د حرمينو پيغام

عنوان: لوړ همتونه او د مخکښانو مقام، ترجمه :مفتي عبد الولي خان

د مسجد حرام د جمعې خطبه، خطيب: فضيلة الشيخ، الدكتور فيصل بن جميل غزاوي عنوان: لوړ همتونه او د مخکښانو مقام نېټه: 8ربيع الثاني 1438هـ، 6 جنوري 2016م ترجمه: مفتي عبد الولي خان

بسم الله الرحمن الرحيم

اوله خطبه
إن الحمد لله نحمدُه ونستعينُه ونستغفِرُه، ونعوذُ بالله من شُرور أنفُسِنا ومن سيِّئات أعمالنا، من يهدِه الله فلا مُضِلَّ له، ومن يُضلِل فلا هادِيَ له، وأشهدُ أنْ لا إله إلا الله وحدَه لا شريك له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، صلَّى الله عليه وعلى آله وصحبِهِ، وسلَّم تسليمًا كثيرًا.
يقيناً ټول تعريفونه خاص الله لره دي، مونږ د هغه ستاينه کوو، له هغه نه مرسته غواړو او بښنه ترې غواړو، مونږ په هغه پورې پناه نيسو د خپلو نفسونو له شر نه او د خپلو عملونو له خرابيو نه. چا ته چې الله هدايت وکړي نو هغه لره هېڅوک هم نشي ګمراه کولی او هغه څوک چې الله يې بې لارې کړي نو هغه ته هيڅوک هم سمه لار نشي ښودلی.
زه ګواهي كوم چې له الله نه غير بل هېڅ حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري، او زه ګواهي كوم چې محمدﷺ د الله بنده او د هغه رسول دى. د الله درود او ډېر زيات سلام دې وي پر هغوى، د هغوى پر ال او پر صحابه وو باندې.
﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ حَقَّ تُقٰتِهٖ وَلَا تَمُوْتُنَّ اِلَّا وَاَنْتُمْ مُّسْلِمُوْنَ۰۰۱۰۲ ﴾
’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ.‘‘ (آل عمران 102:3)
﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمُ الَّذِيْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ وَّخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَ بَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيْرًا وَّنِسَآءً١ۚ وَ اتَّقُوا اللّٰهَ الَّذِيْ تَسَآءَلُوْنَ بِهٖ وَ الْاَرْحَامَ١ؕ اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيْبًا۰۰۱ ﴾
’’اى خلقو! له خپل رب نه ووېرېږئ هغه چې تاسو يې له یو نفس نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړې ده، او له دغو دواړو نه يې (په ځمكه كې) ډېر سړي او ښځې خواره كړل، او له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو له یو بل نه په (نامه د) هغه سره سوال كوئ او د خپلولۍ له پرېكولو نه (ووېرېږئ)، بېشكه الله پر تاسو باندې ښه ساتونكى (نګهبان) دى.‘‘ (النسآء 1:4)
﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ قُوْلُوْا قَوْلًا سَدِيْدًاۙ۰۰۷۰يُّصْلِحْ لَكُمْ اَعْمَالَكُمْ وَ يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوْبَكُمْ١ؕ وَ مَنْ يُّطِعِ اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيْمًا۰۰۷۱ ﴾
’’اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او خبره كوئ ډېره سمه (درسته) خبره (70) هغه به تاسو ته ستاسو عملونه درست (او صالح) كړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي۔ او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي، نو یقینًا دغه كامیاب شو، ډېر لوى كاميابېدل. (الاحزاب 71,70:33)
أما بعد:
يقيناً لوړ همت يوه ښكلى خصلت،ستايل شوى صفت او له لوړو اخلاقو دی.
د خلکو مرتبې او درجې د خپلو لوړو همتونو او اعلا مقصدونو په وجه اوچتېږي.
هوښيار او عاقل مومن د فايده منو، ښو او نېكو صفاتو د خپلولو كوښښ كوي.
دی تل د خير په کارونو کې لګيا وي او د لوړو مرتبو لپاره کوښښ کوي او د الله رضامندي لټوي.
حقيقت دا دى چې څوک کمال نه لټوي، نو په نقص او کمي کې به پاتې وي. د چا چې اهداف عالي نه وي نو دى په کوښښ او سعي کې کوتاهي او په عمل کې سستي کوي.
امام طبراني په المعجم الكبير كې د حسين بن علي نه روايت ذكر كړى دى چې رسول اللهﷺ فرمايي:
يقينًا الله تعالٰى لوړ همته عزتمن كارونه خوښوي او سپك او رزيل كارونه يې بدې شي.
الله تعالٰى په قرآن مجيد كې د يوې لوړ همتې، پاك نفسې او قوي عزمې مومنې ډلې په باره
كې خبر وركړى دى او په دې الفاظو سره يې د هغې ډلې تعريف او ستاينه كړې ده:
وَ السّٰبِقُوْنَ السّٰبِقُوْنَۚۙ۰۰۱۰اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ۠ۚ۰۰۱۱
’’او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي. هم دوى نږدې كړى شوي دي (ﷲ ته).‘‘ (الواقعة 11,10:56)
ځينو مفسرينو ويلي دي چې د سابقون په لفظ كې تكرار د تعظيم او تعريف لپاره دى، ځينو علماوو د ايت معنا په ځينو څيزونو پورې خاص كړې ده، لكه عثمان بن أبي سوده رحمه الله وايي: سابقون هغه خلك دي چې جوماتونه ته تر ټولو مخكې ځي.
ابن سيرين رحمه الله وايي: له دې نه مراد هغه صحابه دي چې دواړو قبلو (بيت المقدس او كعبې) ته يې لمونځونه كړي دي.
كعب رحمه الله ويلي دي چې له دغو نه مراد اهلِ قرآن دي.
له دغو نه علاوه اقوال هم شته. خو د ايت مفهوم له دغو ټولو معناګانو نه زيات عام او وسيع دى. سابقون (ړومبى كېدونكي) هغه خلك دي چې د هغوى لپاره سعادت او نېك بختي ليكل شوې ده. دوى په دنيا كې ژر توبه ويستونكي، نېكۍ ته او د ګناه ترك ته وړاندې كېدونكي وي. دوى د خير او نېكۍ كارونو ته تر ټولو اول ورتلونكي وي. لكه الله تعالٰى فرمايي:
﴿فَاسْتَبِقُوا الْخَيْرٰتِ١ؕاِلَى اللّٰهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيْعًا فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ فِيْهِ تَخْتَلِفُوْنَۙ۰۰۴۸﴾
’’ نو تاسو نېكیو ته له یو بل نه مخكې كېږئ، خاص ﷲ ته ستاسو د ټولو واپسي ده، نو هغه به تاسو ته د هغو كارونو خبر دركړي چې تاسو په هغو كې اختلاف كاوه.‘‘ (المائدة 48:5)
او فرمايي:
﴿وَسَارِعُوْۤا اِلٰى مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَجَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ١ۙ اُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِيْنَۙ۰۰۱۳۳ ﴾
’’ او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى.‘‘ (آل عمران 133:3 )
او فرمايلي يې دي:
﴿سَابِقُوْۤا اِلٰى مَغْفِرَةٍ مِّنْ رَّبِّكُمْ وَ جَنَّةٍ عَرْضُهَا كَعَرْضِ السَّمَآءِ وَ الْاَرْضِ﴾
’’ تاسو تلوار وكړئ د اﷲ له جانبه مغفرت ته او داسې جنت ته چې د هغهٔ پلنوالى د اسمان او ځمكې د پلنوالي په شان دى.‘‘ (الحديد 21:57)
نو څوك چې هم په دې دنيا كې د خير په كارونو كې سبقت كوونكى وى، نو دى به په اخرت كې د عزت او كرامت مقام ته په سبقت كوونكو او مخكې ورتلونكو كسانو كې وي، الله تعالٰى فرمايي:
﴿اُولٰٓىِٕكَ يُسٰرِعُوْنَ فِي الْخَيْرٰتِ وَ هُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ۰۰۶۱﴾
’’ دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي.‘‘ (المؤمنون 61:23)
په اخرت كې جنتونو او د الله رضامندۍ ته سبقت كوونكي خلك هماغه دي چې په دنيا كې به يې نېكيو اوطاعتونو ته سبقت او مخكې والى كاوه. او چې څومره څوك دلته نېكيو ته مخكې وي هلته به په درجاتو كې مخكې وي، ځكه چې بدله د عمل له جنسه وي.
سابقون هغه خلك دي چې له الله سره كړي لوظونه يې رښتيا كړي دي، پر مصبتونو يې صبر كړى دى، پر خپل دين ټينګ پاتې شوي دي او حق او خير ته يې دعوت وركړى دى سابقون، يعنې مخكښان د احسان مرتبې والا دي كومه چې نبيﷺ په خپل دې قول سره بيان كړې ده: احسان دا دى چې ته د الله عبادت داسې وكړې ګويا كې ته يې وينې، نو كه ته يې نه وينې، (بيا هم عبادت كوه) ځكه چې، هغه خو تا ويني.
سابقون هغه خلك دي چې الله يې يو ګڼلى او منلى دى او په عملونو كې يې هېڅ قسمه شرك نه دى واقع شوى. فرايض او واجبات يې ادا كړي دي، او په خپلې خوښې يې د الله د رضا لپاره پر واجباتو برسېره نفلونه او مستحب عملونه هم تر سره كړي دي. له حرامو كارونو يې ځان ساتلى دى. تر دې چې تنزيهي مكروهات يې هم پرېښي دي. حتا چې بې ګټې مباح عملونه يې هم ترك كړي دي له دې وجې چې هسې نه په مكروه او حرامو كارونو كې پرېوځي.
اى وروڼو!
د توجه وړ خبره دا ده چې په دغو ايتونو كې الله تعالٰى هغه شى نه دى ذكر كړى چې دغه سابقون يا ړومبى كېدونكو ورته سبقت او مخكې والى كړى دى. داسې يې نه دي ويلي چې دې عمل ته يې سبقت كړى دى او فلاني عمل ته وروړاندې شوي دي.
او دا له دې وجې نه چې سابقون او ړومبى كېدونكي د دغو خلكو د لقب په طور ثابت شي او بله دا چې عموم افاده كړي، يعنې دوى د نېكۍ هر هغه ميدان ته سبقت كوونكي او مخكې ورتلونكي دي چې پاك او لوړ نفسونه ورته سبقت كوي.
الله تعالٰى فرمايي:
﴿وَ فِيْ ذٰلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُوْنَؕ۰۰۲۶﴾
’’ او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي.‘‘ (المطففين 26:83)
او فرمايي:
﴿اُولٰٓىِٕكَ الْمُقَرَّبُوْنَ۠ۚ۰۰۱۱فِيْ جَنّٰتِ النَّعِيْمِ۰۰۱۲﴾
’’ هم (ﷲ ته) دوى نږدې كړى شوي دي. دوى به د نعمتونو په جنتونو كې وي.‘‘ (الواقعة 12,11:56)
يعنې دغه د لوړو مرتبو والا دي، د ښي اړخ والا او مقرب بنده ګان دي. الله تعالٰى د سبقت لپاره غوره كړي دي. كه الله تعالٰى دوى نه واى نږدې كړي نو دوه به سبقت كوونكي نه وو.
دغه سابقون په اعلٰى لوړو جنتونو كې دي. او لوړ جنتونه الله رحمن ته تر ټولو نږدې دي، ځكه چې فردوس چې د جنت تر ټولو لوړه درجه ده. د هغه له پاسه د الله عرش دى. الله وويل ’’همدوي نږدې كړى شوي دي.‘‘ يې ويل: يعنې د مكان له ذكر نه مخكې يې د هغوى مرتبه او مقام ذكر كړ، يعنې اول يې د هغوى ثواب ذكر كړ، ځكه چې الله ته قرب د هر شي له پاسه دى.
الله دې ما او تاسو په دغو خلكو كې شامل كړي او په خپل فضل او احسان سره دې مونږ ته عزت راكړي او جنت الفردوس دې نصيب كړي.
د ’’نعمتونو په جنتونو كې به وي‘‘ مطلب دا دى چې له دغو نه غير بل اوچت نعمت نشته، ځكه چې په دغه كې هېڅ پرېشاني او تكليف نشته.
الله تعالٰى د سابقينو مقربينو بدله د سورت واقعه په دې ايت كې هم ذكر كړې ده.
الله تعالٰى فرمايي:
﴿فَاَمَّاۤ اِنْ كَانَ مِنَ الْمُقَرَّبِيْنَ۠ۙ۰۰۸۸فَرَوْحٌ وَّ رَيْحَانٌ١ۙ۬ وَّ جَنَّتُ نَعِيْمٍ۰۰۸۹﴾
’’ نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي. نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى.‘‘ (الواقعة 89,88:56)
د دې امت په سابقينو كې د اولې زمانې خلك، يعنې صحابه كرام له وروستنو نه ډېر دي، الله تعالٰى فرمايي:
﴿ثُلَّةٌ مِّنَ الْاَوَّلِيْنَۙ۰۰۱۳وَ قَلِيْلٌ مِّنَ الْاٰخِرِيْنَؕ۰۰۱۴﴾
’’ لویه ډله به له ړومبنو خلقو ځنې وي. او لږ به له وروستنو خلقو ځنې وي.‘‘ (الواقعة 14,13:56)
او دا د دې امت د اولنو خلكو، يعنې صحابه كرامو په فضيلت باندې دليل دى، ځكه چې په اولينو كې مقرب خلك تر وروستنو زيات دي.
اى مسلمانانو!
كه څوك تپوس وكړي چې د دغو مقربينو درجې ته انسان څنګه رسېداى شي او د هغو له قافلې سره د ملګري كېدلو څه طريقه ده؟ نو دغه كار هغه چا ته اسان دى چې الله ورته د هغوى د عمل توفيق وركړي، په عقيده، عمل او قول كې د هغوى پر لاره تګ كوي او د هغوى په ښكليو صفاتو سره ځان متصف كوي.
الله تعالٰى د سابقينو او په ايمان او نېكۍ كې د هغوى د پيروي كوونكو فضيلت په دې ايت كې بيان كړى دى:
﴿وَ السّٰبِقُوْنَ الْاَوَّلُوْنَ مِنَ الْمُهٰجِرِيْنَ وَ الْاَنْصَارِ وَ الَّذِيْنَ اتَّبَعُوْهُمْ بِاِحْسَانٍ١ۙ رَّضِيَ اللّٰهُ عَنْهُمْ وَ رَضُوْا عَنْهُ وَ اَعَدَّ لَهُمْ جَنّٰتٍ تَجْرِيْ تَحْتَهَا الْاَنْهٰرُ خٰلِدِيْنَ فِيْهَاۤ اَبَدًا١ؕ ذٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيْمُ۰۰۱۰۰﴾
’’ او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغه، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده.‘‘ (التوبة 100:9)
الله تعالٰى په دې ايت كريمه كې ښكاره اعلان كړى دى چې هغه چا چې د سابقينو اولينو مهاجرينو او انصارو په نېكۍ سره پيروي كړې ده، نو هغوى هم له دغو سره د الله تعالٰى په رضا مندۍ او لويې كاميابۍ كې او د همېشني جنتونو په وعده كې داخل دي.
په بل ځاى كې الله تعالٰى فرمايلي دي چې هغه څوك چې په نېكۍ سره يې د سابقينو پيروي كړې ده، نو دوى له هغوى سره په خير كې شريك دي. الله تعالٰى فرمايي:
﴿وَّ اٰخَرِيْنَ مِنْهُمْ لَمَّا يَلْحَقُوْا بِهِمْ﴾
’’ او له دوى څخه نورو ته (هم) چې لا تر اوسه دوى، له هغو (پخوانیو) سره نه دي يو ځاى شوي.‘‘ (الجمعة 3:62)
او فرمايي:
﴿وَ الَّذِيْنَ جَآءُوْ مِنْۢ بَعْدِهِمْ يَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَ لِاِخْوَانِنَا الَّذِيْنَ سَبَقُوْنَا بِالْاِيْمَانِ﴾
’’ او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى.‘‘ (الحشر 10:59)
او فرمايي:
﴿وَالَّذِيْنَ اٰمَنُوْا مِنْۢ بَعْدُ وَهَاجَرُوْا وَجٰهَدُوْا مَعَكُمْ فَاُولٰٓىِٕكَ مِنْكُمْ﴾
’’ او هغه كسان چې له دې نه پس يې ایمان راوړ او هجرت يې وكړ او ستاسو په ملګرتیا كې يې جهاد وكړ، نو دغه كسان له هم ستاسو څخه دي.‘‘ (الأنفال 75:8)
په حديثو كې هم د دې خبرې دليل موجود دى.
نبيﷺ فرمايي: زه خوښوم چې خپل وروڼه مې ليدلي واى، صحابه وو وويل: اى د الله رسوله! مونږ ستا وروڼه نه يو؟ ويې فرمايل: تاسو زما صحابه، يعنې ملګرې يئ. وروڼه مې هغه دي چې لا تر اوسه نه دي راغلي.
بل حديث كې نبيﷺ فرمايلي دي: له ما سره تر ټولو زيات محبت كوونكي هغه خلك دي چې زما نه پس به راځي. د هغوى هر يو به خوښوي چې كاش د خپل اهل او مال په بدلې كې ما وويني.
د الله بنده ګانو! وګورئ! د نبيﷺ محبت له خپل امت سره څومره محبت دى! او د وروسته راتلونكو امتيانو د ليدلو څومره تمنا كوي، هغه امتيان چې د هغه په محبت كې رښتيني دي، پر سنتو يې عمل كوي، د سيرت يې پيروي كوي او پر دين يې ټينګ ولاړ دي.
او دا څومره عظيمه خبره ده چې انسان د هغو غوره خلكو په شان عمل وكړي چې الله تعالٰى يې اوصاف ذكر كړي دي:
﴿اُولٰٓىِٕكَ يُسٰرِعُوْنَ فِي الْخَيْرٰتِ وَ هُمْ لَهَا سٰبِقُوْنَ۰۰۶۱﴾
’’دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او هم دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي.‘‘ (المؤمنون 61:23)
يعني په طاعاتو او عباداتو كې له يو بله تلوار كوي، د دې لپاره چې اعلٰى درجې او مقامات حاصل كړي.
نو د الله بنده ګانو! هغو څيزونو ته سبقت وكړئ چې تاسو ته نفع دررسوي او د بلنديو په لټون كې له يو بل سره مقابله كوئ.
وهيب بن الورد رحمه الله فرمايي: كه كولاى شې چې له تا نه بل څوك الله ته سبقت او مخكې والى ونه كړي نو دا كار خامخا وكړه.
حسن رحمه الله وايي: څوك چې له تا سره پر دين باندې په عمل كې مقابله كوي، نو ته هم ورسره مقابله وكړه او څوك چې له تا سره د دنيا په حصول كې مقابله كوي، نو دنيا ورته پر مخ ورووله.
شاعر وايي:
افسوس! د ژوند ګړۍ د كمزورۍ او سستۍ په ذلت كې ختمې شوې.
حال دا چې لوړهمتو خلكو د نجات او خلاصون پر لاره تګ شروع كړى دى. او لوړ هدف ته په اطمينان سره روان دي.
زه پر همدې خبره اكتفا كوم، او د ځان او تاسو لپاره له الله نه بښنه غواړم.

دويمه خطبه
ټولې ستاينې خاص الله لره دي چې د متقيانو دوست او كارساز دى، كامل او دايم درود او سلام دې وي د هدايت پر رسول او د تقوا پر امام باندې چې رحمة للعلمين دى. او د هغه پر آل، صحابه وو او تر قيامته پورې په نېكۍ سره د هغوى پر پيروي كوونكو باندې.
زه شاهدي وركوم چې له الله نه غير بل حق معبود نشته، چې ايكي يواځې دى، هېڅ شريك نه لري. او شاهدي وركوم چې محمد (ﷺ) د هغه بنده او رسول دى. د هغه خليل او انتخاب دى. تر ټولو زيات د قوي عزم والا، متقي او احتياط كوونكى دى.
نېكيو ته تر ټولو سبقت كوونكى او تلوار كوونكى دى.
اما بعد!
د نېكۍ عمل كوونكو ته زېري دى چې نبيﷺ فرمايلي دي: زما د امت په هر قرن او پېړۍ كې سابقون ړومبى كېدونكي شته. دا حديث ابو نُعيم په الحليه كې له ابن عمر رضي الله عنهما نه روايت كړى دى او حسن حديث دى.
دا حديث په صراحت سره پر دې دلالت كوي چې د محمدﷺ په امت كې به په هره پېړۍ كې سابقين وي، او الحمد لله هېڅ يو قرن به ترې خالي نه وي، په هره پېړۍ كې الله تعالٰى به داسې خلك پيدا كوي چې خير ته به سبقت كوونكي وي، د ازمايشونو به څه پروا نه كوي، نور خلك به د هغوى پيروي كوي، او په دې طريقه به د الله په حكم سره په هره پيړۍ كې صديقين، شهداء او صالحين پيدا كېږي. په دې كې انسان ته ترغيب دى. خپل مالك ته په ورتګ كې چې خپل همت دې لوړ وساتي، بلند اهداف دې وټاكي او لوړ مقاصد دې لټوي، او د دغو لپاره دې كوښښ كوي، او په مقابل كې دې پر ذلت نه راضي كېږي، او ضعف او كمزورۍ ته دې نه تسلمېږي.
ابن القيم رحمه الله فرمايي: بنده، الله تعالٰى د ورتګ منزلونه په خپل زړه او همت سره قطع كوي نه په جسم سره.
تقوا په حقيقت كې د زړه تقوا ده، نه د اندامونو، الله تعالٰى فرمايي:
﴿ذٰلِكَ١ۗ وَ مَنْ يُّعَظِّمْ شَعَآىِٕرَ اللّٰهِ فَاِنَّهَا مِنْ تَقْوَى الْقُلُوْبِ۰۰۳۲﴾
’’ دغه (حكم بیان شو) او څوك چې د اﷲ د نښو تعظیم وكړي، نو بېشكه دا د زړونو له تقوىٰ څخه دى.‘‘ (الحج 32:22)
نو هوښيار بنده دغه مسافت او لاره د ارادې په صحيح والي، د همت په لوړوالي د مقصود په يو والي او د نيت په صحيح والي سره په لږ عمل سره قطع كوي.
او هغه كس چې له دغو اوصافو نه خالي وي هغه به يې په ډېري ستړيا، مشقت او په ډېر زيات عمل سره قطع كوي. دا ځكه چې د ارادې صحيح والى او محبت مشقت ختموي، منزل او برتګ اسانوي.
الله ته تګ په همت، رښتيني رغبت او سپېڅلي عزم سره ممكن دى، نو هغه چې د همت خاوند وي هغه سره له لږ عمله له هغه چا نه مخكې كېږي چې د ډېر عمل والا وي نو تګ په اصل كې د زړونو تګ دى او مخكې والى د همتونو مخكې والى دى.
د الله بنده ګانو!
د لوړ همت څښتنان د خپل هدف او مقصود د حصول په لاره كې خپل ځان او مال قربانوي، ځكه چې هغوى پر دې پوه وي چې د اوچتو مقاماتو حاصلول په سختيو او مشقتونو كې نغښتي وي او دا چې فوايد، غوره والى، خوندونه او كمالات له څه نا څه مشقت او ستړيا نه بغير نه حاصلېږي. مومنان خو د لوړو مرتبو تلاش كوونكي وي، د جنت د اعلا درجې جنت الفردوس امېدوار وي، او دغه جنت الفردوس هغه دى چې رسول اللهﷺ يې مونږ ته رهنمايي كړې ده چې كله مونږ له الله نه جنت غواړو نو جنت الفردوس به ترې غواړو.
له دې نه معلومه شوه چې دغه جنت تر ټولو جنتونو بره دى. ځكه نو د امت د تعليم لپاره نبيﷺ وفرمايل: كله چې تاسو له الله نه سوال كوئ نو جنت الفردوس ترې غوړائ.
اى وروڼو!
د سابقينو پر لاره تلونكى بنده ډېر ممتاز او با اعتماده وي، دى پر دې پوهېږي چې په دې امت كې غوره والى او نېكي نه ختمېږي. دى د رسول اللهﷺ د منهج او تګلارې پيروي كوونكى وي. پر خپل دين منګولې لګوونكى وي، زړه يې په اخرت پورې تړلى وي، دى د خپل ځان، شهوت او خواهشاتو له وجې نه ژوند نه تېروي. بلكې د خپل دين او امت لپاره ژوندى وي. او پر امت باندې د راغليو مصيبتونو او سختيو په وجه نه ناامېده كېږي. بلكې دې نېك فاله وي، د دين د عزت لپاره ټينګ او مضبوط ولاړ وي، په دې يې يقين وي چې غلبه او اقتدار د همدې دين لپاره دى. او غلبه او ښه انجام د الله د دوستانو متقيانو لپاره دى.
اګاه شئ او درود او سلام وايئ پر نبي مصطفى او رسول مجتبٰىﷺ باندې. ځكه چې ستاسو رب تاسو ته د دې حكم كړى دى، الله تعالٰى فرمايلي دي:
﴿ اِنَّ اللّٰهَ وَ مَلٰٓىِٕكَتَهٗ يُصَلُّوْنَ عَلَى النَّبِيِّ١ؕ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا صَلُّوْا عَلَيْهِ وَ سَلِّمُوْا تَسْلِيْمًا۰۰۵۶﴾
’’بېشکه ﷲ او د هغه ملايک پر نبي درود وايي. اى هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى! تاسو پر دغه(نبي) باندې درود وايئ او سلام وايئ، سلام ويل.‘‘ (الأحزاب 56:33)
’’اى الله درود نازل کړه پر محمدﷺ او پر اٰل د محمدﷺ باندې او د هغه پر بيبيانو او اولاد باندې، لكه څنګه چې تا درود نازل کړی و پر ابراهيم عليه الصلاة السلام او پر اٰل د ابراهيم عليه الصلاة السلام باندې، اى الله بركتونه نازل کړه پر محمدﷺ، او د هغه پر بيبيانو او اولاد باندې لكه څنګه چې تا بركتونه نازل کړي وو پر ابراهيم عليه الصلاة السلام او پر اٰل د ابراهيم عليه الصلاة السلام باندې، بېشكه ته ډېر ستايل شوى او ډېر د بزرګۍ او عظمت والا يې.‘‘
اى الله اسلام او مسلمانانو ته عزت او غلبه وركړه. كفر او كفار ذليله كړه. د دين دښمنان هلاك كړه. اى الله! د خپلو موحدو بنده ګانو مدد او مرسته وكړه او د دين دښمنان تباه او برباد كړه.
اى الله! دا ښار او ملک او د مسلمانانو ټول ملکونه د امن او اطمينان والا وګرځوه
اى الله! د دين د مرسته کوونکو مدد وکړه او هغه څوک ذليل او رسوا کړه چې ستا مومن بنده ګان ذليله کول غواړي او بې مدده يې پرېږدي.
اى الله مونږ ته زمونږ په وطنونو او كورونو كې امن راكړه، زمونږ د مشرانو او حاكمانو اصلاح وكړه، او پر مونږ باندې هغه چا ته حكمراني ورکړه چې له تا نه وېرېږي، ستا تقوا يې په زړه کې وي او ستا د رضا تابع وي ای رب العلمينه!
ای الله! زمونږ حاکم ته د هغو کارونو، او خبرو توفيق ورکړه چې ته يې خوښوې او پرې راضي کېږې ای تل ژونديه او د ټول عالم انتظام کوونکيه!
ای الله! د مسلمانانو په زړونو کې له يو بل سره مينه او محبت واچوه، په مينځ کې يې اصلاح راوله، د سلامتۍ د لارو رهنمايي ورته وکړه، صفونه يې متحد کړه او خبره پر حق باندې جمع کړه ای رب العلمينه! او ستا او د هغوی پر دښمن ورته غلبه ورکړه ای قوي او تر ټولو غالب ذاته
اى الله! د کمزورو مددګار شه او ستا په لاره كې د جهاد كوونكو، زمونږ د سرحدونو د ساتونكو او سرحدي فوځيانو تهٔ مدد وكړه. ته يې مددګار، تايید کوونکی او پشتيبان شه
اى الله! زپل شويو مومنانو ته نجات ورکړه، د مسلمانانو غمونه لرې كړه. ای الله! زمونږ له وروڼو نه په شام کې، په يمن کې، په عراق کې، په برما کې او په هر ځای کې سختي او جنګونه پورته كړه، اى رب العلمينه،
اى الله! له هغوی نه ظلم، او تجاوز پورته کړه، مصيبتونه ترې پورته کړه، ای الله دوی ته د هر غم په بدله کې اساني ورکړه او له هرې تنګۍ نه ورته خلاصی ورکړه او له هر ازمايښت نه عافيت ورکړه، ته يې پرده دار شه، وېره يې ختمه کړه او سکون پرې نازل کړه. پر مړيو يې رحم وکړه، مريضانو ته يې شفا ورکړه او بنديان يې ازاد کړه.
اى الله! ته خپل سخت او شديد عذاب هغه چې له مجرم قوم نه نه وروسته کېږي پر هغه چا باندې نازل كړه چې پر مومنانو مسلط شوي دي او ظلم پرې کوي ای قوي او تر ټولو غالب ذاته.
ای الله! پر مومنانو باندې دغو ظلم كوونكو سره ته پوه شه، ځکه چې دوی تا نشي عاجزه کولی.
الله! ته پرې زلزله راوله، له پښو نه يې ځمکه وتښتوه. ای الله! پر دغو ظالمانو هغه څـوک مسلط کړه چې دوی ته سخت عذابونه ورکوي ای قوي او طاقتور ذاته!
ای الله! د کتاب نازلوونکيه، د ورېځو چلوونکيه، لښکرونو لره شکست ورکوونکيه! دغو ته شکست ورکړه او د دغو په ضد د مسلمانانو مدد وکړه ای رب العلمينه!
او زمونږ د دعوت اخر دا دی چې ټولې ستاينې خاص الله رب العلمين لره دي.

Tags

Related Articles

Back to top button