متفرقات

څنګه کولاى شئ خپل شيطان ستړى او ﺫليله کړئ؟! ليکنه: انديال ساپى

څنګه کولاى شئ خپل شيطان ستړى او ﺫليله کړئ؟! ليکنه: انديال ساپى

د شيطان ملتيا
پدې کې شک نشته چې له مونږ ټولو سره شيطان مل دى او هيڅوک ترې خلاصى نه لري، ترڅو چې ژوندي يو شيطان په وار وار ﺯمونږ په ﺯړونو يرغل راوړى، ﺯمونږ د بې لاريتوب او ګمراه کولو او سمې لار څخه د اړولو هڅه کوى، او پدغه لاره کې هيڅ قسم ستړتيا او سستى نه منى، رب سره د خپلې کړى ژمنې د پوره کولو په خاطر هغه د بندګانو په بې لاريتوب کې د هرې ممکنې وسيلې کار اخلى او تل هغه او د بندګانو ترمنځ يې خنډ او ديوال وى.
د حسن بصري رحمه الله نه وپوښتل شو: ايا شيطان ويده کيږى،؟! هغه موسكى شو او ويې ويل: کچېرته ويده کيده نو مونږ به په راحت کې وي.

د شيطان سره دښمنى او جګړه
شيطان د مسلمانانو لومړى او تر ټولو ستر او سخت دښمن دى، مسلمان بايد د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې د هغه په وړاندې مبارﺯه وکړى، د هر چل او فريب څخه يې ځان وژغورى ترڅو د خپل رب او سمې لار څخه يې وانه ړوى.
الله تعالى فرمايى: (( إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوّاً إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ)) فاطر-6
ژباړه: په حقيقت کښي شيطان ستاسي دښمن دى، نو تاسي هم هغه خپل دښمن وګڼئ. هغه خپل پيروان خپلي لاري ته د دې لپاره رابولي چي هغوى د دوږخيانو د جملې څخه شي.

پدې ايت کې د دو سترو فريضو يادونه شوي ده:
لومړى: علمي او اړينه فريضه او هغه دا چې شيطان ﺯمونږ دښمن دى، خپله ډله او ملګري د جهنم اور ته رابلي.
دوېيمه: عملي فريضه او هغه داچې شيطان خپل لومړنى دښمن وګڼو او د هغه په وړاندې کلک مقاومت او مبارﺯه وکړو، ځکه د الله تعالى څخه په نافرمانۍ او سرغړونه کې د شيطان پيروى کفر او بې لاريتوب دى.

الله تعالى خپلو بندګانو ته سپارښتنه کړى چې د شيطان د اطاعت او پيروى نه لاس په سر شي يواﺯې د خپل رب بندګى وکړي او په سمه لار روان شي، ځکه شيطان د انسانانو په يوه لويه ډله برلاسه شوي او د سمې لار يې اړولي، الله تعالى فرمايى: (( أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آَدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ * وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ * وَلَقَدْ أَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِيرًا أَفَلَمْ تَكُونُوا تَعْقِلُونَ)). يـس-62
ژباړه: د ادم اولادونو، ايا ما تاسي ته هدايت نه وکړی، چي د شيطان بندګي مه كوئ؛ هغه ستاسي ښكاره دښمن دى،
او یوازي زما بندګي وکړئ، دغه سمه لاره ده؟
خو سره له دې شیطان ستاسي څخه يوه لويه ډله ګمراه کړه. ايا تاسي نه پوهېدلاست؟!

د شيطان او له ملګرو سره يې دښمنى او جګړه الهي امر دى، مٶمنان به د الله تعالى په لار کې جهاد او کوي د شيطان او ملګرو سره به يې دښمنى او مبارﺯه کوي، الله تعالى : ((الَّذِينَ آمَنُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ الطَّاغُوتِ فَقَاتِلُواْ أَوْلِيَاء الشَّيْطَانِ إِنَّ كَيْدَ الشَّيْطَانِ كَانَ ضَعِيفاً)) (النساء-76
ژباړه: كومو خلكو چي د ايمان لاره غوره کړېده، هغوى د الله په لاره کښي جنګيږي. او كومو كسانو چي د كفر لاره غوره کړېده، هغوى د طاغوت (شیطان) په لاره کښي جنګيږي، نو د شيطان له ملګرو سره وجنګېږئ، او باور ولرئ چي د شيطان دسيسې په حقيقت كښي ډيري كمزوري دي.

ايا مونږ شيطان د ستړتيا، ﺫلت او کمزورى کولو توان لرو؟!

په مسند إمام أحمد کې په حسن سند سره د أبو هريرة رضي الله عنه نه راويت دى، بېشکه رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلى دى :” إن المؤمن لينضي شياطينه كما ينضي أحدكم بعيره في السفر”.
ژباړه: يقينا مٶمن بنده خپل شيطانان داسې ستړي کوي لکه يو څوک چې له تاسې څخه په سفر کې خپل اوښ ستړى کوى.
رواه أحمد (2/380) والحكيم الترمذي (1/132) وابن أبى الدنيا في مكايد الشيطان (ص 41)، وحسنه الألباني في الصحيحة( 3586).

په شيطان د برلاسۍ اسلحه
بايد هغه اسلحه وپيژنو چې د شيطان سره پرې جګړه وکړو، د هغه په لومو کې له نښتلو ځان وساتو، ټول چلونه او فريبونه يې خنثى کړو او دهغه ځاى نه ورسره مبارﺯه پيل کړو چې د مونږ سره يې پيل کوي،
خو لومړى بايد په درى شيانو باورى شو:
لومړى: شيطان ﺯمونږ لومړى دښمن دى او بايد په کلکه ورسره دښمنى وپالو.
دويم: هغه تل ﺯمونږ د بې لاريتوب او هلاکت هڅه کوى او ملګري يې مونږ ويروي.
دريم: شيطان او هغه د ملګرو او ډلې سره جهاد په مونږ فرض دى، لکه څرنګه چې د کافرانو سره جهاد فرض دى

ابن القيم رحمه الله په بدائع الفوائد کې فرمايى:
د الله جل جلاله ﺫکر د شيطان مخنيوى کوى، هغه ته درد او تکليف رسوى، لکه څرنګه چې په لښته او چابک وهل شوى انسان ته درد او تکليف رسيږى.
لدې امله د مٶمن شيطان ﺫليله، ستړى او تل په عذاب وى د الله تعالى په اطاعت او ﺫکر يې مخه نيسى، ځکه هر کله چې ورته ورواړندې شي هغه پرې الله تعالى د ﺫکر، اطاعت هغه ته د مخ کولو او هغه څخه د بښنې غوښتلو لښته پرې راښکته کړى، شيطان ورسره په تکليف او عﺫاب کې وى، نه د فاجر انسان د شيطان په څير چې دهغه سره په ارام او راحت کې وى او هم پرې ځواکمن او برلاسى وى،
څوک چې پدې دنيا کې خپل شيطان د الله تعالى په ﺫکر، توحيد اطاعت او هغه نه په بښنه غوښتلو ستړى او په عﺫاب نه کړى، نو په اخرت کې به يې خپل شيطان په اور سره په عذاب كړى.

 شيطان د شر نه ځان ساتل
شيطان سره د جګړي غوره لار ‌هغه د شر نه د ځان ساتلو اسلحه په کار اچول دى لکه : په الله تعالى پناه نيول، د سحر او ماښام د اﺫکارو پابندى کول، د قران کريم لوستل، په شرعي دمونو ځان دمول، په پاکى ګرځيدل،د لمونځ پابندى کول، د بې ځايه خبرو، نظر، خوړو او اختلاط نه ځان ساتل.

Tags

Related Articles

Back to top button