د جمعي په لمانځه کښي ددغه ادابو خيال وساته، الله تعالی به دي ټول ګناهونه معاف کړي
د سلمان فارسي رضی الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي:
داسي څوک نشته چې د جُمعي په ورځ غسل وکړي، او د خپل طاقت مناسب له پاکي او نظافت څخه کار واخلي، تيل ( عطر ) ولګوي، او بيا له خپل کور ( ځای ) څخه ووځي، ( هلته مسجد کي ) د دوو کسانو تر منځ ( د هغوی په اوږ باندی د اوړيدلو له وجي ) بيلتون او جلا والي را نه ولي ( چاته مزاحم واقع نه شي ) بيا چې الله څومره ورته نصيب کي ليکلي وي هغومره ( نفلي ) لمونځ وکړي، ( بيا ) د امام د خطبي ويلو وخت کي ښه چوپ کښيني، مګر د مخکينۍ جمعي څخه تر دغي جمعي پوري ( ټول ) کړل شوي ګناهونه به ورته وبښل شي . [ صحیح البخاري، کتاب الجمعة، باب الدُهن للجمعة ( ۸۸۳ ) ].
عَنْ سَلْمَانَ الْفَارِسِيِّ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : لاَ يَغْتَسِلُ رَجُلٌ يَوْمَ الْجُمُعَةِ وَيَتَطَهَّرُ مَا اسْتَطَاعَ مِنْ طُهْرٍ وَيَدَّهِنُ مِنْ دُهْنِهِ ، أَوْ يَمَسُّ مِنْ طِيبِ بَيْتِهِ ثمَّ يَخْرُجُ فَلاَ يُفَرِّقُ بَيْنَ اثْنَيْنِ ثُمَّ يُصَلِّي مَا كُتِبَ لَهُ ثُمَّ يُنْصِتُ إِذَا تَكَلَّمَ الإِمَامُ إِلاَّ غُفِرَ لَهُ مَا بَيْنَهُ وَبَيْنَ الْجُمُعَةِ الأُخْرَى.
يادونه:
په بريکټ کي راوړل شوی الفاظ پکي له نورو احاديثو څخه را اخستل شوي .
ليکوال: ابوخالد لائق احمد غزنوي
