رنځ او مرض، الهي لورینه او کرامت. ژباړن: لقمان حکيم حکمت
رنځ او مرض، الهي لورینه او کرامت. ژباړن: لقمان حکيم حکمت

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله رب العلمين، والصلاة والسلام علی خاتم النبيين، وأشهد أن لا اله الا الله وحده لاشريک له، وأن محمدا عبده ورسوله، وبعد:
ازمېښت ولې: د رنځ په شمول ټولې ستړې ستونزې او حتی روغتيا او ټول محبوب شيان د الله د ازمېښت رباني طريقې دي، انسان پر هر څه باندې ازمېښت کيږي هم په خوښيو او هم په ناخوښيو، هم په هدايت او هم په ضلالت، الله پاک فرمايي (وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً وَإِلَيْنَا تُرْجَعُونَ) [سورت أنبياء :۳۵]
ژباړه: مونږ مو په خوښيو او ناخوښيو ازمايو او مونږ ته به تاسو راستنېږئ.
عبدالله بن عباس رضي الله عنه وايي: مونږ به مو په سختيو او سهولت، په جوړه او ناجوړه، په شتمنۍ او نيستۍ، په حرامو او حلالو، په پېروکارۍ او سرغړونې باندې وازمو([1]) رنځونه هغه څه دي چې الله پاک ورباندې خپل بندګان ازموي، رنځونه ډېرې ګټې او ځانګړې احکام لري، په شفاء العليل کې يې ابن القيم رحمه الله له سلو نه ډېرې ګټې ذکر کړي دي([2]).
د رنځونو له ګټو او فائدو څخه ځينې دا دي:
۱ – : په انسان کې د پټ عبوديت (صبر) او د ښکاره عبوديت (شکر) قوه را برسيره کوي.
انسان د تل لپاره د رنځ او صحت ترمنځ اوړي راوړي، ترڅو د الله پاک عبوديت ورته په پوره توګه وښودل شي،نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ، إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ، صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَه ) ([3])
ژباړه: دمومن حالت ته خوشحالي په کار ده او دا خوشحالي له مومن پرته د بل هېڅ چا لپاره نشته، که خير ورته ورسيږي نو شکر پرې اوباسي نو د ده لپاره د ګټې خبره ده او که تکليف ورته ورسيږي نو صبر پرې وکړي نو د ده لپاره د ګټې خبره ده.
۲ – : په رنځونو او مرضونو باندې الله پاک له انسان څخه ګناهونه رژوی، چې څومره ګناهونه تا په خپل زړه، غوږونو او سترګو او ژبې او د بدن نورو غړو په توسط کړي دي د مرض په سبب درڅخه رژيږي، ابن عبدالبر رحمه الله وايي: سترې ستونزې، رنځونه او دردونه د ټولو علماؤ په اتفاق ګناهونه روژوي. ([4]) ځکه کله مرض د انسان د ګناه له کبله پرې واقع شي.
الله تعالی فرمايي: (وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِير) (سورت شوری: ۳۰)
ژباړه: او تاسو ته چې کوم مشقت درسيږي نو ستاسو د لاسي ګناهونو په سبب او الله پاک له ډېرو ګناهونو څخه درته بخشش هم کوي.
او رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَا اخْتَلَجَ عِرْقٌ وَلَا عَيْنٌ إِلَّا بِذَنْبٍ , وَمَا يَدْفَعُ اللَّهُ عَنْهُ أَكْثَر) ([5])
ژباړه: په رګونو او سترګو کې ګډوډي د ګناه په سبب راځي، او کوم عذابونه چې الله يې دفع کوي بيخي ډېر دي.
او په دنيا کې مومن په سزا نيول له دې څخه ډېر بهتره دي چې اخرت کې پرې ونيول شي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِعَبْدِهِ الخَيْرَ عَجَّلَ لَهُ العُقُوبَةَ فِي الدُّنْيَا، وَإِذَا أَرَادَ اللَّهُ بِعَبْدِهِ الشَّرَّ أَمْسَكَ عَنْهُ بِذَنْبِهِ حَتَّى يُوَافِيَ بِهِ يَوْمَ القِيَامَة) ([6])
ژباړه: الله چې کله پر خپل بنده د خير اراده ولري نو په دنيا کې ورله عقوبت ورکړي، او کله چې الله په خپل بنده د خير اراده ونه لري نو په ګناه يې په دنيا کې سزا وار نه کړي او اخرت کې ورته پوره سزا ورکړي.
نور ډېر حديثونه شته چې په مرضونو باندې الله پاک له انسان نه ګناهونه رژوي چې ځينې نمونې يې دا دي:
نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُصِيبُهُ أَذًى، مَرَضٌ فَمَا سِوَاهُ، إِلَّا حَطَّ اللَّهُ لَهُ سَيِّئَاتِهِ، كَمَا تَحُطُّ الشَّجَرَةُ وَرَقَهَا) ([7])
ژباړه: هېڅ داسې مسلمان نشته چې کوم تکليف ورته ورسيږي او يا مريض شي او يا بل تکليف ورپېښ شي مګر الله ورڅخه ګناهونه داسې رژوي لکه ونه چې خپلې پاڼې رژوي.
او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَا يَزَالُ البَلَاءُ بِالمُؤْمِنِ وَالمُؤْمِنَةِ فِي نَفْسِهِ وَوَلَدِهِ وَمَالِهِ حَتَّى يَلْقَى اللَّهَ وَمَا عَلَيْهِ خَطِيئَة) ([8])
ژباړه: په مومن نارينه او زنانه باندې په خپل ځان، په بچو او مال کې تر هغه مصيبتونه پنډ وي چې له الله سره مخامخ شي او هېڅ ګناه ورباندې نه وي.
۳ – : په رنځ او مرض باندې د رنځور انسان حسنات ډيريږي او مرتبه يې پورته کيږي، کله چې هم انسان په مرض باندې صبر وکړي نو حسنات يې ډېر او مرتبه يې لاپسې پورته شي او د ډېرو اجرونو او ثوابونو څښتن شي، نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (مَا مِنْ مُسْلِمٍ يُشَاكُ شَوْكَةً، فَمَا فَوْقَهَا إِلَّا كُتِبَتْ لَهُ بِهَا دَرَجَةٌ، وَمُحِيَتْ عَنْهُ بِهَا خَطِيئَة) ([9])
ژباړه: د هېڅ مسلمان په خپه کې غنه نه ځي يا ورته له دې نه غټ بل مصيبت نه رسيږي مګر يوه درجه ورته وليکل شي، او يوه ګناه ورڅخه ورژيږي.
په بل حديث کې راځي: (وَإِنَّهُ ليُصِيبُ مُؤْمِنًا نَكْبَةٌ مِنْ شَوْكَةٍ، فَمَا فَوْقَ ذَلِكَ، إِلَّا حُطَّتْ بِهِ عَنْهُ خَطِيئَةٌ، وَرُفِعَ بِهَا دَرَجَةً) ([10])
ژباړه: مومن بنده ته ان چې د غنې مصيبت يا له دې نه لوی مصيبت ورورسيږي مګر دا چې هم ورڅخه ګناه رژيږي او هم پرې يوه درجه پورته شي.
۴ – : رنځونه او مرضونه جنت ته د تللو ستر لامل دی، ځکه جنت ته ننوتل په هغو عملونو کېږي چې د نفس بدي راځي، او حديث کې هم راځي: (حُفَّتِ الْجَنَّةُ بِالْمَكَارِه) ([11])
ژباړه: جنت په مشقتونو کې نغښتل شوی دی. همدارنګه نبي کريم صلی الله عليه وسلم هغې ښځې ته چې چپه به پرې راتله ورته وويل: (إِنْ شِئْتِ صَبَرْتِ وَلَكِ الجَنَّة) ([12])
ژباړه: که دې خوښه وي په مرض دې صبر وکړه او ستا برخه به جنت وي.
او په قدسي حديث کې راځي: (إِذَا ابْتَلَيْتُ عَبْدِي بِحَبِيبَتَيْهِ فَصَبَرَ، عَوَّضْتُهُ مِنْهُمَا الجَنَّةَ) ([13])
ژباړه: زه چې کله خپل بنده په دواړو سترګو وازموم او هغه پرې صبر وکړي نو ضرور به ورته په بدل کې جنت ورکړم
نو مرضونه او ازميښتونه او خفګانونه جنت ته د تللو لاملونه دي.
۵ – : له اور څخه خلاصون: په حديث کې راځي له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی: (أَنَّهُ عَادَ مَرِيضًا، وَمَعَهُ أَبُو هُرَيْرَةَ مِنْ وَعْكٍ كَانَ بِهِ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَبْشِرْ فَإِنَّ اللَّهَ يَقُولُ: هِيَ نَارِي أُسَلِّطُهَا عَلَى عَبْدِي الْمُؤْمِنِ فِي الدُّنْيَا، لِتَكُونَ حَظَّهُ مِنَ النَّارِ، فِي الْآخِرَة) ([14])
ژباړه: نبي صلی الله عليه وسلم د يو ناجوړه پوښتنه کوله او ابوهريره رضي الله عنه هم ورسره و، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: مبارک دې شه، الله پاک وايي: تبه زما اور دی چې خپل مومن بنده ته يې په دنيا کې استوم په دې خاطر چې د اخرت برخه اور ورته په دنيا کې ورسيږي.
او له عائشې رضي الله عنها نه مرفوعا روايت دی فرمايي: (الحُمَّی حَظُّ کِلِّ مُؤْمِنٍ مِنَ النَّارِ) ([15])
ژباړه: تبه له اور څخه د هر مومن برخه ده.
۶ – : له ګناهونو څخه الله پاک ته د بنده سالم ستنېدل او له خپل غفلت نه رابېدارېدل، ځکه مرضونه او تکليفونه له الله څخه غافل انسان الله ته ډېر ښه راستنوي او له ګناهونو نه يې رابندوي، ځکه چې دغه شان انسان باندې کله هم الله پاک مرضونه کيږدي نو خپل ضعف او ذلت او فقر په سمه معنا وپېژني او د الله په حق کې خپل تقصيرات ورته معلوم شي، الله پاک فرمايي: (وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُون) ([16])
ژباړه: له تا نه مخکې امتونو ته مونږ استازي استولي ول نو د عصیان په صورت کې مو په دې خاطر په فقر او مرضونو ونيول چې بېرته خپل رب ته رجوع وکړي.
امام طبري رحمه الله فرمايي: مونږ په سخت په فقر او مرضونو ونيول په دې خاطر چې ما ته به پکې عاجزي پېدا شي او عبادت کې به اخلاص پېدا کړي. ([17])
شيخ الاسلام ابن تيمیه رحمه الله فرمايي: له هغه نعمت څخه چې له الله څخه دې غافله کوي هغه مصيبت ډېر ښه دی چې الله ته دې راستنوي([18]).
۷ – : د الله په تېرو او راروانو نعمتونو باندې انسان خبرول، په مرض او رنځ باندې الله پاک تا ته د ډېرو هغو نعمتونو ارزښت درښايي چې په صحتمندۍ کې يې ته په ارزښت نه پوهېدې، نو په دې سره ته د خپل رب د نعمتونو مزيده شکريه ادا کړې او د انسان لپاره دا د لويې ګټې خبره ده.
۸ – : په مرضونو باندې تا ته خپل هغه ناجوړه مسلمانان ورونه درياديږي چې ته ترې د خپلې صحتمندۍ په حالت کې ناخبره وې، نو په دې سره ته کولی شې چې حقوق يې په سمه توګه ادا کړی شې، د هغوی پوښتنه وکړې او حاجتونه يې پوره کړې چې په دې سره د هغوی تکليف ډېر کميږي او پوره تسليت يې کيږي، او هغه اسباب به ورته شته کړې چې د ناجوړه د صحت سبب جوړيږي او د هغوی لپاره د صحت دعاګانې کول او داسې نورې ډېرې ګټې او فايدې.
۹ – : په حسي مرضونو سره له زړه څخه د کبر او غرور، د بخل او ځان خوښۍ، د حسد او کېنې او د زړه ټول مرضونه له منځه ځي.
ابن القيم رحمه الله فرمايي: په دردونو او مرضونو کې د هغه چا زړه او روح ته ګټه ده چې څوک ژوندی وي، ځکه د زړونو او روح زندګي په بدني مرضونو او مشقتونو کې نغښتل شوې ده.
مرضونه د الله لورينه ده:
د مرض متعلق له تېرو ګټو او فايدو څخه مونږ ته معلومه شوه چې مرضونه او رنځونه د الله له پلوه نعمت او لورينه او رحمت دی، لکه څنګه چې مونږ په صحتمندۍ خوشاليږو داسې به سلف صالحين په مرضونو خوشحالېدل، نبي کريم صلی الله عليه وسلم د پېغمبرانو او صالحينو بندګانو د مرضونو او مصيبتونو د ازمېښت متعلق وايي: (وَإِنْ كَانَ أَحَدُهُمْ لَيَفْرَحُ بِالْبَلَاءِ، كَمَا يَفْرَحُ أَحَدُكُمْ بِالرَّخَاء) ([19])
ژباړه: په هغوی کې به هرڅوک په مصيبت داسې خوشحالېده لکه تاسو کې چې څوک په سهولتونو خوشحاليږي.
ابن القيم رحمه الله وايي: چې الله پاک درباندې هر څه کوي ته ورڅخه خوشحاله اوسه، هغه چې له تا څخه څه منعه کوي په دې خاطر چې نور ډېر څه درکړي، او تا چې په کومو ازميښتونو کې اچوي په دې خاطر چې تا ته عافيت درکوي، او ناجوړه کوي دې هم ځکه چې صحت درته درکړي، او چې مړ کوي دې هم په دې خاطر چې بېرته دې راژوندی کړي، پام کوه چې بيخي ترې نارضا نه شې ورنه له سترګو به يې ولويږې([20]).
سفيان ثوري رحمه الله وايي: هغه سړی جاهل دی چې مصيبت ته نعمت نه وايي او سهولت ته مصيبت نه وايي([21]).
په هر مسلمان باندې د هغه د ايمان په اندازه مصيبت راځي:
عائشه رضي الله عنها فرمايي:( مَا رَأَيْتُ أَحَدًا أَشَدَّ عَلَيْهِ الوَجَعُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّم) ([22])
ژباړه: د نبي صلی الله عليه وسلم نه بغېر مې څوک ډېر درمند نه دی ليدلی.
([6]) سنن الترمذي:(۲۳۹۶)، صحیح الجامع الصغیر:( ۳۰۸)
([7]) صحيح البخاري:(۵۶۶۰) صحيح مسلم:(۲۵۷۱).
([11]) صحيح البخاري: (۶۴۸۷) صحيح مسلم:(۲۸۲۲)
([12])صحيح البخاري: (۵۶۵۲) صحيح مسلم:(۲۵۷۶)
([15]) سلسلة الأحاديث الصحيحة: (۱۸۲۱) مسند البزار:(۷۶۵)
([19]) سنن ابن ماجه:(۴۰۲۴) سلسلة الأحاديث الصحيحة: (۱۴۴)
([20]) مدارج السالکين: (۲/ ۲۰۸)