حدیثد حديثونو ژباړه

له ياده وتلي نبوي سنتونه (پنځمه برخه ) لقمان حکيم حکمت

له ياده وتلي نبوي سنتونه (پنځمه برخه ) لقمان حکيم حکمت

د پرکالۍ يا ستړيا په وخت کې په ناسته لمونځ کول:

۳۶ – : عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: دَخَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَإِذَا حَبْلٌ مَمْدُودٌ بَيْنَ السَّارِيَتَيْنِ، فَقَالَ: «مَا هَذَا الحَبْلُ؟» قَالُوا: هَذَا حَبْلٌ لِزَيْنَبَ فَإِذَا فَتَرَتْ تَعَلَّقَتْ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لاَ حُلُّوهُ لِيُصَلِّ أَحَدُكُمْ نَشَاطَهُ، فَإِذَا فَتَرَ فَلْيَقْعُد ) [ صحيح البخاري: ۱۱۵۰ ]

ژباړه: له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم ( کور ته ) ننوت نو د دوو ستنو ترمنځ يې ځړېدلې رسۍ ( پړی ) وليده، وېويل: دا د څه شي رسۍ ده؟ هغوی ورته وويل: دا د زينب رضي الله عنها رسۍ ده جې کله په لمونځ ستړي شي نو ځان ورپورې وتړي، نو نبي صلی الله عليه وسلم وويل: نا، رسۍ پرانيزئ، په تاسو کې دې هر څوک دومره عبادت وکړي چې څومره بېدار وي، خو چې ستړی شيبايد کيني.

 

غائبانه کې مسلمان ورور ته دعا کول:

37 – : عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ( مَا مِنْ عَبْدٍ مُسْلِمٍ يَدْعُو لِأَخِيهِ بِظَهْرِ الْغَيْبِ، إِلَّا قَالَ الْمَلَكُ: وَلَكَ بِمِثْلٍ ) [ صحيح مسلم: ۲۷۳۲، صحيح الجامع: ۵۷۳۷ ]

ژباړه: له ابودرداء رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: هېڅ مسلمان نشته چې د خپل ورور لپاره غائبانه دعاګانې کوي مګر ملائک وايي چې ستا دې هم دغومره اجر وشي.

 

د شکر سجده کول:

۳۸ – : عَنْ أَبِي بَكْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ كَانَ ( إِذَا جَاءَهُ أَمْرُ سُرُورٍ أَوْ بُشِّرَ بِهِ خَرَّ سَاجِدًا شَاكِرًا لِلَّه ) [ سنن ابي داود: ۲۷۷۴ ]

ژباړه: له ابوبکره رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم ته چې به کله د خوشحالۍ څه شی راغلل يا به پرې د خوشحالۍ زيری وشو نو الله ته به د شکر په حالت کې په سجده باندې پرېوت.

ډېر استغفار ويل:

۳۹ – : عَنِ الْأَغَرِّ الْمُزَنِيِّ، وَكَانَتْ لَهُ صُحْبَةٌ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «إِنَّهُ لَيُغَانُ عَلَى قَلْبِي، وَإِنِّي لَأَسْتَغْفِرُ اللهَ، فِي الْيَوْمِ مِائَةَ مَرَّة ) [ صحيح مسلم: ۱۵۱۵ ]

ژباړه: له اغر مزني رضي الله عنه چې صحابی دی ورڅخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: زما پر زړه باندې هم غفلت راځي او زه په ورځ کې له الله څخه سل ځله بخشش غواړم.

 

د باران راښکته کېدو په مهال باران ته ودرېدل:

۴۰ – : عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: أَصَابَنَا وَنَحْنُ مَعَ رَسُولِ اللَّهِ صلّى الله عليه وسلم مَطَرٌ فَخَرَجَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَحَسَرَ ثَوْبَهُ عَنْهُ حَتَّى أَصَابَهُ، فَقُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، لِمَ صَنَعْتَ هَذَا؟ قَالَ: «لِأَنَّهُ حَدِيثُ عَهْدٍ بِرَبِّه ) [ سنن ابي داود: ۵۱۰۰]

له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې مونږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره و او باران راباندې راښکته شو، له ځان نه يې کپړه پورته کړه تر دې چې باران پرې وشو، مونږ ورته وويل: د الله رسوله! دا دې ولې وکړل؟ هغه وويل: ځکه چې دا تازه د الله له خوا نه راغی.

 

لويدلی خڅوګی پاکول او خوړل

۴۱ – : عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ إِذَا أَكَلَ طَعَامًا لَعِقَ أَصَابِعَهُ الثَّلَاثَ، وَقَالَ: «إِذَا مَا وَقَعَتْ لُقْمَةُ أَحَدِكُمْ فَلْيُمِطْ عَنْهَا الأَذَى وَلْيَأْكُلْهَا، وَلَا يَدَعْهَا لِلشَّيْطَانِ، وَأَمَرَنَا أَنْ نَسْلِتَ الصَّحْفَةَ»، وَقَالَ: «إِنَّكُمْ لَا تَدْرُونَ فِي أَيِّ طَعَامِكُمُ البَرَكَة ) [ جامع الترمذي: 1803 ]

ژباړه: له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم به کله خواړه وخوړل نو درېواړه ګوتې به يې وڅټلې،اوويل به يې: کله چې تاسو کې له چا څخه مړۍ ولويږي نو ګندګي دې ترې پاکه کړي او ودې خوري خو شيطان ته دې نه پرېږدي، او په دې يې هم مونږ ته امر کړی دی چې لوښی وڅټو، او ويل به يې: تاسو ته ددې پته نشته چې برکت مو د خوراک په کومه برخه کې دی.

Related Articles

Back to top button