په اسلام کې د مولود احکام ( ژباړن: لقمان حکیم حکمت )
په اسلام کې د مولود احکام ( ژباړن: لقمان حکیم حکمت )

الحمدلله ، والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وأصحابه ومن والاه، ومن دعا بدعوته ومن اهتدی بهداه، اما بعد:
اسلام هغه کامل دين او په دنيا کې د زندګۍ بشپړ نظام دی چې له هر پلوه په احکامو سينګار او په نېکو اخلاقو زيور دی، د تل لپاره مسلمانانو ته سپارښتنې کوې چې بايد څوک د بل چا حقوق تر پښو لاندې نه کړي ورنه د قیامت په ورځ به له هغه ډول سخت حساب سره مخامخ شی چې د ځواب په اړه به يې بيا بې توانه او خالي لاس وي.
يو له دغو حقوقو څخه د مولود حقوق دي چې بايد مور او پلار ورته له پېل څخه بېدار وي ترڅو د ماشوم حقوق پرځای شي او د مور او پلار دنيا او اخرت ورباندې ښائسته شي.
دا پو څو حديثونه دي چې د مولود ټول احکام پکې خوندي دي او پاتې مسائل يې له دې حديثونو څخه تفريع شوي دي ، د مزيد خير او سعادت په بنياد مې پښتو ته ترجمه کړل، الله پاک دې له ما څخه دا زيار قبول کړي او مونږ ټول مسلمانانو دې الله پاک په نېک اولاد ونازوي. امين يا رب العلمين
نېک عمله ځوی د الله لورینه ده:
۱ – : عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ] ([1])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: انسان چې کله مړ شي نو ( له دنيا څخه ) يې د خپل نېک عمل سره علاقه ختمه شي مګر له درې (عملونو ) څخه: د جاريه ثواب صدقه، يا علم چې ګټه ورڅخه اخستل کيږي، او يا نېک عمله ځوی چې دعا ورله غواړي.
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ إِنَّ الرَّجُلَ لَتُرْفَعُ دَرَجَتُهُ فِي الْجَنَّةِ فَيَقُولُ: أَنَّى هَذَا؟ فَيُقَالُ: بِاسْتِغْفَارِ وَلَدِكَ لَكَ] ([2])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په جنت کې د يو سړي درجه پورته شي نو هغه وپوښتي: دا درجه مې له کومه شوه؟ ورته وويل شي، ستا د بچي د استغفار له کبله چې ستا لپاره يې وغوښت.
۲ – : د بچو تربيه فرض ده:
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [كَفَى بِالْمَرْءِ إِثْمًا أَنْ يُضَيِّعَ مَنْ يَقُوت ] ([3])
ژباړه: له عبد الله بن عمر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د يو سړي همدومره ګناه بسنه کوي چې هغه څوک ضايع کړي چې دا په دې يې پالل (رزق ورکول ) لازم دي.
۳ – : دلورګانو د تربيت غوره والی:
عَنْ جَابِرٍ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ، رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ مَنْ كُنَّ لَهُ ثَلَاثُ بَنَاتٍ يُؤْوِيهِنَّ، وَيَرْحَمُهُنَّ، وَيَكْفُلُهُنَّ، وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ الْبَتَّةَ، قَالَ: قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ: فَإِنْ كَانَتْ اثْنَتَيْنِ؟ قَالَ: وَإِنْ كَانَتْ اثْنَتَيْنِ، قَالَ: فَرَأَى بَعْضُ الْقَوْمِ، أَنْ لَوْ قَالُوا لَهُ وَاحِدَةً، لَقَالَ: وَاحِدَةً] ([4])
ژباړه: له جابر رضي الله عنهما نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: د چا چې درې لورګانې وي او ځای ورته ورکوي او رحم پرې کوي او ښې يې پالي، نو جنت ورهل واجب شو، ورته وويل شول: د الله رسوله! که څوک دوه لورکانې ولري؟ هغه وويل: دوه ولري ( هم په دغسې پاللو ورلره جنت واجبيږي) ځينو خلکو وويل: که يوه لور مو ورته ياده کړې وه نو شاید د يوې اړوند به يې هم داسې ويلي ول.
……………………………………….