له ياده وتلي نبوي سنتونه ( دريمه برخه ) لقمان حکيم حکمت
له ياده وتلي نبوي سنتونه ( دريمه برخه ) لقمان حکيم حکمت
په خواړو عيبونه نه ګول:
۱۹ – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: ( مَا عَابَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ طَعَامًا قَطُّ، إِنِ اشْتَهَاهُ أَكَلَهُ، وَإِنْ كَرِهَهُ تَرَكَهُ ) [ صحيح البخاري: ۵۴۰۹، صحيح مسلم: ۲۰۶۴ ]
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم هېڅکله په خواړو باندې عيب نه دی لګولی، که به يې ورته زړه وشو خوړل به یې او که به يې ورته زړه ونه شو نو پرېښوده به يې.
له اذان نه وروسته دعا ويل:
۲۰ – : عَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنْ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: ( مَنْ قَالَ حِينَ يَسْمَعُ الْمُؤَذِّنَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُولُهُ، رَضِيتُ بِاللهِ رَبًّا وَبِمُحَمَّدٍ رَسُولًا، وَبِالْإِسْلَامِ دِينًا، غُفِرَ لَهُ ذَنْبُه ) [ صحيح مسلم: ۳۸۶ ، صحيح الجامع: ۶۴۲۲]
ژباړه: له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې له مؤذن څخه ( اذان ) واوري او بيا ووايي: أشهد… زه د دې ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل برحق معبود نشته هغه يواځې دی هېڅ شريک نه لري او محمد صلی الله عليه وسلم د هغه بنده او حق استازی دی، په الله باندې د رب په توګه، او په محمد صلی الله عليه وسلم باندې د اسماني استازي په توګه او په اسلام باندې د دين په توګه خوشحاله يم ، نو ټول ګناهونه به ورته وبښل شي.
له خوب نه مخکې سورت اخلاص او معوذتين لوستل:
۲۱ – : عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا ( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا أَوَى إِلَى فِرَاشِهِ كُلَّ لَيْلَةٍ جَمَعَ كَفَّيْهِ، ثُمَّ نَفَثَ فِيهِمَا فَقَرَأَ فِيهِمَا: قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ وَقُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الفَلَقِ وَقُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ، ثُمَّ يَمْسَحُ بِهِمَا مَا اسْتَطَاعَ مِنْ جَسَدِهِ، يَبْدَأُ بِهِمَا عَلَى رَأْسِهِ وَوَجْهِهِ وَمَا أَقْبَلَ مِنْ جَسَدِهِ يَفْعَلُ ذَلِكَ ثَلاَثَ مَرَّاتٍ ) [ صحيح البخاري: ۵۰۱۷ ]
ژباړه: له عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم چې به کله هم هره شپه خپلې بسترې ته راغی خپل لاسونه به يې لپه کړل، کوپ به يې پکې وکړل او قل هو الله احد، قل اعوذ برب الفلق، قل أعوذ برب الناس به يې په کې ولوستل او چې د بدن ترکومه به يې لاس رسېده پر هغه ځای به يې راښکو، له سر او مخ او د بدن له مخامخ نه به يې شروع وکړه تول بدن به يې مسح کړ، درې ځل به يې دا کار کو.
د څاښت لمونځ کول:
۲۲ – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: ( أَوْصَانِي خَلِيلِي بِثَلاَثٍ لاَ أَدَعُهُنَّ حَتَّى أَمُوتَ: «صَوْمِ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ مِنْ كُلِّ شَهْرٍ، وَصَلاَةِ الضُّحَى، وَنَوْمٍ عَلَى وِتْرٍ ) [ صحيح البخاري: ۱۱۷۸]
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې ما ته مې دوست په درې شیانو وصيت کړی دی چې تر مرګه به يې نه پرېږدم: له هرې مياشت څخه درې ورخې روژه نېول، د څاښت لمونځ او له ويده کېدو نه مخکې وتر کول.
د غسل په مهال لومړی اودس کول:
۲۳ – : عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا، ( أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا اغْتَسَلَ مِنَ الْجَنَابَةِ بَدَأَ فَغَسَلَ يَدَيْهِ، ثُمَّ تَوَضَّأَ كَمَا يَتَوَضَّأُ لِلصَّلَاةِ، ثُمَّ يُدْخِلُ أَصَابِعَهُ الْمَاءَ فَيُخَلِّلُ بِهَا أُصُولَ شَعْرِهِ، ثُمَّ يَصُبُّ عَلَى رَأْسِهِ ثَلَاثَ غُرَفٍ، ثُمَّ يُفِيضُ الْمَاءَ عَلَى جَسَدِهِ كُلِّه ) [ سنن النسائي: ۲۴۷ ]
ژباړه: له عايشې رضي الله عنها نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم به کله هم له جنابت څخه غسل کول، نو شروع به يې وکړه او لاسونه به يې ووينخل، بيا به يې لکه د لمونځ لپاره اودس وکړ، بيا به يې اوبو ته ګوتې ورښکته کړې او د وېښتانو بيخونه به يې پرې لانده کړل، بيا به يې په سر باندې درې لپې اوبه واچولې، بیا به يې په ټول بدن اوبه واړولې .
د نويو کاليو ( جامو ) په وخت کې دعا:
۲۴ – : عَنْ أَبِي سَعِيدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ ( كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا اسْتَجَدَّ ثَوْبًا سَمَّاهُ بِاسْمِهِ، عِمَامَةً، أَوْ قَمِيصًا، أَوْ رِدَاءً، ثُمَّ يَقُولُ: «اللَّهُمَّ لَكَ الحَمْدُ أَنْتَ كَسَوْتَنِيهِ، أَسْأَلُكَ خَيْرَهُ وَخَيْرَ مَا صُنِعَ لَهُ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ شَرِّهِ وَشَرِّ مَا صُنِعَ لَهُ ) [ جامع الترمذي: ۱۷۶۷ ]
ژباړه: له ابوسعيد خدري رضي الله عنه نه روایت دی چې کله به رسول الله صلی الله عليه وسلم نوی کالي واچول نو نوم به يې ورله ياد کړ چې پټکی، يا کميس او څادر بيا به يې وويل: اللهم… ای الله! ستا لپاره ډېرې ثناګانې دي چې تا راته دا پوښاک راواغوندو، له تا څخه د دې پوښاک خير غواړم او هغه خير درنه غواړم چې دا پوښاک يې له کبله جوړ شوی دی، او تا پورې د دې پوښاک له شر نه پناه غواړم او له هغې شر نه درپورې پناه غواړم چې دا پوښاک يې له کبله جوړ شوی دی.