ممدوح اخلاق

كوچنى عمل او ستر ثواب (لسمه برخه)، ژباړه او ترتيب: انديال ساپى

كوچنى عمل او ستر ثواب (لسمه برخه) راټولونه:محمد بن عبد الله السدحان ژباړه او ترتيب: انديال ساپى

لسمه برخه: د خپلوۍ پاللو فضیلت:
 
(۱) خاوند د خوشحاله ساتلو اجر:
نبي صلی الله علیه وسلم فرمایي:«أَيُّمَا امْرَأَةٍ مَاتَتْ، وَزَوْجُهَا عَنْهَا رَاضٍ، دَخَلَتِ الْجَنَّةَ».
ژباړه:هره ښځه چې وفات شي او خاوند ترې راضي وي، جنت ته به ننوځي.
(۲) لوڼو د روزنې او پالنې ثواب:
رسول صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي:«مَنِ ابْتُلِيَ مِنَ الْبَنَاتِ بِشَيْءٍ، فَأَحْسَنَ إِلَيْهِنَّ، كُنَّ لَهُ سِتْرًا مِنَ النَّارِ».
ژباړه: څوک چې د لوڼو څخه په څه ازمیښت شي، له هغوی سره احسان او ښه رویه وکړي دا به یې له اور څخه پرده شي.
(۳) خپلوۍ د پاللو ثواب:
 رسول صلي الله علیه وسلم فرمایلي دي:«مَنْ سَرَّهُ أَنْ يُبْسَطَ لَهُ فِي رِزْقِهِ، وَأَنْ يُنْسَأَ لَهُ فِي أَثَرِهِ، فَلْيَصِلْ رَحِمَهُ».
ژباړه: که څوک خوښه ګڼي چې رزق يې پراخه شي او عمر یې زیات شي نو خپلوي دی وپالي.
دوام لري…
Back to top button