عبادات

کوچنى عمل او ستر ثواب (نهمه برخه) ترتيب او ژباړه: انديال ساپى

کوچنى عمل او ستر ثواب (نهمه برخه) راټولونه: عبد الله بن محمد السدحان ترتيب او ژباړه: انديال ساپى

نهمه برخه: دصبر او جهاد کولو فضيلت:

(۱) که څوک غواړی چې الله تعالی ورته په کار کې سختی اسانه کړی:

یوه ورځ فاطمه رضي الله عنها د نبي صلی الله علیه وسلم نه د خادم غوښتنه وکړه رسول صلی الله علیه وسلم فاطمې او علی رضی الله عنهما دواړو ته وفرمایل:«أَلَا أُعَلِّمُكُمَا خَيْرًا مِمَّا سَأَلْتُمَا إِذَا أَخَذْتُمَا مَضْاجِعَكُمَا أَنْ تُكَبِّرَا اللَّهَ أَرْبَعًا وَثَلَاثِينَ وَتُسَبِّحَا ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ وَتَحْمَدَاهُ ثَلَاثًا وَثَلَاثِينَ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمَا مِنْ خَادِمٍ».

ژباړه: ایا تاسو ته هغه څه نه درښایم چې هغه ډیر غوره دي د هغه څه نه چې تاسو یې غوښتنه کړي؟کله چې د خپل خوب ځای کې اړخونه ولګوی نو (۳۴)ځلې الله اکبر ووایې، (۳۳) ځلې سبحان الله ووایي او(۳۳)ځلې الحمد الله ووایي دا ستاسې لپاره د خدمت ګار نه غوره دي.

(۲) په سختۍ او تکلیفونو باندې د صبر کولو ثواب:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمايى: «مَا يُصِيبُ الْمُسْلِمَ مِنْ نَصَبٍ، وَلَا وَصَبٍ، وَلَّاهَمٍّ، وَلَا حَزَنٍ، وَلَا أَذًى، وَلَا غَمٍّ، حَتَّى الشَّوْكَةُ يُشَاكُهَا، إِلَّا كَفَّرَ اللَّهُ بِهَا مِنْ خَطَايَاهُ».

ژباړه: یو مسلمان ته ستړتیا، پریشاني، خفګان،  زیان او غم نه رسي، تر دې چې اغزى یې په خپه کې لاړ شي مګر دا چې الله جل جلاله به يې پدې سره ګناهونه ورژوي.

(۳) د الله جل جلاله له ویرې د یو کار پریښودلو اجر:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «إِنَّكَ لَنْ تَدَعَ شَيْئًا اتِّقَاءً لِلَّهِ إِلَّا أَعْطَاكَ اللَّهُ خَيْرًا مِنْهُ».

ژباړه: یقینا ته د الله تعالی له ویرې کوم شی نه پریږدي مګر دا چې الله تعالی به درته د هغې غوره درکړي.

(۴) د ژبی او شرمګاه د ساتنې ثواب:

نبي صلی الله علیه وسلم فرمایې: «مَنْ يَضْمَنْ لِي مَا بَيْنَ لَحْيَيْهِ وَمَا بَيْنَ رِجْلَيْهِ أَضْمَنْ لَهُ الْجَنَّةَ».

ژباړه: څوک چې ماته د هغه څه ضمانت راکړی چې د دو ژامو او خپو ترمنځ دي(ژبه او شرمګاه) نو زه به ورله د جنت ته ضمانت وکړم.

(۵) الله جل جلاله نه د ریښتنې شهادت غوښتلو اجر:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلې دی: «مَنْ سَأَلَ اللَّهَ الشَّهَادَةَ بِصِدْقٍ، بَلَّغَهُ اللَّهُ مَنَازِلَ الشُّهَدَاءِ، وَإِنْ مَاتَ عَلَى فِرَاشِهِ».

ژباړه:«څوک چې الله تعالی نه په ریښتنې د شهادت سوال وکړي الله جل جلاله به یې د شهیدانو مقام ته ورسوي اګر که پخپله بستره کې هم مړ شي.

(۶) د الله جل جلاله په لاره کې د څوکۍ کولو ثواب:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایى:«رِبَاطُ يَوْمٍ فِي سَبِيلِ اللهِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا، وَمَوْضِعُ سَوْطِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا عَلَيْهَا».

ژباړه:« د الله جل جلاله په لاره کې یوه ورځ څوکۍ د دنیا او څه چې په دنیا کې دي له هغې غوره ده،په جنت کې ستاسې د  لښتی (چوکی) په اندازه ځای له دنیا او څه چې په دنیا کې دي له هغې غوره دی.

(۷) د الله تعالی له ویرې د ژړلو اجر:

رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:« عَيْنَانِ لَا تَمَسُّهُمَا النَّارُ: عَيْنٌ بَكَتْ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ، وَعَيْنٌ بَاتَتْ تَحْرُسُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ».

ژباړه:«دوه سترګې دي چې هغې ته اور نه رسي، یوه هغه سترګه ده چې د الله تعالی له ویرې ژاړي او بله هغه سترګه ده چې د الله جل جلاله په لار کې څوکۍ کوي.

دوام لري…

Related Articles

Back to top button