له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (دولسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت
له رياض الصالحين څخه جنتي عملونه (دولسمه برخه ) ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د ډېرو سجدو فضيلت.
۱۰۸ : وَعَنْ أَبِيْ فرَاسٍ رَبِيعَةَ بْنِ كَعْبٍ الْأَسْلَمِيُّ، قَالَ: [كُنْتُ أَبِيتُ مَعَ رَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَتَيْتُهُ بِوَضُوئِهِ وَحَاجَتِهِ فَقَالَ لِي: سَلْ فَقُلْتُ: أَسْأَلُكَ مُرَافَقَتَكَ فِي الْجَنَّةِ. قَالَ: أَوْ غَيْرَ ذَلِكَ قُلْتُ: هُوَ ذَاكَ. قَالَ: «فَأَعِنِّي عَلَى نَفْسِكَ بِكَثْرَةِ السُّجُودِ ] ([1])
ژباړه: ربيعة بن کعب اسلمي رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره شپه سبا کړه او هغه ته مې د اودس لپاره اوبه راوړې، راته يې وويل: څه رانه وغواړه، ما وويل: په جنت کې له تاسره ملګرتوب غواړم، هغه وويل: نور څه خو نه غواړې؟ ما وويل: همدغه غواړم، هغه راته وويل: ما سره په ملګرتوب کې دې په ډېرو سجدو ( لمونځونو ) له ځان سره مرسته وکړه.
د الله له ويرې د ژړا فضيلت.
35 – 453 : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [لَا يَلِجُ النَّارَ رَجُلٌ بَكَى مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ حَتَّى يَعُودَ اللَّبَنُ فِي الضَّرْعِ، وَلَا يَجْتَمِعُ غُبَارٌ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَدُخَانُ جَهَنَّمَ] ([2])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: هغه سړی به اور ته ونه ننوځي چې د الله له ويرې يې ژړلي وي، تر څو شېدې په بېرته غلانځې ته ستنې شوي نه وي، او د الله په لاره کې ګرد غبار او د دوزخ لوګي نه يو ځای کيږي.
د غريب غربه او ناداره خلکو فضيلت او بهتري.
36 – ۲۵۷ : عَنْ حَارِثَةَ بْنِ وَهْبٍ الخُزَاعِيَّ، قَالَ: سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: [ أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَهْلِ الجَنَّةِ؟ كُلُّ ضَعِيفٍ مُتَضَعِّفٍ، لَوْ أَقْسَمَ عَلَى اللَّهِ لَأَبَرَّهُ، أَلاَ أُخْبِرُكُمْ بِأَهْلِ النَّارِ: كُلُّ عُتُلٍّ، جَوَّاظٍ مُسْتَكْبِرٍ ] ([3])
ژباړه: حارثه بن وهب خزاعي رضي الله عنه وايي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوريدلي دي ويل يې: ايا په جنتيانو مو نه خبروم؟ هر کمزوری چې د خلکو په سترګو کې حقير وي، او داسې وي که په الله پاک باندې لوړه پورته کړي نو غاړه به يې ازاده کړه ( غوښتل به يې شته شي ) ايا په دوزخيانو مو نه خبروم: په باطله توګه جنګيری، شديد بخيل او له حق څخه متکبر.
۳۷ – ۲۶۷ : عَنْ سَهْلٍ بْنِ سَعْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [وَأَنَا وَكَافِلُ اليَتِيمِ فِي الجَنَّةِ هَكَذَا وَأَشَارَ بِالسَّبَّابَةِ وَالوُسْطَى، وَفَرَّجَ بَيْنَهُمَا شَيْئًا] ([4])
ژباړه: له سهل بن سعد رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: زه او د يتيم پالونکی به په جنت کې داسې يو،او په سبابه او منځنۍ ګوتې يې اشاره وکړه، او دواړه يې سره لږ جلا کړې.
۳۸ – ۲۶۸ : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [كَافِلُ الْيَتِيمِ لَهُ أَوْ لِغَيْرِهِ أَنَا وَهُوَ كَهَاتَيْنِ فِي الْجَنَّةِ» وَأَشَارَ مَالِكٌ بِالسَّبَّابَةِ وَالْوُسْطَى ] ([5])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د يتيم يا د بل چا پالونکی زه او هغه به سره په جنت کې داسې يو، او مالک په سبابه او منځنۍ ګوتې سره اشاره وکړه.
۳۹ – ۲۷۴ : عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا أَنَّهَا قَالَتْ: [ جَاءَتْنِي مِسْكِينَةٌ تَحْمِلُ ابْنَتَيْنِ لَهَا، فَأَطْعَمْتُهَا ثَلَاثَ تَمَرَاتٍ، فَأَعْطَتْ كُلَّ وَاحِدَةٍ مِنْهُمَا تَمْرَةً، وَرَفَعَتْ إِلَى فِيهَا تَمْرَةً لِتَأْكُلَهَا، فَاسْتَطْعَمَتْهَا ابْنَتَاهَا، فَشَقَّتِ التَّمْرَةَ، الَّتِي كَانَتْ تُرِيدُ أَنْ تَأْكُلَهَا بَيْنَهُمَا، فَأَعْجَبَنِي شَأْنُهَا، فَذَكَرْتُ الَّذِي صَنَعَتْ لِرَسُولِ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: إِنَّ اللهَ قَدْ أَوْجَبَ لَهَا بِهَا الْجَنَّةَ، أَوْ أَعْتَقَهَا بِهَا مِنَ النَّارِ] ([6])
ژباړه: له عائشې رضي الله عنها نه روايت دی چې غريبه ښځه ورته راغله او دوه بچيان يې ورسره و، ما ورله درې کجورې ورکړې نو مور يې هر يو ته يوه يوه کجوره ورکړه، او بله کجوره يې خولې ته پورته کړه چې ويې خوري نو دواړو بچو ترې وغوښته، نو هغه کجوره يې په منځ دوه کړه چې خپله يې خوړله او دواړو ته يې ورکړه، ما يې له حالت څخه تعجب وکړ، نو دغه قيصګۍ ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وکړه هغه وويل: الله پاک ورله جنت واجب کړی دی، يا يې وويل: په همدغه کار باندې الله پاک له اور څخه ازاده کړه.
په ښځې باندې د خاوند حقونه:
۴۰ – ۲۹۲ : عَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [أَيُّمَا امْرَأَةٍ مَاتَتْ وَزَوْجُهَا عَنْهَا رَاضٍ دَخَلَتِ الجَنَّةَ] ([7])
ژباړه: له ام سلمې رضي الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: کومه ښځه چې په داسې حالت کې مړه شي چې خاوند يې ورڅخه خوشحاله وي نو جنت ته به ننوځي.
په نبوي سنتونو باندې د پابندۍ امر:
۴۱ – ۱۶۲ : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عّنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ كُلُّ أُمَّتِي يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ إِلَّا مَنْ أَبَى»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، وَمَنْ يَأْبَى؟ قَالَ: مَنْ أَطَاعَنِي دَخَلَ الجَنَّةَ، وَمَنْ عَصَانِي فَقَدْ أَبَى] ([8])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: زما هر امتي به جنت ته ولاړ شي خو هغه څوک چې انکار ورڅخه کوي، صحابه کرامو وويل: څوک له جنت څخه انکار کوي؟ هغه وويل: که څوک مې خبره ومني جنت ته به ننوځي، او که څوک مې خبره ونه مني نو جنت ته يې له ننوتو څخه انکار وکړ.
……………………………..
([1]) صحيح مسلم: کتاب الصلاة، بَابُ فَضْلِ السُّجُودِ وَالْحَثِّ عَلَيْهِ (۴۸۹).
([2]) سنن الترمذي: کتاب الزهد،بَابُ مَا جَاءَ فِي فَضْلِ البُكَاءِ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ (۲۳۱۱)، او الباني هم ورته په صحیح الترمذي کې (۲ / ۲۶۷ ) په (۱۸۸) صحيح ويلي دي.
([3]) صحيح البخاري: کتاب التفسير، بَابُ [عُتُلٍّ بَعْدَ ذَلِكَ زَنِيمٍ] (۴۹۱۸)، او کتاب الأدب، باب الکبر (۶۰۷۱)، کتاب الايمان والنذور، بَابُ قَوْلِ اللَّهِ تَعَالَى: {وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ} (۶۶۵۷)، صحيح مسلم: (۲۸۵۳)، او د مسلم روايت په دې توګه دی (كُلُّ ضَعِيفٍ مُتَضَعِّفٍ، لَوْ أَقْسَمَ عَلَى اللهِ لَأَبَرَّهُ» ثُمَّ قَالَ: «أَلَا أُخْبِرُكُمْ بِأَهْلِ النَّارِ؟» قَالُوا: بَلَى، قَالَ: «كُلُّ عُتُلٍّ جَوَّاظٍ مُسْتَكْبِرٍ )
([4]) صحيح البخاري: کتاب الأدب،بَابُ فَضْلِ مَنْ يَعُولُ يَتِيمًا (۶۰۰۵).
([5]) صحيح مسلم: کتاب الزهد والرقائق، بَابُ الْإِحْسَانِ إِلَى الْأَرْمَلَةِ وَالْمِسْكِينِ وَالْيَتِيمِ (۲۹۸۳).
([6]) صحيح مسلم: کتاب البر والصلة والأدب، بَابُ فَضْلِ الْإِحْسَانِ إِلَى الْبَنَاتِ (۲۶۳۰ ).
([7]) سنن الترمذي: کتاب الرضاع، بَابُ مَا جَاءَ فِي حَقِّ الزَّوْجِ عَلَى المَرْأَةِ (۱۱۶۱)، سنن ابن ماجه: کتاب النکاح باب حق الزوج علی المرأة (۱۸۵۴)، خو د مساور الحميري او مور له کبله يې سند ضعيف دی، مذکور حديث په تحفة الأشراف بمعرفة الأطراف په ( ۱۸۲۹۴) شمېر باندې وګوره، الباني رحمه الله ورته په ضعيف الترمذي کې په (۲۰۰) او (۱۱۷۷) شمېر باندې ضعيف ويلی دی، او په ضعيف ابن ماجه کې يې ورته په (۴۰۷) شمېر باندې ضعيف ويلي دي، او په سلسلة الأحادیث الضعيفه کې يې ورته منکر ويلي دي (۱۴۲۶).
([8]) صحيح البخاري: کتاب الاعتصام بالکتاب والسنة، بَابُ الِاقْتِدَاءِ بِسُنَنِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ (۷۲۸۰).