
پنځلسمه ځانګړنه: قران کريم د دنيا او اخرت غوښتنې او تقاضې سره يو ځاى کړي، بشريت ته يې د انسانيت او نيکمرغۍ لار په ګوته کړې، انسان يې ديته هڅولى تر څو د اخرت د تياريو ترڅنګ خپلې دنياوي چارې هم مخ په وړاندې بوځي. لکه څرنګه چې الله جل جلاله فرمايي) وَابْتَغِ فِيمَا آتَاكَ اللَّهُ الدَّارَ الْآخِرَةَ ۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ الدُّنْيَا ۖ وَأَحْسِن كَمَا أَحْسَنَ اللَّهُ إِلَيْكَ ۖ(
ژباړه: په هغه څه کې د خپل وروستني کور لټون وکړه چې الله جل جلاله تاته درکړی، له دنيا څخه خپله برخه مه هيروه، دخلکو سره احسان وکړه لکه څرنګه چې الله جل جلاله له تاسره احسان کړی دی
شپاړسمه ځانګړنه: په قران کريم کې دعقيدې، عباداتو، معاملاتو، احکامو، سياست او اقتصاد په اړه هغه ټول قوانين شتون لري چې د ټولې نړۍ بشريت ورته اړتيا لري. همدا راﺯ د ټولنيز ژوند پر مخ وړلو لپاره پکې د چارو د سمون او اصلاح او نورو اړونده مسائلو په هکله قوانين او احکام ﺫکر دي، چې د عملي کولو په صورت کې يې انسان د نيکمرغه او هوسا ژوند څخه برخمن کيداى شي. الله جل جلاله فرمايي )مَّا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ ۚ)
ژباړه:ماپه کتاب(قران)کې دهيڅ شي يادونه نده پريښې.
بل ځاى الله جل جلاله فرمايي(وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَىٰ لِلْمُسْلِمِينَ)
ژباړه : مونږ تاته کتاب دراستولی دی چې د هر څه بيانونکى دی، د مسلمانانو لپاره لارښونه، رحمت او ﺯيرى دی. امام قرطبي رحمه الله د لومړني د تفسير په اړه ليکي: له کتاب څخه مراد لوح محفوظ دی پدې کې ټول هغه حوادث ثبت دي چي وروسته واقع کيږي. ځينې مفسرين وايي: د کتاب نه مراد قران کريم دی يعنې مونږ په قران کې د اوامرو په اړه هيڅ ندي پريښي مګر په هغې مو دليل راوړی دی يابه دا دليل څرګند او واضحه وي او يا به اجمالي توګه ﺫکر وي، چې تفصيل او بيان به يې درسول الله صلي الله عليه وسلم د احاديثو، اجماع او د هغه قياس له لارې شوې وي چې د کتاب په نص سره ثابت وي، بيا وايي د الله رب العزت وينا رښتینې ده، په قران کې د هيڅ څه په اړه يادونه نده پاتې، بلکې هرومرو يې تفصيلا يا تأصيلا ﺫکر شوی. امام طبري رحمه الله د وروستني ايت د تفسير لاندې ليکي: اى محمده! مونږ پر تا قران ناﺯل کړی چې د ټولو هغه مهمو شيانو څرګندونکی دی چې وګړي يې پيژندلو ته اړتيا لري. لکه حلال، حرام، ثواب، عذاب، لارښوونه،بې لاريتوب، دهغه چا لپاره رحمت دی چې رښتونی يې وګڼي، د الله جل جلاله په ټولو اوامرو عمل وکړي د منکراتو او نواهيو څخه ځان وساتي، دالله جل جلاله او هغه د رسول پيروي وکړي او قراني لارښوونې عملي کړي،حلال ته حلال ووايي او حرام ته حرام.
وولسمه ځانګړنه: قران کريم د انسانانو او پيريانو په نفسونو ځواکمن او غښتلي اثر لري. د اسلام په لمړيو کې دمشرکينو څخه ﺯيات شمير کسان له قرانه متأثره شول او اسلام يې ديو سپىڅلې دين په توګه ومنه.
همدارنګه په اوسنيو وختو کې هم ﺯيات شمير خلک له قران څخه متأثره کيږي، دحقانيت څېړنه او سپړنه يې کوي، دژوند په چارو کې يې د پلې کېدو ليواله وي،او په پاى کې اسلام ته غاړه ږدي، د هغو کسانو کيسې ﺯياتې دي چې دقران له اوريدو متأثره شوي او د اسلام مبارک دين يې قبول کړی دی.
دپيريانو دتاثير په اړه الله عزوجل فرمايې(إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ وَلَنْ نُشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا)
ژباړه:يقينا مونږ قران اوريدلی ناشنا مضمون واله،لارښوونه کوي سمي لارې ته،مونږ پرې ايمان راوړی او هېڅ چيري به د خپل رب سره شريک پيدا نه کړو.
د مشرکينو له ډلې څخه هم هغه کسان ﺯيات دي چې دقران له اوريدو متأثره شوي خو اسلام يې نه دب منلی. وليد بن مغيرة به قران داوريدو پرمهال ويل: ﺯما دې په الله قسم وي چې دا قران شعر،جادو،چټيات او ليونتوب نه دی،بلکې د الله جل جلاله کلام دی،ددې لپاره خوږوالی او غښتلی اثر دی،دا به تل غالب وي او هېڅ شئ پرې غالب کيداي نه شي.
اتلسمه ځانګړنه: په انسانانو کې ترټولو غوره هغه څوک دی چې قران ﺯده کړي او نورو ته يې وښايي.
پدې هکله رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلې دي (خيركم من تعلم القرآن وعلمه)
ژباړه:غوره په تاسو کې هغه څوک دی چې قران ﺯده کړي او نورو ته يې وښايې.
نوولسمه ځانګړنه: د قران کريم لوستونکى به له غوره ملائکو سره وي. رسول صلی الله عليه وسلم ويلي دي( الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة، والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه وهو عليه شاق له أجران.
ژباړه:په قران باندې پوهه کس به له عزتمندو ملائکو سره وي،او هغه څوک چې قران په سختي او تکليف سره لولي د هغه لپاره دوه ثوابه دي لومړی د تلاوت او دويم د تکليف او مشقت.
شلمه ځانګړنه: قران کريم د انسانانو او پيريانو لپاره لارښونکى او ﺯيري ورکونکى دی، ځکه الله جل جلاله ويلې دي( إِنَّ هَٰذَا الْقُرْآنَ يَهْدِي لِلَّتِي هِيَ أَقْوَمُ وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا كَبِيرًا.
ژباړه: يقينا قران سمې لارې ته لارښوونه کوي،او هغه کسانوته ﺯيری ورکوي چې نيک عملونه کوي چې ددوي لپاره لوى اجر دی.