د وبا، باد ، طوفان او بل مصيبت د مخنيوی او دفع لپاره اذان کول
ځيني وخت يو مصيبت د چا لپاره عذاب او د فتني سبب وګرځي او د ځينو لپاره د رحمت او ثواب ګټلو لپاره ذريعه شي .
د دي يو مثال هغه بيماري او وبا هم ده کومه چې د (( کرونا ))په نوم پيژندل شوي ده . د ځينو لپاره د دعاء، توبي، او الله ته د نزدي کيدلو سبب جوړيږی او ځينو ته د ګناه، بدعت او بغاوت سبب ګرځيږي .
بيګاه شپه دلته پيښور کي خلکو د کرونا مرض دفع کولو لپاره په نيمه شپه لس يولس بجی آذانونه شروع کړل، نو پدي خاطر ډيرو خلکو له موږ څخه د دي شرعي حکم وپوښتل .
نو محترمو په دي خبره ځان پوهه کړئ چې آذان عبادت دی، او د عبادت لپاره شرعي دليل ته ضرورت دی، د وباګانو همدارنګه بارانونو، او نورو مصيبتونو د مخنيوي او دفع کولو په خاطر د رسول الله صلی الله عليه وسلم همدارنګه د هغه د پاکو اصحابو نه آذان کول نه دي نقل شوي نو پدي خاطر په داسي موقع باندي اذانونه کول بدعت او د ګناه عمل دی .
محترمو تاسي فکر وکړئ موږ او تاسي د اخترونو لمانځه لپاره ولي اذان نه کوو؟ دا ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه دی کړی نو همدغه شان د وباء، بيماري، باران، طوفان او بل مصيبت دفع کولو لپاره هم اذان کول نه دی نقل شوی .
دا بيمارياني، وباګاني، همدارنګه نور غټ غټ مصيبتونه خو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم او د صحابه کرامو په زمانه کي هم راغلي وو، آيا هغوی چيرته پداسی موقع باندي اذان کړی؟ آيا پداسي موقع باندي ئي چيرته د اذان کولو حکم کړی ؟ نه، هيڅکله نه !! .
ځيني خلک پدي اړه يو روايت وړاندي کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :
(( إذا أذن في قرية أمنها الله من عذابه ذلك اليوم )) رواه الطبراني .
نومذکوره روايت ثابت نه دی، بلکي کمزوري او ضعيف روايت دی . نو لهذا پدی باندي مسئله نه ثابتيږي .
همدغه وجه ده چې د یوبندي علماوو هم په داسي حالاتو کي اذان کول صحيح نه دی ګڼلی بلکي بدعت ئي ورته ويلی دی ، په فتاوی دارالعلوم دیوبند ج 2 ص 62 ( سوال نمبر : 93 کي راغلي :
*دفن اور قحط و وبا میں اذان ثابت ہے یا نہیں* :۔
(سوال ۹۳) زمانہ قحط اور وبا میں اور دیگر حادثات میں اور دفن میت کے بعد اذان کہنا کیسا ہے ؟۔
(جواب)ان حوادثات میں اذان شارع علیہ السلام سے اور اقوال و افعال سلف صالحین سے ثابت نہیں ہے لہذا یہ بدعت ہے ۔( فتاوی دارالعلوم ج 2 ص 62
…………………………..
کوئی عمومی مصیبت جب لوگوں پر آئے مثلا بارش کی کثرت یا آگ لگ جائے تو ایسے موقع پر اذان دینا کیسا ہے؟
مدلل جواب مطلوب ہے.
بارش اور وبا کے وقت اذان دینا شرعاً ثابت نہیں، اس کو سنت یا مستحب سمجھنا درست نہیں۔
(أحسن الفتاویٰ : ۱/۳۷۵ ، فتاویٰ رشیدیہ: ۱۵۲)
تسہیل بہشتی زیور
……
بارش کے وقت اذان دینا
سـو ال:۔(۲۲۵) بارش کے وقت اذان دینا کیسا ہے ؟مبا ح یا مستحب ،یا بد عت وناجائز؟
الجواب:۔ حا مدً اومصلیا ًومسلمًا حضر ات فقہا ء نے غیر صلاۃ میں اذان کے جتنے مو اقع بیا ن فر مائے ہیں؛ ان میں مو قع مسئو لہ نہیں ہے، (۱)اور مفہو مِ مخا لف یعنی عدمِ ذِکر، عدمِ جوازپردال ہے۔ (احسن الفتاویٰ ۱؍۳۷۶
د فقه حنفي په معتبر کتاب ردالمحتار ۱/ ۳۸۵ کي راځي چې خيرالدين رملي رحمه الله ويلي چې ما د شوافعو په کتابونو کي ليدلی چي په داسي موقع اذان کول شته .
د خير الدين رملي د دي عبارت نه په واضحه توګه معلوميږي چې په فقه حنفي کي دا عمل له سره نشته .
همدارنګه مسئله په اشرف العلميات ( ۱۱۱ مخ )، فتاوی بينات بنوري ټاون کراچئ او آپ کي مسائل د يوسف لدهيانوي کي هم ذکر شوي .
په فتاوی حقانيه ۲/ ۳۶ کي ئي دي عمل ته ( فقط ) مباح ويلي، يعني مطلب ئي دادی چې مستحب او ښه کار هم نه دی .
البته بريلويان ورته مستحب واېي لکه هغوی ليکلي :
وَبا کے زمانے میں بھی اذان دینا مُسْتَحَب ہے
.بہارِ شریعت جـ1، صـ466. فتاوٰی رضویہ مُخَرَّجہ جـ5، صـ370) .
خو محترمو تاسي ته معلومه ده چې د بريلویانو دين او مسلک هسي خرافي او بدعي دین او مسلک دی ، د دوی فتوی او خبري ته هيڅ اعتبار نشته .
ــــــــ
لیکنه او څيړنه : ابوخالد لائق احمد غزنوي