قرآن کريم

په قران کريم کې د همزاتو پېژندنه. حافظ عمر احمد السلفي

په قران کريم کې د همزاتو پېژندنه. حافظ عمر احمد السلفي

 

فايده :

 په دې فايده کې لفظ د (بيس الاسم الفسوق) حکم بيانيږي .

د وييلو طريقې:

ددې د وييلو دوه طريقې دي :      ١- ابتدا .     ٢- وصل .

1- ابتدا:  

په حالت د ابتدا کې به دوهمه همزه حذف کيږي او په اوله همزه کې اختيار دى يعني حذف او باقي پاتې کېدل يې امکان لري يعني: (السم الفسوق) ويل هم جايز دي , او (لسم الفسوق) ويل هم جايز دي .

2 – وصل:  په حالت د وصل کې به اوله او دوهمه همزه دواړه حذف کيږي ځکه دا دواړه همزتين وصلي دي او همزه وصلي په منځ د کلام کې نه کاريږي.

فايده: په دې فايده کې مصنېف (رحمه الله) د همزې وصلي د حرکت حکم بيانوي که چېرې د فعل دريم حرف يعني د عين کلمه باندې ضمه راغلې وي نو همزه وصلي به مضمومه وي لکه : (اُقتُل، اُنْصُر)، او که چېرې د فعل دريم حرف يعني عين کلمه باندې کسره يا فتحه يا ضمه عارضي راغلې وه نوهمزه وصلي به مکسوره وي لکه : (اِسْمَع، اِضرِب، اِتَقُو).

او په اسماوؤ کې همزې وصلي ټولې مکسورې دي ليکن هغه اسم چې د هغې په اول کې الف لام تعريفي راغلى وي نو دغه الف لام تعريفي همزه به مفتوحه وي لکه : (الرجل، البيت).

همزه په اعتبار د واقع کېدلو

همزه په اعتبار د واقع کېدلو سره په درې(۳) ډوله ده:

  ١- همزة ابتداييه .   ٢- همزه متوسطه .   ٣- همزه متطرفه .

همزه ابتداييه همېشه لپاره په خپل شکل ليکل کېږي لکه : (اَمَرَ).

همزه متوسطه او همزه متطرفه به د مقابل حرکت حرف مده په شکل سره ليکل کېږي لکه : (جِيتَ يُؤْمِنُ).

ليکن د امام حفص رحمه الله په نزد د همزې متوسطې او متطرفې کوم تغير اوتبديل نه دى نقل شوى او د همزې ابتدايي احکام شته .

نو همزه ابتداييه لومړی  په دوه(۲) ډوله ده :

اول: همزة الوصل .     دوهم: همزة القطع .

د همزة القطع اقسام :

همزة القطع په دوه(۲) ډوله ده :

    1 –  همزة الاصل .    2 – همزة الاستفهام .

1 – همزة الاصل :

چې د کلمې په اصل کې پرته وي، اسم وي که فعل ثلا ثي مجرد وي او که مزيد فيه، او دا همزة الاصل په اوه(۷) ډوله ده :

١- همزة البناء .                 ٢- همزة الجمع .                ٣- همزة الاعلام .

٤- همزة المتکلم .   ٥- همزة باب الافعال .        ٦- همزة فعل التفضيل .

 ٧- همزة فعل التعجب .

1 – همزة البناء: هغې همزې ته وايي چې د کلمې په اصل کې پرته وي يعني د (فا) کلمې په مقابل کې راغلې وي .

دغه همزة البناء په دوه(۲) ډوله ده :

  • د کلمې په اصل کې وي او ددغې کلمې د وضع کېدلو په وخت کې به دا همزه پکې وجود لري او بغير ددې نه به کلمه ناقصه وي لکه: (اَبْ، اَخْ).
  • دا چې دغه همزه به د (فا) کلمې مقابل کې راغلې وي او حکم ددې دادى چې دا به وصلاً او وقفاً ثابته وي او نه به حذف کېږي .

2 – همزة الجمع:دې  ته وايي چې د جمع صيغو په اول کې راغلې وي لکه: (انعام، ازواج). او دا به هم وقفاً او وصلاً ثابته وي.

3 – همزة الاعلام: دې ته وايي چې د عجمو د نومونو په اول کې راځي لکه: (ابراهيم، اسماعيل، ابليس) وغيره دا به هم وقفاً او وصلاً ثابته وي نه به حذف کېږي .

4 – همزة المتکلم: چې د واحد صيغو په اول کې راځي لکه: (اعلنت، اذهب) او دا به هميشه لپاره مفتوحه وي او په دواړو حالاتو کې به ثابته وي .

5 – باب افعال ثلاثي مزيد فيه:

دا په باب افعال باندى مشهور دى: ددې باب د ماضي په ټولو څوارلسو(۱۴) صيغو کې معلوم وي که مجهول  او د امر په ټولو صيغو کې چې کومه همزه ده دې ته همزه باب افعال وايي او دا به وقفاً او وصلاً ثابته وي لکه: (اَكرم، اَنزل).

6 – همزة افعل التفضيل: دا د غوره والي لپاره راځي لکه : (اَكبر، اَضل) دې ته اسم التفضيل هم وايي دا به هميشه لپاره مفتوحه وي وقفاً او وصلاً به ثابته وي.

7: همزة فعل التعجب: هغې همزې ته وايي چې د تعجب ښکاره کولو لپاره کارول کيږي او دې لپاره اهل عربو دا کلمه وضع کړې ده : (ما اَفعله اَفعل به) لکه : (اَبصر به، اَسمع بهم، فما اَصبرهم على النار) او دا به هم وقفاً او وصلاً ثابته وي او نه به حذف کېږي .

2 – همزة الاستفهام :

همزة استفهاميه په جمله خبريه باندې تاثيرکوي او جمله انشاييه اوسواليه ترې جوړه وي اودا په په لاندې اقسامو سره ده :

1: چې همزه استفهاميه په داسې کلمه باندې داخله شي چې د  مخکې ذکرشؤ همزو نه په کې يو قسم نه  ؤ لکه : ( اَلم تركيف).

2: که چېرې دا همزه استفهاميه په داسې کلمه کې داخله شي چې ذکر شؤ همزو نه پکې کوم يو قسم نه ؤ نو بيا به دا همزة الاستفهام د همزې محذوف الرسم سره ليکل کيږي لکه : (اَءَنذرتهم).

3: که چېرې دا همزة الاستفهام په داسې کلمه داخله شي چې همزه وصلي غير مفتوحه وي يعني فتحه پرې نه وي نو دا همزه استفهام به په خپل شکل سره ليکل کيږي لکه: (اَطلع) چې په اصل کې (اَءِطلع) وؤ .

4: که چېرې دا همزة الاستفهام په داسې کلمه داخله شي چې همزه وصلي مفتوحه وي نو بيا به همزة الاستفهام په خپله د الف په شکل سره ليکل کيږي او همزه وصلي به رسماً حذف کيږي او لفظاً به په الف سره بدله شي او يا به پکې تسهيل وشي چې د جملې خبريې او د جملې انشايې تميز وشي لکه: (آلذكرين، آلين آلله).

Tags

Related Articles

Back to top button