لرم لۀ شرک اوخرافاتو نه بعید عـــقیده
شکرچې رب راته راکـــړې دتوحید عقیده
څۀ چې مې رب رسول ښودلي معتقد یم ورته
پۀ کارمې نۀ ده نورلۀ دې څخه مزیدعقیــده
چې حرام کړي وو خوبونه، مشرکانو باندې
څه شوه عمر اودخالدابن ولید عقــــیده!؟
څوک پۀ محکمه عقید ه دانګي لمبو غیږې ته
چاپۀ ډالرو خرڅه کړې ده سفید عقیده
پۀ ګذارونو، ټکولوباندې لا پخیـــــږي
دبعضوخلکووي پۀ شان لکه حدید عقیده
عزت، ذلت ورکول دواړه مې درب پۀ لاس دي
زیرکه! تل ساته پۀ خپل رب المجید عــقیده
