متفرقات

لږ عملونه او ارزښتناکې بدلې. (نهمه برخه ) ليکوال: ابو زبير احسان الله اصفي

لږ عملونه او ارزښتناکې بدلې. (نهمه برخه ) ليکوال: ابو زبير احسان الله اصفي

(۲۶)خائسته اخلاق: عبدالله بن مسعود رضی الله عنه فرمائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی :(من کان هینا،لینا ، قریبا، سهلا،حرَمه الله علی النار) رواه الحاکم

ژباړه : دعبدالله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی هغه وائی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی هغه څوک چی تواضع ،اسانی اونرمی کونکی وی اوخلکوته نزدی وی الله به ورباندی د جهنم اورحرام کړي مطلب دحدیث دادی چی دغه یوڅوصفات ځان کی پیداکول پکاردی اول :داچی ځوک دمسلمانانوپه کارونواواحتیاجاتوپوره کولوکی تواضع اوعاجزی کوی اوپه مسلمانانوباندی تشدداوسختی نه کوي دوهم : د مسلمانانوترمینځ دمنازعاتواوشخړوهوارولواودفیصلی کولوپه وخت کی ،اوهم داخیستلواودخرڅولوپه وخت کی سهولت اونرمی کوی، دریم: د نیکیو اوطاعاتومجالسوکی خلکوسره ګډون کوی اوخلکونه اعتزال اولری والی نه کوی بلکی دهغی په تکالیفواواضراروصبرکوی نوپه دغه انسان به الله دجهنم اورحرام کړی لکه په بل حدیث کی راځی(المسلم الذی یخالط الناس ویصبرعلی أذاهم افضل من الذی لایخالط الناس ولایصبرعلی أذاهم )

ژباړه: هغه مسلمان چی خلکوسره یوځائی ګډ ژوند کوی اوبیا د نوروخلکو په اضرارصبرکوی دا کس غوره دی دهغه چانه چی نه خوخلکوسره یوځائی ژوند کوی اونه دهغوی په اضرارصبر کوی ،نوداسلام پراخه دائره په خپل ځان راتنګول ندی پکار بلکی ځان کی تواضع ،عاجزی ،اوسهولت ،اونرمی ،پیداکول اونوروسره یوځائی اوسیدل پکاردی

(۲۷)دهری شپی په دریمه حصه اوپه رمضان کی دعاګانی کول : د ابو سعیدالخدری رضی الله عنه مرفوعا روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی (ان لله تبارک وتعالی عتقاءفی کل یوم ولیلة یعنی :فی رمضان ،وان لکل مسلم فی کل یوم ولیلة دعوة مستجابة ) رواه البزاروهوحدیث صحیح

ژباړه : الله تعالی درمضان په هره شپه او ورځ کی د جهنم داورڅخه خپل بنده ګان ازادوی اوپه هره شپه او ورځ کی دهرمسلمان لپاره دالله څخه غوښتنی اودعاګانی دی چی قبول کړی شوی دی یعنی درمضان میاشت چی دنورومیاشتوپرتله ډیرزیات فضائل اومقام لری نولدی کبله الله تعالی دنورومیاشتوپه نسبت پدیکی په خپلوبندګانوخصوصی فضل اومهربانی هم کوی چی یوفضل دالله تعالی دادی چی هره شپه او ورځ خپل بندګان د جهنم د اورڅخه ازادوی نومونږ باید کوښښ وکړوچی داسی عبادات اونیک اعمال وکړو چی دجهنم څخه دخلاصون اونجات سبب شی اوهمدغه شان نه یواځی داچی تنهادرمضان میاشت کی دعاګانی قبلیږی اوالله پاک انسان دجهنم څخه خلاصوی بلکی په هره شپه اوورځ کی داسی وختونه شته چی الله تعالی پکی دخپلوبندګانو دعاګانی قبلوی ، همداډول په بل حدیث شریف کی راځی د ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائی (ینزل ربنا کل لیلة الی السماء الدنیاحین یبقی ثلث اللیل الاخرفیقول :من یدعونی فاستجب له ؟ من یسالنی فأعطیه ؟من یستغفرنی فأغفرله ؟)رواه البخاري ومسلم

ژباړه : الله رب العالمین دهری شپی په اخرنی حصه کی د دنیا اسمان ته راخکته کیږی څنګه چی دالله سبحانه وتعالی شان سره مناسب وی ، بیافرمائی : څوک شته چی ځما څخه خپل حاجات وغواړی چی زه ئی غوښتنی اومطالبی ومنم څوک شته چی ځماڅخه دخپلوګناهونوبخشش وغواړی چی زه ورته مغفرت اوبخشش وکړم نوځما محترمو!درمضان میاشت هره شپه او ورځ ددعاګانود قبلیدواوقات معلومول اوبیاپه ځانګړی ډول د هری شپی اخری دریمه حصه کی دالله نه خپل حاجات غوښتل ،الله ته سوال کول اودخپلوګناهونودمغفرت غوښتل دا طلائي چانسونه دی اواسان کاردی اوفوائداولاسته راوړنی پکی ډیری زیاتی دی نودغه کارونه پدغه اوقاتوکی مونږ معمولی ونه ګڼوترڅودغه نتائج اوثمرات چی پی مرتب کیږی زمونږڅخه ضائع نشی .

Tags

Related Articles

Back to top button