متفرقات

د‌ عهد او تړون پاسداري په اسلام کې. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

د‌ عهد او تړون پاسداري په اسلام کې. ليکوال: مفتي عبدالولي خان

نفوذي جهاد؟

جهاد في سبيل الله د اسلام ډېر اهم او عظيم حکم دی، د دغه عظيم حکم باره کې زموږ شريعت ډېره روښانه تګلاره او  هدايات وضع کړي او بيان کړي دي.

کله چې څوک يو عمل کوي او خپل دغه عمل ته اسلامي جهاد وايي، نو بيا پرې لازم دي چې د اسلام د اصولو، قوانينو او قواعدو مطابق يې ترسره کړي.

موږ په دې ليکنه کې د هغه عمل متعلق شرعي احکام بیانوو چې ځينې خلک ورته نفوذي جهاد وايي، يعنې هغه څوک چې دوی يې په مقابل کې د دوی په قول جهاد کوي او په مقابل کې يې جنګېدل عظيم عمل ګڼي د دغو خلکو صفونو ته خپل دستوري کسان د پوليس او عسکر په شکل کې ولېږي، هلته هغوی د عريضې، تضمين او تړون له مختلفو مرحلو څخه تېر شي او د يو پوليس او نظامي په صفت يا د حکومت د يو کارمند په صفت مقرر شي، بیا چې کله دوی ته مناسبه موقعه په  لاس  ورشي، يا ورته امر وشي، نو پر خپلو دغو ملګرو چې دوی ورسره د يو تړون، عهد او ضمانت په بدل کې شامل شوي وي؛  بريد وکړي.

په دې اړه د شرعي نصوصو په رڼا کې وضاحت دا دی چې څوک له کوم شخص، ادارې يا حکومت سره د پوليس، عسکر او بل کارمند په توګه عقد او تړون وکړي، اګر که هغه شخص يا اداره کافر هم وي او  حتا چې حکومت هم کافر وي،( مسلمانان خو لا پرېږده) نو بيا به هم د‌ دغه عقد پاسداري کوي. د اسلام له مخې دا روا نه دي چې په ظاهره عهد او عقد وکړې او په باطن کې دې د دې برخلاف اراده وي.

زموږ دين کې د‌ عهد د ساتنې او له غدر څخه د اجتناب شديد احکام راغلي دي، غدر د نفاق علامت دی.

نبي صلی الله عليه وسلم د منافق د څلورو واضحو نښو د بيان په لړ کې فرمايلي دي: وَ إِذَا عَاهَدَ غَدَرَ او کله چې معاهده وکړي غدر وکړي.  (صحيح البخاري)

د‌ قيامت په ورځ به غدر کوونکي ته غټه رسوايي په نصیب کېږي، نبي صلی الله عليه وسمل فرمايي دي: لکل غادر لواء عند إسته يوم القيامة.

د هر غدر کوونکي لپاره به د قيامت په ورځ د هغه له مقعد سره جوخت د غدر او دوکه بازۍ بيرغ لک ولاړ وي. مسند أحمد.

زموږ په دين کې د عهد او تړون د پاسدارۍ او لحاظ کولو اندازه تاسو له دې يوې په زړه پورې واقعې څخه لګولای شئ:

د بدر جنګ بېخي تيار و، د مسلمانانو شمېر 313 يا کم و زيات و، يعنې اَفرادي قوت يې د مشرکانو په مقابله کې بېخي لږ و، جنګ ته د راغلو کفارو شمېر 1000 تنه و.

په دغه وخت کې د نبي صلی الله عليه وسلم دوه صحابه پلار او زوی حذيفه بن اليمان رضي الله عنهما له حالاتو ناخبره د بدر په لاره مدينې ته روان دي، ګوري چې د کفارو زر کسيز لښکر په وسلو سمبال د جنګ لپاره اماده ولاړ دی، لښکر د دوی مخه نيسي، دواړه پلار او زوی بنديانوي، هغوی ورته وايي چې تاسو د خپل نبي مرستې ته روان يئ، دوی چونکه ناخبره دي؛ ورته وايي: موږ ته خو د جنګ باره کې علم نشته، موږ د جنګ په نيت نه يو روان، موږ خو بس خپل کور مدينې ته روان يو.

کفار ترې عهد اخلي چې تاسو پرېږدو خو په دې جنګ کې به د خپل نبي ملګرتيا نه کوئ.

دوی دواړه ورسره دغه زباني وعده کوي چې سمه ده، هغوی يې لاره خوشې کړي، دوی له لږ ځنډ وروسته د نبي صلی الله عليه وسلم خوا ته ورسېږي، کيسه ورته بيان کړي، نبي صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايي: تاسو له دغو کافرو سره کړی عهد پوره کړئ او له موږ سره په جنګ کې مه ملګري کېږئ، موږ به د دوی په خلاف له الله څخه مرسته غواړو.

دغه واقعه په دې روايت کې بيان شوې ده چې حذيفه رضي الله عنه يې خپله بيانوي:

حَدَّثَنَا حُذَيْفَةُ بْنُ الْيَمَانِ قَالَ مَا مَنَعَنِى أَنْ أَشْهَدَ بَدْرًا إِلاَّ أَنِّى خَرَجْتُ أَنَا وَأَبِى – حُسَيْلٌ – قَالَ فَأَخَذَنَا كُفَّارُ قُرَيْشٍ قَالُوا إِنَّكُمْ تُرِيدُونَ مُحَمَّدًا فَقُلْنَا مَا نُرِيدُهُ مَا نُرِيدُ إِلاَّ الْمَدِينَةَ. فَأَخَذُوا مِنَّا عَهْدَ اللَّهِ وَمِيثَاقَهُ لَنَنْصَرِفَنَّ إِلَى الْمَدِينَةِ وَلاَ نُقَاتِلُ مَعَهُ فَأَتَيْنَا رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَأَخْبَرْنَاهُ الْخَبَرَ فَقَالَ « انْصَرِفَا نَفِى لَهُمْ بِعَهْدِهِمْ وَنَسْتَعِينُ اللَّهَ عَلَيْهِمْ ». (صحيح مسلم: 4740)

يوه بله شانداره واقعه چې د عهد او تړون د پاسدارۍ بې مثاله پېښه ده، په مسند أحمد، سنن أبي داود او جامع الترمذي کې روايت دی چې د معاويه رضي الله عنه او د روم د بادشاه ترمينځ يوه موقته معاهده وه، کله چې د معاهدې د ختمېدو نېټه رانږدې شوه، نو معاویه رضي الله عنه سره له خپل لښکره د هغوی د خاورې په طرف پرمختګ شروع کړ، اراده يې دا وه چې څنګه د معاهدې تاريخ پوره شي او معاهده ختمه شي، نو دوی به د رومي کفارو سرحد ته نږدې وي او سملاسي به پرې حمله وکړي، چې څنګه د معاهدې وخت پوره شو، معاويه رضي الله عنه فوراً لښکر ته د بريد حکم ورکړ، ډېره سيمه يې لاندې کړه. په دغه وخت کې يو سړی پر اس سپور  د دوی خوا ته ور روان دی او په لوږ غږ  وايي: اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَفَاءٌ لَا غَدْرٌ. الله تر ټولو لوی دی، الله تر ټولو لوی دی، پر عهد وفا وکړئ، غدر او بدعهدي مه کوئ. معاويه رضي الله عنه ترې پوښتنه وکړه هغه ورته د نبي صلی الله عليه وسلم دا قول بيان کړ چې هغه فرمايي: د چا چې له کوم قوم سره تړون او معاهده وي، نو د دغې معاهدې هېڅ غوټه دې نه پرانيزي او نه دې مضبوطوي تر دې هغه موده تېره شي او یا دې په برابرۍ سره  معاهده ختم  کړي. نو معاویه د دغه حديث په  اورېدو سره واپس شو او دغه بوډا سړی عمرو بن عبسه صحابي و. ( مسند احمد:  17015، سنن أبي داود:  2759 و جامع الترمذي مع تحفة الأحوذي: 1580 )

د دغه حديث عربي عبارت داسې دی:

(كَانَ مُعَاوِيَةُ يَسِيرُ بِأَرْضِ الرُّومِ وَكَانَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَهُ أَمَدٌ فَأَرَادَ أَنْ يَدْنُوَ مِنْهُمْ فَإِذَا انْقَضَى الْأَمَدُ غَزَاهُمْ فَإِذَا شَيْخٌ عَلَى دَابَّةٍ يَقُولُ اللَّهُ أَكْبَرُ اللَّهُ أَكْبَرُ وَفَاءٌ لَا غَدْرٌ إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ كَانَ بَيْنَهُ وَبَيْنَ قَوْمٍ عَهْدٌ فَلَا يَحِلَّنَّ عُقْدَةً وَلَا يَشُدَّهَا حَتَّى يَنْقَضِيَ أَمَدُهَا أَوْ يَنْبِذَ إِلَيْهِمْ عَلَى سَوَاءٍ فَبَلَغَ ذَلِكَ مُعَاوِيَةَ فَرَجَعَ وَإِذَا الشَّيْخُ عَمْرُو بْنُ عَبَسَةَ. )

قرآن مجيد کې هم د عهد د پاسدارۍ سخت تاکيد شوی دی، الله تعلی فرمايي:

وَأَوْفُواْ بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً . او تاسو عهد پوره كوئ، بېشكه عهد دى پوښتل شوى.

(الإسراء: 34)

(وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَىٰ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ ۗ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ)

او كه دوى له تاسو څخه په دین كې مرسته وغواړي، نو پر تاسو باندې مدد كول لازم دي، مګر د هغه (كافر) قوم په خلاف نه چې ستاسو او د هغوى په مینځ كې معاهده وي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى. (الأنفال: 72)

فقهاوو هم د دې مسلې ښه وضاحت کړی دی،

قال الشافعي رحمه الله في “الأم” (4/263) :

” إذا دخل قوم من المسلمين بلاد الحرب بأمان ، فالعدو منهم آمنون إلى أن يفارقوهم ، أو يبلغوا مدة أمانهم ، وليس لهم ظلمهم ولا خيانتهم ” انتهى.

امام شافعي رحمه الله فرمايي: کله چې د مسلمانانو څه خلک دار الحرب ته په امان او اجازې سره داخل شي( يعنې د حربي کافر حکومت په اجازې سره ) نو د ښمن له دوی څخه په امن کې وي تر هغه وخته پورې چې دوی له هغوی څخه جدا شي( د هغوی له ملک ووځي) يا د هغوی د امان موده ختمه شي او د دوی لپاره جايز نه دي چې پر هغوی ظلم وکړي او يا له هغوی سره خيانت وکړي.

وقال السرخسي في “شرح السير الكبير” (2/507) : ” ولو أن رهطا من المسلمين أتوا أهل الحرب فقالوا : نحن رسل الخليفة ، وأخرجوا كتابا يشبه كتاب الخليفة , أو لم يخرجوا , وكان ذلك خديعة منهم للمشركين . فقالوا لهم : ادخلوا . فدخلوا دار الحرب ، فليس يحل لهم قتل أحد من أهل الحرب , ولا أخذ شيء من أموالهم ما داموا في دارهم.

امام سرخسي حنفي رحمه الله وايي: که د مسلمانانو يوه ډله حربي ملک ته په امان او اجازې سره داخله شي او حربي کافرانو ته ووايي چې مونږ خو د خليفه استازي يو او دوی هغوی ته داسې ليک هم ورښکاره کړ چې د خليفه له ليک سره مشابه و يا يې ورته ليک ورښکاره نه کړ او دغو مسلمانانو غوښتل دغو کافرو ته دوکه ورکړي، نو کفارو ورته وويل چې راځئ زموږ هېواد ته راځئ، نو دوی دار الحرب ته داخل شول نو دغو مسلمانانو ته حلال نه دي چې کوم حربي کافر ووژني او نه ورته د هغوی مالونه غصبول حلال دي څو پورې چې دوی د هغوی په وطن کې وي.

ولو استأمنوا (أي : طلبوا الأمان ) فآمنوهم وجب عليهم أن يفوا لهم …..

همدغه امام فرمايي: که مسلمانانو له کفارو څخه امان وغوښته او هغوی ورته امان ورکړ، نو پر مسلمانانو لازم دي چې له هغوی سره دغه عهد پوره کړي.

وكذلك لو قالوا : جئنا نريد التجارة . وقد كان قصدهم أن يغتالوهم ؛ لأنهم لو كانوا تجارا حقيقة كما أظهروا لم يحل لهم أن يغدروا بأهل الحرب , فكذلك إذا أظهروا ذلك لهم ” انتهى.

همدارنګه که مسلمانان کفارو ته ووايي: موږ دلته ته د تجارت لپاره راغلي يو خو د دوی اراده په پټه پر هغوی حمله کول وي، نو بيا هم د دوی لپاره دا کار جايز نه دی، ځکه چې که دوی حقيقتاً تاجران وي لکه څنګه چې دوی ظاهره کړې ده، نو بيا خو ورته له اهل حرب سره غدر او وعده خلافي کول جايز نه وو، نو په دې صورت کې هم ورته جايز نه دي.

وقال في “الدر المختار” مع حاشية ابن عابدين (4/166) : “[إذا] دخل مسلم دار الحرب بأمان حرُم تعرضه لشيء من دم ومال وفرج منهم ، إذ المسلمون عند شروطهم ” انتهى.

كله چې مسلمان دار الحرب ته د هغوی په اجازې سره داخل شي، نو پر ده د هغوی وينو( نفسونو)، مال او عزتونو ته تعرض کول حرام دي.

وقال في “الهداية” –مطبوع مع نصب الراية- (4/304) : ” وإذا دخل المسلم دار الحرب تاجرا فلا يحل له أن يتعرض لشيء من أموالهم ولا من دمائهم لأنه ضمن أن لا يتعرض لهم بالاستئمان , فالتعرض بعد ذلك يكون غدرا ، والغدر حرام إلا إذا غدر بهم ملكهم فأخذ أموالهم أو حبسهم , أو فعل غيره بعلم الملك ولم يمنعه ، لأنهم هم الذين نقضوا العهد , بخلاف الأسير لأنه غير مستأمن , فيباح له التعرض وإن أطلقوه طوعا ” انتهى.

دغه دلايل د خالصو حربي کافرو د حکومتونو باره کې راغلي دي او هر چې مسلمان دولتونه او مسلمان پوليس، مسلمانه اردو او د مسلمانانو ادارې دي، نو هلته خو د دغو ډول کړنو په هېڅ صورت کې ګنجايش نشته.

Tags

Related Articles

Back to top button