عقيده

د جماعت او امامت په اړه د اهل سنت والجماعت تګلاره، ژباړه: انديال ساپى

د جماعت او امامت په اړه د اهل سنت والجماعت تګلاره، ليکنه:د/ ناصر بن عبد الکريم العقل ژباړه: انديال ساپى

د جماعت او امامت په اړه د اهل سنت والجماعت تګلارې لنډيز

(1) پدې باب کې له جماعت څخه مراد د نبي صلي الله عليه وسلم ملګري، په نيکيو کې د هغوى پېروان او د قيامت تر ورځې پورې د دوى په اثارو منګوولې کلکوونکي دي، چې هغه نجات موندوونکي او بريالۍ ډله (الفرقة الناجية)ده.
هر څوک چې د هغوى تګلارې ته ژمن وي د دې جماعت څخه شميرل کيږي، که څه هم په ځينو جزياتو کې خطاوتى وي.

(2) په دين کې جلاولى( ډله باﺯې) او د مسلمانانو ترمنځ فتنه اچول روا ندې، په هغه څه کې چې مسلمانان اختلاف لري قران کريم، نبوي سنتو او د سلفو صالحينو تګلارې ته يې ستنول واجب دي.

(3) څوک چې د مسلمانانو له جماعت څخه ووځي هغه ته نصيحت، دعوت او ورسره په سمه توګه بحث کول او دليل پرې قائمول واجب دي، که ويې نه مني بيا ورته هغه سزا ورکول کيږي چې شرعا يې وړ وي.

(4) يقينا په هغه ټکو د خلکو پابندول واجب دي چې په قران، سنت او اجماع ثابت وي، په باريکو امورو او ژورو معناګانو باندې د خلکو امتحانول روا ندي.

(5) په ټولو مسلمانانو کې د عقيدې او ارادې سلامتيا اصل دى تر څو چې يې خلاف څرګندونه وکړي، او په خبرو کې يې اصل په ښه شکل اخستل دي، خو څوک چې خپل ضد او ناوړه اراده ښکاره کړي دهغه په تاويلاتو کې تکلف کول ناروا دي.

(6) قبلې ته مخ کوونکې ډلې چې د سنتو له لار وتلې دې ورسره د اور او هلاکت ژمنه شوي، د دوى حکم د عامو ويرول شوو(اهل وعيد) په څير دى، مګر هغه څوک چې له دوى څخه په پټه کافر وي.
او هغه ډلې چې له اسلام څخه وتلې دې په مجمل ډول کافران دي، او حکم يې د مرتدينو په څير دي.

(7) د جمعې او جماعت لمونځ د اسلام له سترو او ښکاره شعائرو څخه دي، د مسلمانانو څخه د هغه چې تر شاه لمونځ کول صحيح دي چې حالت يې معلوم نوي(مجهول الحال)، پدې دعوې د چا تر شاه لمونځ پريښودل چې حالت يې پټ دى بدعت دى.

(8) د هغه چا تر شاه(په امامت کې) لمونځ کول روا ندي چې خپل بدعت او ګناهونه ښکاره کوي تر څو چې د بل چا تر شاه لمونځ کول ممکن وي، کچېرته لمونځ وشو نو سم دى خو لمونځ کونکى ګناهګار دى مګر دا چې د ستر فساد دفع کول يې قصد وي، که بل څوک نه مومي مګر دا چې د ده په څير وي يا له ده څخه يې شر لا ډير وي نو بيا يې تر شاه لمونځ کول جائز دي خو د لمونځ پرپښودل روا ندي.
په چا باندې چې د کفر حکم وکړاى شي نو تر شاه يې لمونځ کول ناروا دي.

(9) لوى امامات(خلافت او سلطنت) د امت پر اجماع او يا د اهل الحل والعقد په بيعت ثابتيږي، که څوک برلاسى شي او خبره پرې راټوله شې په نيکيو کې پيروي او ورته نصيحت واجب دى، او تر هغې پورې راوتل ناروا دي ترڅو چې ترې ښکاره کفر نوې صادر شوى چې په هغې کې د الله تعالى له لورې دليل شتون لري.

(10) د مسلمانانو له امامانو سره لمونځ، حج او جهاد کول
واجب دي که څه هم ظلم کوي.

(11) د مسلمانانو ترمنځ په دنيا او جاهلې دريځ باندې جګړه کول حرام دي او هم له کبيره ګناهونو څخه دي، د بدعتيانو، باغيانو او ورته خلکو په وړاندې جګړه کول روا دي که د دې ښکته په بل څه يې مخه نيول ممکن نوي، خو کله به د حالت او مصلحت په غوښتنه واجب ګرځي.

(12) صحابه کرام ټول عادلان او د دې امت غوره خلک دي، د دوى په ايمان او فضيلت ګواهي ورکول يو قطعي اصل دى چې له دين څخه اړين پېژندل شوى، د دوى سره محبت کول دين او ايمان دى او ورسره کينه او بغض کول کفر او منافقت دى، خو سره لدې له هغه څه ژبه بنده ساتل چې د دوى ترمنځ پيښ شوي او په هغه څه کې له ورګډيدو ډډه کول چې ددوى قدر کموي.
غوره يې أبوبکر، بيا عمر، بيا عثمان او بيا علي(رضي الله عنهم) دى، دوى راشد خليفګان ول او خلافت يې پدغه ترتيب ثابت دى.

(13) رسول صلي الله عليه وسلم د ال بيتو سره محبت او دوستي کول، هغه د بېبيانو د قدر لويي کول او غوروالى يې پيژندل، د سلفو امامانو ، د سنتو عالمانو او په نيکيو کې دوى د پيروانو سره محبت کول او بدعتيانو څخه ډډه کول له دين څخه دي.

(14) د الله تعالى په لار کې جهاد کول د اسلام لوړ کوبى دى او تر قيامت پورې به جاري وي.

(15) امر بالمعروف او نهي عن المنكر د دين له سترو شعائرو او اسلامي ټولنې د خونديتوب څخه دي، دواړه د توان په انداﺯه کول واجب دي خو مصلحت په کې معتبر دى.

Related Articles

Back to top button