له ياده وتلي نبوي سنتونه. (دوهمه برخه ) لقمان حکيم حکمت
له ياده وتلي نبوي سنتونه. (دوهمه برخه ) لقمان حکيم حکمت
په ماشومانو سلام کول:
۱۱ – : عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ مَرَّ عَلَى غِلْمَانٍ فَسَلَّمَ عَلَيْهِمْ ) [ صحيح مسلم: ۲۱۶۸ ]
ژباړه:له انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت دي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په ماشومانو باندې تېرېده نو سلام يې پرې وکړ.
د پورته کېدو او ښکته کېدو اذکار:
۱۲ – : عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: [ كُنَّا إِذَا صَعِدْنَا كَبَّرْنَا، وَإِذَا نَزَلْنَا سَبَّحْنَا ) [ صحيح البخاري:۲۹۹۳ ]
ژباړه:له جابر بن عبدالله رضي الله عنهما نه روايت دي چې کله به مونږ پورته ختلو نو الله اکبر به مو ويل، او چې په ښکته به کوزېدو نو سبحان الله به مو ويل.
په پېژندګلو او نه پېژندګلو ټولو باندې سلام کول:
۱۳ – : عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَجُلًا سَأَلَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ الْإِسْلَامِ خَيْرٌ؟ قَالَ: «تُطْعِمُ الطَّعَامَ وَتَقْرَأُ السَّلَامَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ، وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ ) [ سنن ابي داود: ۵۰۰۰ ]
ژباړه: له عبدالله بن عمرو رضي الله عنه نه روايت دی چې يو سړي له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وکړه چې داسلام کوم خصلت ډېر غوره دی؟ هغه ورته وويل: دا چې چا ته خواړه ورکړې او پر هغه چا سلام وکړې چې يې پېژنې او که يې نه پېژنې.
په ناسته باندې اوبه څښل:
۱۴ – :عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، [ أَنَّهُ نَهَى أَنْ يَشْرَبَ الرَّجُلُ قَائِمًا»، قَالَ قَتَادَةُ: فَقُلْنَا فَالْأَكْلُ، فَقَالَ: «ذَاكَ أَشَرُّ أَوْ أَخْبَثُ ) [ صحيح مسلم: ۲۰۲۴ ]
له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم په ولاړه باندې له اوبو څښلو نه منعه کړې ده، قتاده وايي مونږ انس رضي الله عنه ته وويل: او په ولاړه خوراک کول؟ هغه وويل: دا خو بيخي ډېر بې خيره او يا ډېر پليت کار دی.
په لمونځ کې د وسوسې په مهال کيڼ لورې ته توکاڼې
۱۵ – : عَنْ أَبِي الْعَلَاءِ، أَنَّ عُثْمَانَ بْنَ أَبِي الْعَاصِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَتَى النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّ الشَّيْطَانَ قَدْ حَالَ بَيْنِي وَبَيْنَ صَلَاتِي وَقِرَاءَتِي يَلْبِسُهَا عَلَيَّ، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «ذَاكَ شَيْطَانٌ يُقَالُ لَهُ خَنْزَبٌ، فَإِذَا أَحْسَسْتَهُ فَتَعَوَّذْ بِاللهِ مِنْهُ، وَاتْفِلْ عَلَى يَسَارِكَ ثَلَاثًا» قَالَ: فَفَعَلْتُ ذَلِكَ فَأَذْهَبَهُ اللهُ عَنِّي ) [ صحيح مسلم: ۲۲۰۳ ]
ژباړه: ابوالعلاء وايي چې عثمان بن ابي العاص رضي الله عنه نبي صلی الله عليه وسلم ته راغی او ورته يې وويل: ای دالله رسوله! شيطان زما او د لمونځ په منځ کې مانع واقع کيږي لمونځ او قرائت راباندې ګډوډوي، رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: دغه شيطان ته خنزب ويل کيږي، چې کله ترې څه محسوس کړې نو الله پورې ترې پناه ونيسه او خپل کيڼ لورې ته درې ځل توکاڼې واچوه، عثمان وايي: ما همدغه شان وکړل نو الله پاک رانه شيطان وتښتو.
د خوب په مهال اودس کول:
۱۶ – : عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قال قَالَ رسُوْلُ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ( طهروا هذه الأجساد طهركم الله فإنه ليس عبد يبيت طاهرا إلا بات معه ملك في شعاره لا ينقلب ساعة من الليل إلا قال: اللهم اغفر لعبدك فإنه بات طاهرا ) [ صحيح الجامع الصغير: ۳۹۳۶ ]
ژباړه: له ابن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: الله دې تاسو پاک کړي خپل بدنونو مو پاک وساتئ، هېڅ انسان خپله شپه په طهارت کې نه تيروي مګر ملائک يې ورسره په جامه کې شپه تېره کړي او د شپې هېڅ وخت په ډډه نه اوړي مګر ملائک وايي: ای الله ستا دې بنده ته بخشش وکړه ځکه ده شپه په طهارت کې تېره کړه.
له مسلمان سره خندل:
۱۷ – : عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ لِيَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا، وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ بِوَجْهٍ طَلْقٍ ) [ صحيح مسلم: ۲۶۲۶ ]
ژباړه: له ابو ذر رضي الله عنه نه روايت دی چې ما ته نبي صلی الله عليه وسلم وويل: د خېر هېڅ کار کم او سپک مه ګڼه، که څه هم د خپل مسلمان ورور سره په ورين تندې ملاقات ولې نه وي.
په پڼو کې لمونځ کول:
۱۸ – : عَنْ شَدَّادِ بْنِ أَوْسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «خَالِفُوا الْيَهُودَ فَإِنَّهُمْ لَا يُصَلُّونَ فِي نِعَالِهِمْ، وَلَا خِفَافِهِمْ ) [ سنن ابي داود: ۶۵۲ ]
ژباړه: له شداد بن اوس رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: له يهودانو سره مخالفت وکړئ، هغوی په خپلو پېزارونو او بوټانو کې لمونځ نه کوي – مطلب تاسو ورپکې لمونځونه وکړئ.