د اهل سنت والجماعت ځانګړتياوې، ژباړه: انديال ساپى
د اهل سنت والجماعت ځانګړتياوې، ليکنه:د/ ناصر بن عبد الکريم العقل، ژباړه: انديال ساپى
د اهل سنت والجماعت ځانګړتياوې او نښې
اهل سنت والجماعت نجات موندونکى او بريلۍ ډله ده، پخپلو کې له تفاوت سربيره بيا هم ځينې داسې ځانګړنې او نښې لري چې له نورو څخه يې جلا کوي:
(1) قران او سنتو ته ځانګړي پاملرنه:
د قران کريم په ﺯدکړه، تلاوت او تفسير اهتمام کول، همدا رنګه د حديثونو معرفت، پوهې او د سم ناسم توپير کولو ته پاملرنه کول، خو سره لدې د علم سره د عمل مل کول.
(2) په بشپړه توګه په اسلام کې ورننوتل او په ټول قران ايمان لرل، اهل سنت والجماعت د وعد(ژمنې) او وعيد(ويرې)، د اثبات او تنزيه(پاکى) په ټولو نصوصو ايمان لري، د الله تعالى په تقدير ايمان لرل او د بنده اراده، خوښه او کړنه يوځاى کوي، لکه څرنګه چې علم او عبادت، قوت او رحمت، د اسبابو استعمال او ﺯهد يوځاى کوي.
(3) د قران او سنتو تابعدارى کول، د بدعاتو پريښودل، په دين کې ډله باﺯي او اختلاف شاته پريښودل.
(4) د عادلو او پر سمه لار روانو امامانو پيروى کول، په علم، عمل او دعوت کې صحابه کرام او د هغوى په تګلاره روان خپل پيشوايان او الګو ګرځول او له هغه خلکو ډډه کول چې دوى د تګلارې مخالف وي.
(5) مينځ لاريتوب، اهل سنت والجماعت په عقيده پوهنه کې د غلو کوونکو او تفريط کوونکو ډلو ترمنځ دي، همدا رنګه په سلوکو او اعمالو کې هم د افراط او تفريط کوونکو ترمنځ دي.
(6) د حق په کلمه باندې مسلمانانو د راټولولو، په توحيد او اتباع باندې هغوى د صفونو د يو کولو حرص لرل، د ټولو هغه اسبابو څخه جلا کيدل چې د دوى ترمنځ د شخړې او اختلاف لامل ګرځي.
لدې ځايه د اهل سنت والجماعت د نوم پرته د دين په اصول کې په امت امتياﺯ نه لري، د اسلام او سنت له اړيکې پرته له چا سره دوستى او دښمنى نه کوي.
(7) د الله تعالى لور ته دعوت کول، امر بالمعروف او نهى عن المنکر کول، جهاد کول، د سنتو راژوندى کول، دين د تجديد لپاره کار کول، په هره وړه او لويه چاره کې الله تعالى د شريعت او حکم پلى کول.
(8) د عدل او انصاف مراعتول: دوى د الله تعالى حق مراعتوي نه د خپل ځان او ډلې، لدې امله د چا په دوستۍ کې غلو نه کوي او په دښمنۍ کې يې تجاوﺯ او ظلم نه کوي، او نه د فضليت څښتن د فضليت څخه انکار کوي که هغه هر څوک وى.
(9) ښارونو د لېروالى او وختونو د جلاوالى سره سره بيا هم په فهم او تعبير کې موافقت او په موقفونو کې ورتوالى، چې دا د واحد مصدر او سرچينه څخه د دين اخستلو ثمره ده.
(10) د ټولو خلکو سره ښيګړه، شفقت او ښه اخلاق کول.
(11) د الله تعالى، هغه د کتاب او استاﺯي – رسول صلي الله عليه وسلم-، مسلمانانو د امامانو او عامو مسلمانانو لپاره نصيحت کول.
(12) د مسلمانانو چارو او مرستې ته پاملرنه کول، د هغوى حقوق اداء کول، او ترې خپل ضرر ايسارول.