عقيده

 په دين اخستنه او استدلال کې د اهل سنت والجماعت تګلاره، ژباړه: انديال ساپى

 په دين اخستنه او استدلال کې د اهل سنت والجماعت تګلاره، ليکنه:د/ ناصر عبد الکريم العقل، ژباړه: انديال ساأى

په دين اخستنه او استدلال کې د اهل سنت والجماعت تګلاره او اصول په لاندې ډول دي:

(1) د اسلامي عقيدې مصدر د الله تعالى کتاب ، نبوي سنت او د سلفو صالحينو اجماع ده.

(2) هر نبوي سنت چې صحيح او ثابت وي، منل يې واجب دى که څه هم خبر واحد وى.

(3) د قران او سنتو په فهم کې معتبره مرجع خپله د قران او سنت بيانوونکي نصوص، د سلفو صالحينو او د هغوى په منهج د روانو امامانو فهم، او بيا سمه عربې ژبه ده، د پورتنيو شيانو معارضه په لغوي احتمالاتو سره کول ناسم دى.

(4) د دين ټول اصول رسول صلى الله عليه وسلم بيان کړى دى، او هيڅ چاته روا ندې چې په دين کې نوې څه رامنځته کړى پدې ګمان چې دا د دين برخه ده.

(5) په پټه او ښکاره الله تعالى او هغه د رسول حکمونو ته غاړه کيښودل، په قياس، ﺫوق، د شيخ او امام په وينا او داسې نورو شيانو الله تعالى د کتاب او صحيحو نبوي سنتو د هيڅ يوې برخې معارضه نه کول.

(6) څرګند او روڼ عقل د صحيح نقل موافق وى او هيڅ کله يې ترمنځ تعارض نوې، چې کله هم د تعارض وهم او ګمان منځته راځى نقل به پر عقل مخکى کيږى.

(7) د عقيدې په برخه کې د شرعي الفاظو پابند پاتى کيدل او د بدعي الفاظو نه ډډه کول.

(8) هغه مجمل الفاظ چې د سم او خطا دواړو احتمال لري د معنى پوښتنه به يې کيږي کوم چې حق وى په شرعي نص به ثابتيږى او کوم چې باطل وى هغه به رد کيږى.

(9) عصمت يواﺯې رسول صلى الله عليه وسلم لره ثابت دى، په ټوله کې اسلامي امت په ګمراهې باندې د راټوليدو معصوم دي، په فردي توګه هيڅ چاته عصمت حاصل ندې، په کومو شيانو کې چې امامانو اختلاف کړي دي يا نور مسائل ټول به قران او سنت ته وړاندې کيږي، سره لدې به د امت مجتهدينو لپاره عﺫر کتلې شي.

(10) په امت کې داسې محدثين شته چې الهام ورته کيږي، رښتنى خوب هم حق دى او د نبوت يوه برخه ده، رښتنى فراست هم حق دى، د ا ټول کرامتونه او ﺯيرې دي(چې کله د شريعت موفق وى) خو هيڅکله د دين مصدر او سرچينه نشي ګرځيدلى.

(11) په دين کې جنجال بد ګڼل شوي او په ښه طريقه بحث کول مشروع دى، په کومو شيانو ګې چې له بحث کولو منع راغلى ده، ډډه کول ترې واجب دى، مسلمان بايد په هغه څه کې ورګډ نشي چې علم پرې نه لري بلکې خپل رب ته يې حواله کړى چې پرې عالم دى.

(12) د رد په صورت کې بايد د وحي تګلاره ونيول شي، همدارنګه د عقيدې په لرلو او ثابتلو کې هم، د بدعاتو رد په بدعاتو نه کيږي او نه د افراطيت رد په غلو باندې او هم بالعکس.

(13) په د ين کې هر نوى شي (له ځانه جوړ) بدعت دى او هر بدعت ګمراهى ده او هره ګمراهى به په اور کې وى.

Tags

Related Articles

Back to top button