ايمانيات

د ايمان په اړه د اهل سنت والجماعت تګلاره، ژباړه: انديال ساپى

د ايمان په اړه د اهل سنت والجماعت تګلاره، ليکنه:د/ ناصر بن عبد الکريم العقل، ژباړه: انديال ساپى

د ايمان په اړه د اهل سنت والجماعت تګلاره په لنډه توګه په لاندې ډول ده:

(1) ايمان: وينا او عمل دى، کميږى او ﺯياتيږى، ايمان د ﺯړه او ژبې وينا، د ﺯړه، ژبې او اندمونو عمل دي.
د ﺯړه وينا: عقيده لرل او تصديق کول، د ژبې وينا: اقرار کول.
د ﺯړه عمل: غاړه کيښودل، اخلاص او منل، د نيکو عملونو اراده کول او ورسره مينه لرل.
د اندمونو عمل: د اوامرو ترسره کول او له نواهيو ځان ساتل.

(2) څوک چې د ايمان څخه عمل وباسى هغه مرجيئو له ډلې دى او څوک چې په ايمان کې هغه څه ورننباسى چې د ايمان څخه نوې هغه مبتدع دى.

(3) اسلام او ايمان دواړه شرعي نومونه دي ترمنځ يې تړاو عموم او خصوص من وجه دى، د قبلې مخ کوونکو ته مسلمانان ويل کيږى.

(4) څوک چې د شهادت په کلمه اقرار ونه کړى، په دنيا او اخرت کې ورته د ايمان نوم او حکم نه ثابتيږى.

(5) د کبيرې ګناه ترسره کونکى د ايمان څخه نه وځى، په دنيا کې د نيمګړى ايمان څښتن دى او په اخرت کې الله تعالى د مشيئت لاندې دى، که وغواړى بښنه به ورته وکړى او که وغواړى عذاب به ورکړى، د ټولو موحدينو ځاى جنت دى که څه هم ځينو ته به په اور عذاب ورکول کيږى، خو هيڅ يو به د تل لپاره په دوﺯخ کې پاتى نوې.

(6) د قبلې څښتنانو څخه د يو معين شخص لپاره په قاطع ډول د جنت او دوﺯخ پريکړه کول ناروا دى چې ترڅو يې په حق کې نص نوې راغلى.

(7) په شرعي الفاظو کې د کفر اطلاق په دوله ډله دى، کفر اکبر(ستر کفر) چې د اسلام څخه سړى وباسى. کفر اصغر(وړوکى کفر) چې له اسلام څخه سړى نه وباسى او کله کله ترې په کفر عملي هم تعبير کيږى.

(8) چاته کافر ويل شرعي حکم دى چې مرجع يې کتاب او سنت دى، په يو وينا او عمل مسلمان ته کافر ويل ناروا دى ترڅو چې پرې شرعي دليل شتون ونه لري، په يو وينا او عمل باندې د کفر حکم د اطلاق کيدو څخه د معين په حق کې د کفر ثابيتدل او واجبيدل لاﺯم ندې تر څو چې يې په حق کې د کفر شروط پوره شوى نوې او موانع نفي شوي نوې، تکفير د خطرناکو حکمونو څخه دى د مسلمان په کافرولو کې تثبت او  ويره اړينه ده.

Tags

Related Articles

Back to top button