نه شې، هم رسول په خبرو کې تصديق کړې، او هم يې امر تمثيل کړې، دعوت يې ومنې، په مينه او خوشحالۍ يې پر ځان غوره او حقدار وبولې… که درپکې دا شته نه شې نو هلته ستون شه چې له کومه راغلی يې، له پلوشو بې برخې يې پلټنه يې وکړه.( مدارج السالکين: ۳ / ۳۷ )
دوهمه ګټه : د الله د معيت په مقام فايز کېدل، د تل لپاره به ورته الله پاک د خير د کارونو توفيق ورکوي او بدني غړي به يې هغو کارونو ته توندي کوي چې الله پاک راضي کوي.
دريمه ګټه : انسان ورباندې د مستجاب الدعوه تر مقام رسيږي.
څلورمه ګټه : نبوي سنتونو ته ژمنتيا په فرائضو کې د هغه خلل جبيره واقع کيږي چې له انسان څخه تکاسلاً په فرائضو کې وقوع ولري.
پنځمه ګټه : نبوي سنت پلي کول د انسان زړه ته د سعادت ژوند وربښي، زړه به يې د تل لپاره د الله د شعائرو په تعظيم ډک وي، د رب پروردګار پېروکاري به ورته خوند او مزه ورکوي.
شپږمه ګټه : نبوي سنتو ته په ژمنتيا سره انسان له ديني بدعتونو څخه خوندي پاتې کيږي.
او له شک پرته څوک چې د سنت په عملي بڼه کې تکاسل کوي نو فرائضو کې په عدم ادا به محکوم شي.
بايد څه وکړو؟
امام نووي رحمه الله وايي: که په فضائل اعمالو کې هر چا ته نبوي معلومات ورسيږي بايد ده چې عملي بڼه ورکړي که څه هم په ژوند کې يو ځل وي، ترڅو په دې سره د نبوي سنت له پلې کونکو څخه وشمېرل شي، په مطلقه توګه پرېښودل خو ورسره بيخي نه ښاييږي. ( الأذکار: ۱ / ۱۶ )
په نبوي سنتو پورې د ملنډو وهلو پايلې:
د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ابرو الله پاک خپله خوندي کړې ده، تحفظ يې هغه په خپله کوي، که نبوي سنتو ته په استهزاء چا ته عاجل عقوبت نه ورکوي الله به ورپکې خپل حکمتونه لري خو د نبوي سنتو په خدمت کې بلا ډېرو کتابونو هغه واقعات هم ذکر کړي دي چې الله پاک يې مستهزئين په عاجل عقوبت نيولي دي، غواړم چې دلته يې ځينې بېلګې په دې خاطر ذکر کړم چې په ياد جرم کې اخته خلک ترې په توبه او استغفار سره د الله په لور راوکوچيږي:
لومړۍ پېښه:
نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايي: [إِذَا تَوَضَّأَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْعَلْ فِي أَنْفِهِ، ثُمَّ لِيَنْثُرْ، وَمَنِ اسْتَجْمَرَ فَلْيُوتِرْ، وَإِذَا اسْتَيْقَظَ أَحَدُكُمْ مِنْ نَوْمِهِ فَلْيَغْسِلْ يَدَهُ قَبْلَ أَنْ يُدْخِلَهَا فِي وَضُوئِهِ، فَإِنَّ أَحَدَكُمْ لاَ يَدْرِي أَيْنَ بَاتَتْ يَدُهُ ] ( صحيح البخاري: ۱۶۲ )
ژباړه: په تاسو کې چې کله څوک اودس کوي نو پوزې ته دې اوبه واچوي او بيا دې سوڼ کړي، او که په کاڼو استنجا کوي نو په طاق کاڼو دې اودس وچ وکړي، او که تاسو کې څوک له خوب څخه راپورته شي نو مخکې له دې چې لاس د اودس په اوبو کې ننباسي بايد درې ځل دې ووينځي، ځکه تاسو کې هېڅ چا ته معلومات نشته چې لاس يې شپه چرته تېره کړې ده؟
امام نووي رحمه الله په بستان العارفين کې وايي:
يو ديني مبتدع دا روايت واورېد نو استهزاءً يې وويل: ما ته پته ده چې لاس مې شپه چرته تېره کړې ده، په بستره کې يې تېره کړې ده، نو له خوب څخه د سهار په مهال په داسې حالت کې راپورته شو چې لاس يې په مقعد کې ننوتی و. ( بستان العارفين: (۵۰)،چاپ: دار الريان للتراث).
دوهمه پېښه : امام نووي رحمه الله په نفس کتاب او صفحه کې بله واقعه ذکر کړې ده چې زکريا بن يحيی الساجي رحمه الله وايي: مونږ د بصرې په کوڅو کې د يو محدث کور ته د زدکړې لپاره روان و نو زه مزل کې توند شوم، د استهزاء په بڼه يو ټوکمار وويل: د ملائکانو له وزرو مو خپې پورته کړئ هسې نه ورله يې ماتې کړئ، نو ځای پر ځای يې خپې بې حرکته شوې او راوغورځېد. (المجالسة وجواهر العلم: (۵ / 294 )، د احمد بن مروان المالکي ليکنه. الرحلة فی طلب الحديث: (۸۵)، د ابوبکر الخطيب البغدادي ليکنه. مجموع رسائل ابن رجب الحنبلي: (۲ /۲۴۵۸) تحقيق: ابومصعب طلعت الحلواني)
دريمه پېښه : يو بل معتزلي چې همدا مذکور حديث يې واورېد، نو په پڼو کې يې ميخونه ټکل وهل چې غواړم ملائک په خپلو وزرو کې ټپيان او له خپو يې لاندې کړم، نو په خپو کې يې چينجي وشول. (المجالسة وجواهر العلم: (۵ / 294 )، د احمد بن مروان المالکي ليکنه)
څلورمه پېښه : امام نووي رحمه الله مزید ذکر کوي چې د شام بصرا په ښار کې په شپږ سوه پنځه شپېتم هجري کال کې يو سړی چې له اهل خير سره يې رويه بيخي ناکاره وه، يوه ورځ يې ځوی د عالم له مجلس څخه راروان و او مسواک يې په لاس کې و، پلار يې ورته کړه: ايا تا ته دې استاذ مسواک درکړ؟ مسواک ترې پلار واخست او د استحقار په خاطر يې د ځوی په مقعد کې ومنډه، وخت لا تېر نه و چې د سړي ځوی وشو شکل يې د سپي او ماهي ته يې ورته والی درلود، نو سړی راپورته شو او ځوی يې مړ کړ او دوه درې ورځې وروسته خپله هم مړ شو. (فیض القدير شرح جامع الصغير: ( ۱ / ۲۷۸ )، لومړی چاپ، المکتبة التجارية اللکبری مصر، ۱۳۵۶هـ)
پنځمه پېښه: ابن خلکان ذکر کوي چې په (۶۶۵) هجري کال کې د دمشق په بصرا ښار د (ديره ابي سلامه ) په نوم کلي کې يو سړي د مسواک اړوند دفضيلت حديث واورېد، نو ويويل: زه مسواک د خولې لپاره نه بلکې د مقعد لپاره يې استعمالوم ترڅو پاک شم، نو مسواک يې په کې د استهزاء او استحقار په خاطر کېښود، نو پر دغه شپه درد ونيو او تر نهو مياشتو يې درد دوام ولرو چې له خيټې او مخرج څخه يې د دردونو شکايت کو، خيټه يې لکه د حاملې ښځې په څېر وپړسېده، په نهمه مياشت يې داسې حيوان وږو چې سر يې د ماهي او څلور داړې يې لرلې، څلور يې ګوتې او د يوې لويشت په اندازه اوږده لکۍ يې درلوده، څلور يې ګوتې او د هوسۍ په څېر کوناټي يې لرل، نو لور يې پر حيوان ګوزارونه وکړل او پر سر يې ټپی او بيا مړ شو، درې يا دوه ورځې سړی ژوندی او بيا مړ شو، سړي به ويل: دغه حيوان راله خيټه او کولمې وشکولې(شذرات الذهب في أخبار من ذهب: ( ۷ / ۵۵۱ ). تحقيق محمود الأرنؤوط: لومړی چاپ: ۱۴۰۶هـ، دار ابن کثير ، دمشق ، بيروت).
دا او دېته ورته نور ډېر حکايات او واقعيتونه چې د نبوي حديث خادمانو په خپلو کتابونو کې په خپلو سندونو له امامانو څخه نقل کړي دي، عظیم درس ورکوي چې نبوي سنت د الله په وړاندې بې سارې مکانت او مقام لري، دلته مو له دې واقعيتونو له ذکر څخه موخه هم دا وه چې نبوي اداب او سنت بايد په تحقير او استهزاء سره استقبال نه شي، که يو څوک يې له عملي بڼې څخه ناتوانه وي نو خپل عجز دې الله ته وسيله کړي چې پرې ويې نه نيسي، نه دا چې د نبوي سنتو له اورېدو سره د مبتدعينو او يا نور کافرانو مستهزئينو په څېر هغه څه وکړي چې هم يې دنيا ړنګوي او هم يې اخرت بدرنګوي.