حدیثد حديثونو ژباړه

له ياده وتلي نبوي سنتونه. لومړي برخه . لقمان حکيم حکمت

له ياده وتلي نبوي سنتونه. لومړي برخه . لقمان حکيم حکمت

پښی ابله ګرځېدل:

۱ – : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُرَيْدَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ ( كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْمُرُنَا أَنْ نَحْتَفِيَ أَحْيَانًا ) [سنن ابي داود: ۴۱۶۰]

ژباړه: له عبدالله بن بريده رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کریم صلی الله عليه وسلم به مونږ ته کله ناکله امر کوو چې پښی ابله شو.

 

په درې ګوتو خوراک کول:

۲ – : عَنِ كَعْبِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: ( كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَأْكُلُ بِثَلَاثِ أَصَابِعَ، وَيَلْعَقُ يَدَهُ قَبْلَ أَنْ يَمْسَحَهَا ) [ صحيح مسلم: ۲۰۳۲]

ژباړه: له کعب بن مالک رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به په دريو ګوتو خوراک کو او ګوتې به يې له پاکولو نه مخکې په ژبه څټلې.

 

له خوب نه وروسته په سترګو لاس راښکل:

۳ – : عَنْ مَيْمُونَةَ زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَتْ: اسْتَيْقَظَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَجَلَسَ يَمْسَحُ النَّوْمَ عَنْ وَجْهِهِ بِيَدِه ) [ صحيح البخاري: ۱۸۳ ]

ژباړه: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم له بي بي ميمونې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له خوبه راپورته شو، کښېناست او بيا يې په لاس باندې له خپل مخ نه خوب مسح کو.

 

دتوبې لمونځ کول:

۴ – : عَنْ أَبِيْ بَكْرٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، أَنَّهُ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: [ مَا مِنْ عَبْدٍ يُذْنِبُ ذَنْبًا، فَيُحْسِنُ الطُّهُورَ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، ثُمَّ يَسْتَغْفِرُ اللَّهَ، إِلَّا غَفَرَ اللَّهُ لَه ) [ سنن ابي داود: ۱۵۲۱، صحيح الجامع: ۵۷۳۸ ]

ژباړه: له ابوبکر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دي ويل يې : هېڅ يو بنده ګناه نه کوي او بيا ښايسته اودس وکړي بيا پورته شي او دوه رکعته لمونځ وکړي او له الله څخه بخشش وغواړي مګر الله به ورته بخښنه وکړي.

 

له مجلس او لمونځ نه وروسته دعا

۵ – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ جَلَسَ فِي مَجْلِسٍ فَكَثُرَ فِيهِ لَغَطُهُ، فَقَالَ قَبْلَ أَنْ يَقُومَ مِنْ مَجْلِسِهِ ذَلِكَ: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ، إِلَّا غُفِرَ لَهُ مَا كَانَ فِي مَجْلِسِهِ ذَلِكَ ) [ جامع الترمذي: ۳۴۳۳]

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې په کوم مجلس کې کېني او د ګناه خبرې يې پکې ډېرې شي او له مجلس څخه د پاڅېدو نه مخکې دا ووايي: سبحانک اللهم… ای الله تالره پاکې ده او ثنا هم تا لره ده، زه د دې ګواهي کوم چې له تا پرته بل برحق معبود نشته، زه له تا نه بخشش غواړم او تا ته توبه اوباسم، مګر د مجلس ټوله ګناه به ورته وبښل شي.

 

عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا جَلَسَ مَجْلِسًا أَوْ صَلَّى تَكَلَّمَ بِكَلِمَاتٍ، فَسَأَلَتْهُ عَائِشَةُ عَنِ الْكَلِمَاتِ، فَقَالَ: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْك ) [ سنن النسائي: ۱۳۴۴]

ژباړه: له عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم چې به کله په مجلس کې کېناست او يا به يې لمونځ وکړ نو څه کلمات به يې ويل، نو عايشې رضي الله عنها ترې ددغې کلماتو پوښتنه وکړه، هغه ورته وويل: (سُبْحَانَكَ اللهم…)

 

د شپې له مخې د لوښو او کالو سر پټول

۶ – : عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، يَقُولُ: ( غَطُّوا الْإِنَاءَ، وَأَوْكُوا السِّقَاءَ، فَإِنَّ فِي السَّنَةِ لَيْلَةً يَنْزِلُ فِيهَا وَبَاءٌ، لَا يَمُرُّ بِإِنَاءٍ لَيْسَ عَلَيْهِ غِطَاءٌ، أَوْ سِقَاءٍ لَيْسَ عَلَيْهِ وِكَاءٌ، إِلَّا نَزَلَ فِيهِ مِنْ ذَلِكَ الْوَبَاء ) [ صحيح مسلم: ۲۰۱۴ ]

ژباړه: له جابر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه اورېدلي دي ويل يې: د شپې له مخې د لوښو سرونه پټ کړئ او مشکيزې مو وتړئ، په کال کې يوه شپه ده چې مرضونه پکې راښکته کيږي، په هېڅ لوښي نه تيريږي چې سر يې خلاص وي مګر له دغې وباڅخه ورته يو څه ورښکته شي.

 

د مسواک استعمالول

۷ – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ( لَوْلاَ أَنْ أَشُقَّ عَلَى أُمَّتِي أَوْ عَلَى النَّاسِ لَأَمَرْتُهُمْ بِالسِّوَاكِ مَعَ كُلِّ صَلاَةٍ ) [ صحيح البخاري: ۸۸۷ ]

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: که مې په امت باندې سختي نه راتله يا په خلکو سخته نه وه نو امر به مې ورته کړی و چې له هر لمونځ سره مسواک استعمال کړي.

 

له ننوتو مخکې درې ځله اجازه غوښتل:

۸ – : عَنْ أَبِيْ مُوْسَی أَشْعَرِيْ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ (الاِسْتِئْذَانُ ثَلاَثٌ، فَإِنْ أُذِنَ لَكَ، وَإِلاَّ فَارْجِعْ ) [ جامع الترمذي: ۲۶۹۰ ]

ژباړه:له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: اجازه درې ځل ده شي، که اجازت شي – نو ننوځه – ورنه بېرته ستون شه.

 

 

کورته د ننوتو او وتلو په مهال دوه رکعتونه لمونځ کول:

۹ – : عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّی  اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَال: ( إِذَا خَرجْتَ مِنْ مَنْزِلَكَ فَصَلِّ رَكْعَتَيْن تَمْنَعانِك مِنْ مَخْرجِ السُّوءِ، وَإِذَا دَخَلتَ إِلَى مَنْزِلِكَ فَصَلِّ رَكْعَتين تَمْنَعانِكَ مِنْ مَدْخَلِ السُّوءِ) [ سلسلة الأحاديث الصحيحة: 1323, أخبار الصلاة د عبدالغني المقدسي ليکنه: ۱۶، ۲۵، مسند البزار : ۸۵۶۷ ].

ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کله چې له کور څخه وځې نو دوه رکعته وکړه تا به له ناکاره وتنځای څخه وساتي، او چې کله کور ته ننوځې نو دوه رکعته وکړه تا به له ناکاره مدخل – ننوتون ځای – ځخه وساتي.

 

له مؤذن سره د اذان کلمات ويل:

۱۰ – : عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ: رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: ( مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ النِّدَاءَ: اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاَةِ القَائِمَةِ آتِ مُحَمَّدًا الوَسِيلَةَ وَالفَضِيلَةَ، وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ، حَلَّتْ لَهُ شَفَاعَتِي يَوْمَ القِيَامَةِ ) [ صحيح البخاري: ۶۱۴، ۴۷۱۹ ]

ژباړه:له جابر بن  عبدالله رضي الله عنهما نه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې اذان واوري او بيا ووايي: ای الله د دې پوره دعوتنامې او د دائمي لمونځ ربه! محمد صلی الله عليه وسلم ته لوړه مرتبه او غيرمنتهي لوړ منزلت ورکړه، او د شفاعت هغه مقام ته يې ورسوه چې تا يې ورسره وعده کړې ده، نو د دغه انسان لپاره به د قیامت په ورځ زما سفارش واجب او ثابت شي.

Related Articles

Back to top button