لږ عملونه ډېر اجرونه . ليکنه: محمد اشرف ناصر خان
لږ عملونه ډېر اجرونه . ليکنه: محمد اشرف ناصر خان

۱ – : د جنازي د کولو اجر
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: (مَنِ اتَّبَعَ جَنَازَةَ مُسْلِمٍ، إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا، وَكَانَ مَعَهُ حَتَّى يُصَلَّى عَلَيْهَا وَيَفْرُغَ مِنْ دَفْنِهَا، فَإِنَّهُ يَرْجِعُ مِنَ الأَجْرِ بِقِيرَاطَيْنِ، كُلُّ قِيرَاطٍ مِثْلُ أُحُدٍ، وَمَنْ صَلَّى عَلَيْهَا ثُمَّ رَجَعَ قَبْلَ أَنْ تُدْفَنَ، فَإِنَّهُ يَرْجِعُ بِقِيرَاطٍ) ([1])
ژباړه: د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی یقینا رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چی دیو مسلمان ورور جنازې پسی شودایمان له وجي او دثواب په نیت او دا کس مړی سره وي تر هغه وخت پورې چی په مړي دجنازې لمونځ وشي او دمړي ددفن څخه فارغ شي نو یقینا دغه کس واپس کیږي ددې جنازې نه ددوه قیراطه اجر سره هر یو قیراط په اجرکې داحد دغره پشان دی او چاچې په مړي دجنازې لمونځ وکړو او بیا واپس شو مخکې ددفن څخه نو یقینا دغه کس دیو قیراط اجر سره واپس شو.
فایده: په دی حدیث کی نبی علیه السلام مونږ ته دیو لوۍ اجر والا عمل راښائي چی هغه په مړي جنازه کول دي او دمړي په دفن کی شاملیدل دي.
محترمو! که چرته مونږ سوچ وکړو نو په جنازه او دمړي په دفن باندې ډیر کم وخت لګیږي خو اجر اوثواب یی دومره زیات دی چی نبی علیه السلام مونږ ته راښودلی دی چی څوک صرف جنازه وکړي هغه لپاره یو قیراط اجر دی او څوک چی جنازه وکړي او دفن کی هم شامل شي هغه لپاره دوه قیراطه اجر دی او بیا نبی علیه السلام مونږ ته دقیراط اندازه هم راښودلی ده چی هر قیراط په اجر کې داحد دغر په اندازه دی.
نو محترمو! که څوک غواړې چی په لږ وخت کی ډير اجر او ثواب حاصل کړي نو په مړي باندې دې جنازه وکړي او په دفن کی دې هم شامل شي.
۲ – : په حيواناتو باندې درحم کولو اجر
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ، ” أَنَّ رَجُلًا رَأَى كَلْبًا يَأْكُلُ الثَّرَى مِنَ الْعَطَشِ ، فَأَخَذَ الرَّجُلُ خُفَّهُ ، فَجَعَلَ يَغْرِفُ لَهُ بِهِ حَتَّى أَرْوَاهُ ، فَشَكَرَ اللَّهُ لَهُ ، فَأَدْخَلَهُ الْجَنَّةَ” ([2])
ژباړه: دابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی هغه د نبی علیه السلام نه روایت کوی چی یقینا یو سړي یو سپی ولیدو چی د تندې له وجې یی لمدي خټی خوړلې نو دغه سړي خپله موزه راواخیستله او د اوبو ډکه د کوهی څخه رایستله تر دې چی دغه سپی یي په اوبو باندې موړ کړو نو الله رب العالمین ددغه سړي دا عمل قبول کړو او جنت ته یی داخل کړو.
فایده: په دې حدیث کې نبی علیه السلام مونږ ته یو بل دډیر اجر والا عمل راښایي چی مؤمن پرې جنت ته داخلیږي چی هغه په حیواناتو رحم کول دي.
محترمولوستونکو! په حیواناتو کی سپی یو مردار او پلیت حیوان دی چی هغه په کوم لوښي کی خوله اووهي هغه لوښي به اوه ځل وینځل کیږي ([3]) خو د دومره پلیتۍ باوجود هم چي یو کس په سپي باندې رحم وکړي او الله رب العالمین یی ورله قبول کړي نو دانسان لپاره جنت ته د داخلیدو سبب ګرځیدلی شي.
۳ – : د مقتدي دامين ويلو اجر
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهم عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ إِذَا قَالَ الْإِمَامُ (غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ) فَقُولُوا آمِينَ فَإِنَّهُ مَنْ وَافَقَ قَوْلُهُ قَوْلَ الْمَلَائِكَةِ غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ([4]) .
ژباړه:د ابو هریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی یقینا نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلي دي ، کله چی امام (غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّينَ). ووایي ، نو تاسو آمین ووایۍ ځکه چی د چا آمین د ملائکو د آمین سره موافق شو نو الله رب العالمین ددغه کس ټول مخکني ګناهونه بښي.
فایده: پدې حدیث کې نبي علیه الصلاة والسلام مونږ ته یو بل د لوئۍ اجروالا عمل راښودلی دی چی ډیر وړوکی عمل دی خو اجر یی بیخی زیات دی چی هغه د امام نه وروسته آمین ویل دي .
قدرمنو مسلمانانو! آمین د وخت په حساب سره په دوه ثانیو کی ویل کیږي خو اجر او ثواب یی دومره زیات دی چی الله رب العالمین پدی سره خپل بنده ته مخکني ټول ګناهونه بښي .
باید چی مونږ امام سره آمین ووایو او په لږ وخت کی ډیر اجرحاصل کړو.
………………………………………………..
[1] صحيح البخاري: كتاب الايمان:47
[2] صحيح البخاري کتاب الوضوء:173
[3] رواه مسلم کتاب الطهارة 648
[4] رواه البخاری کتاب الاذان/782