شرکعقيده

اسلام ماتونکي شیان ( شرک اکبر) . ژباړه: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

اسلام ماتونکي شیان ( شرک اکبر) . ژباړه: دکتور ابوزکريا محمد اسمعيل

دوهم ماتوونکې: شرک اکبر (لوﺉ شرک):

او هغه دا چې د الله تعالی لپاره شریک او یا سیال ومنل شي، او دا بیا په څو ډوله دی:

لومړی ډول: په عبادت او بندګۍ کې شرک کول، چې د عبادت او بندګۍ کوم ډول او نوعه د الله تعالی پرته بل چا ته هم وشي، لکه دغیر الله دعاء، رابلل، د غیر الله په نوم حلالکه او ذبح کول، او د هغه لپاره نذر اومنښته منل، له غیر الله څخه مرسته او کومک او مدد غوښتل، غیر الله ته چېغه او رامددشه ویل، په غیر الله باندې استعاذه او پناه غوښتل- کوم چې مافوق الأسباب امورو کې وي-، او داسې نور.

د شرک فی الألوهیت یو شکل هغه دی کوم چې يي بُت پرستان د انبیاؤ، اولیاؤ عبادت او پرستش کونکي کوي، لکه د بُتانو، انبیاؤ اولیاؤ رابلل، او ورته چېغه او رامددشه ویل، له هغوﺉ څخه سفارش غوښتل، ورڅخه د خپلو ډول ډول حاجتونو غوښتل، ګټه غوښتنه او ضرر دفع کول، او له هغه څخه بچ کول غوښتل، نو هغه څوک چې دغه کارونه کوي هغه بنده مشرک اوکافر بلل کېږي، اګر که هغه پخپل ځان د مسلمان ګومان کوي او دعوا یي کوي، او ورسره »لا إله إلاَّ الله« وایي، لمونځ کوي، خیراتونه کوي، روژی نیسي، حج کوي او نور د خیر کارونه کوي؛ ځکه شرک اکبر هر نیک عمل بربادوي او ابته کوي یي؛ ځکه شرک اکبر د اسلام دین بلکل منافي او ضد دی.

2/ بل شکل یي هغه دی کوم چې یي ساحران کوډګر، او هغه خلک چې دوﺉ ته ورځي – کوي يي، لکه: د غیر الله په نوم ذبح او حلالکه کول، له غیر الله څخه مرسته او کومک غوښتل، او شیطانانو څخه مرسته او کومک غوښتل.

دوهم ډول: د الله تعالی په ربوبیت کې شرک: یعنی د الله تعالی سره د هغه په افعالو او خدائي کارونو کې شریک او برخمن منل، او ورسره بل څوک سیال ګڼل، لکه چې ځینی مشرکان په خپلو معبودانو او مشرانو کې دا اعتقاد لري چې دوﺉ په کوْن کې تصرف کولی شي، او یا پر غیبو باندې علم لري او پرې پوهیږي، او یا هم د باران کولو اختیار لري، یا د چا رزق روزي ورکولو اختیار او واک لري، او یا هم له مرض او رنځ څخه روغتیا ورکولی شي، یا اولاد او بچي ورکولی شي، یا بی واده شخص ته د ژوند ملګری بخښي، یا چا ته مال او شتمني ورکولی شي، او یا هم تکلیفونه او سختۍ لری کوي، او مصیبتونه او بلاګانی پورته کوي، او یا حاجتونه پوره کوي، او که څوک یي رابلي نو دُعا او زاري یي قبلوي، او په درد یي ورځي.

بل شکل یي هغه دی چې ځینی خلک لکه مجوس چې عقیده لري چې ددي کون او عالم دوه پیداکونکي دي: یو رڼا، او بل تیاره او تورتم.

درېم شکل هغه دی لکه چې ځینی صوفیان او شیعه ګان يي د خپلو مشرانو په هکله عقیده لري چې هغوﺉ په غیبو پوهیږي، او په کون کې تصرف کولی شي، او دچا دُعا او رابلل قبلولی شي، او حاجتونه او ضرورتونه یي پوره کولی شي.

بل شکل یي: د الله تعالی د رالیږل شوي وحي نه پرته د مخلوق په جوړ شوو قوانینو باندې فیصلی کول، نو څوک چې د الهي وحي پرته په نورو قوانینو فیصلی کوي هغه طاغوت دی، او په دغه فیصلو ځان دالله تعالی سره په فیصلو کې شریک او برخمن ګڼي.

درېم ډول شرک د اطاعت او پیروﺉ شرک دی، او هغه دا چې بنده حِل او حرمت کې له اسلامي شریعت پرته د خپلو مشرانو پیروي وکړي، چې هغوﺉ ته يي غوږ نیولی وي: کوم چې هغوﺉ ورته حلال وایي، ددوﺉ په نیز هم حلال، او کوم ته چې دغه مشران حرام وايي نو ددوﺉ په نیز هم حرام وي، لکه چې د طواغیتو پرستش کونکي یي کوي، چې په حِل او حرمت کې د خپلو طواغیتو اطاعت او د هغوﺉ پیروي کوي، چې د الله تعالی حرام کړیو ته حلال، او د الله تعالی حلال کړیو ته حرام وايي، اوددي هم ډیر شکلونه دي، چې له هغی څخه:

یو شکل دا دی چې څوک طواغیتو ته فیصلی او وروړي، نو څوک چې پخپله خوښه او خپله اراده هغوﺉ ته خپلی منازعی او لانجی د حل او فصل لپاره وروړي، او دهغوﺉ فیصلی غواړي چې پلی شي، دا بنده کافر بلل کېږي؛ ځکه چې الله فرمایي:

﴿أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا ٦٠﴾ [النساء: 60].

ترجمه: «آیا ته نه ګوری هغه خلکو ته چې ګومان کوي چې دوﺉ ایمان لري په هغه وحي چې تا ته لیږل شوی ده – اي محمد – او هم ایمان لري په هغه کتابونو چې له تا څخه مخکنیو پیغمبرانو ته لیږل شوی وه، او سره له  دي هم غواړي چې خپلی فیصلی طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوﺉ ته دا حکم شوی دی: چې کفر وکړي او انکاري شي پر دغه طاغوت او د هغه پر فیصلو، خو شیطان غواړي چې دوﺉ له حق څخه په ډیری لری ګمراهۍ او بی لارﺉ ګمراه او بی لاري کړي».

یادونه: هو، هغه څوک چې په داسې هیواد کې اوسي چې هلته د الله تعالی په رالیږل شوي وحي باندې فیصلی نه کېږي، او دغه اوسیدونکې له خپله ځانه د ظلم په رفع او یا ورڅخه په خلاصۍ کې، او یا دخپل حق په لاس ته راوړلو کې- دي ته اړ شو چې ځینی هغه محکمو ته خپل شکایت او فیصله وروړي چې دی ګومان کوي چې دده حق به ورته وروسپاري، او یا به ظلم ورڅخه پورته کړي، نو په دغه وخت کې دا بنده نه کافر کېږي؛ ځکه رسول الله چې کله خپلو صحابه کرامو ته د حبشی په لوری د لومړني هجرت کولو اجازه وکړه نو ورته یي وویل: «إنَّ بأرضِ الحَبَشةِ مَلِكًا لا يُظْلَمُ أحَدٌ عندَه، فالْحَقُوا ببلادِه حتى يَجْعَلَ اللهُ لكم فَرَجًا ومَخْرَجًا مِمَّا أنتم فيه» [رواهُ البَيْهقِيُّ من حديثِ أُمِّ سَلَمَةَل بإسنادٍ حَسَنٍ].

ترجمه: «بیشکه د حبشی هیواد کې داسې پاچا دی چې د هغه په حکومت پر هیچا ظلم نه کېږي، نو هلته لاړ شۍ، ددی لپاره چې الله تعالی یي ستاسو لپاره د هغه مشکلاتو څخه چې تاسو پکې یاست – د خلاصۍ سبب وګرزوي».

ځکه نجاشي لا پدغه وخت کې مسلمان شوی نه وو، خو سره له دي که پر دوﺉ کوم ظلم شوی واي، او دوﺉ نجاشي ته فیصلی وروړلو ته اړ شوي واي نو نجاشي به ورسره له انصاف او عدل څخه کار اخستی وو، نو دا ددي دلیل دی چې په هغه هیوادونو کې چې اسلامي نظام نه وي، خو که یو مسلمان ورته فیصله وروړي نو عدل او انصاف به ورسره وشي، او له ظلم څخه به خلاص شي – روا ده چې خپله فیصله او عرض ورته وروړي.

ځکه مسلمان د ضرورت او حاجت په وخت کې چې که ورنشي نو مصلحت یي فوت کېږي- نو هغه په حقیقت کې طواغیتو ته د فیصلو وروړلو غوښتونکې نه دی، نو په دی اساس هغه په دغه وخت کې نه کافر کېږي.

دوهم شکل: په اسلامي شریعت کې د بیان شوو حلالو په تحریم او همدغه شان په شریعت کې د واضحو حرامو په تحلیل کې د بی دینه علماؤ او طاغوتو حاکمانو اطاعت او پیروي کول.

دشرک افراد او شکلونه بیخي ډیر دي، خو ټول همدی درېو ډولونو ته راګرزي.

Tags

Related Articles

Back to top button