د قرباني د څاروي په هکله د هغه د عمر خيال ساتل ضرور دی .
جابر رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي:
« لاَ تَذْبَحُوا إِلاَّ مُسِنَّةً إِلاَّ أَنْ يَعْسُرَ عَلَيْكُمْ فَتَذْبَحُوا جَذَعَةً مِنَ الضَّأْنِ ».[ مسلم ١٣\١٤ ].
د مسنې ( دوه غاښي ) نه پرته بل هيڅ حيوان مه حلالوئ، که ددي پيدا کول درته ګران شي نو د ګډ جذعه ( شپږ مياشتنى تر يو کلني پوري ) حلال کړئ .
ددي حديث نه معلومه شوه چې د اوښ، غوا او سېرلي قرباني ترهغه پوري نه صحيح کيږي ترڅو چې ېې خوله کي دوه غاښونه نه وي، يعني دکوم حيوان چې د شېدو مخامخ دوه غاښونه ولويږي او نوي را وخيژي .