د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (دوهمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (دوهمه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۳ – : غيبت څه ته ويل کيږي؟
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ أَتَدْرُونَ مَا الْغِيبَةُ؟ قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: ذِكْرُكَ أَخَاكَ بِمَا يَكْرَهُ قِيلَ أَفَرَأَيْتَ إِنْ كَانَ فِي أَخِي مَا أَقُولُ؟ قَالَ: إِنْ كَانَ فِيهِ مَا تَقُولُ، فَقَدِ اغْتَبْتَهُ، وَإِنْ لَمْ يَكُنْ فِيهِ فَقَدْ بَهَتَّهُ ] ([1])
ژباړه: له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: ايا پوهيږئ چې غيبت څه ته ويل کيږي؟ هغوی وويل: الله پاک او دهغه رسول بهتر پوهيږي، هغه وويل: غيبت دا دی چې ته دې خپل ورور په هغه څه ذکر کړې چې د هغه بدي شي، ورته وويل شول: او که مې په ورور که دغه بد وي چې زه يې وايم نو بيا؟ هغه وويل: که ورپکې وي نو غيبت دې ورله وکړ او که په کې نه وي نو بهتان دې پرې وتړو.
۴ – : ايا پوهيږئ چې (کوثر) څه شی دی؟
عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: بَيْنَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ يَوْمٍ بَيْنَ أَظْهُرِنَا إِذْ أَغْفَى إِغْفَاءَةً ثُمَّ رَفَعَ رَأْسَهُ مُتَبَسِّمًا، فَقُلْنَا: مَا أَضْحَكَكَ يَا رَسُولَ اللهِ قَالَ: أُنْزِلَتْ عَلَيَّ آنِفًا سُورَةٌ فَقَرَأَ: بِسْمِ اللهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ {إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ. فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ. إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ} ثُمَّ قَالَ: أَتَدْرُونَ مَا الْكَوْثَرُ؟ فَقُلْنَا اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: فَإِنَّهُ نَهْرٌ وَعَدَنِيهِ رَبِّي عَزَّ وَجَلَّ، عَلَيْهِ خَيْرٌ كَثِيرٌ، هُوَ حَوْضٌ تَرِدُ عَلَيْهِ أُمَّتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ، آنِيَتُهُ عَدَدُ النُّجُومِ، فَيُخْتَلَجُ الْعَبْدُ مِنْهُمْ، فَأَقُولُ: رَبِّ، إِنَّهُ مِنْ أُمَّتِي فَيَقُولُ: مَا تَدْرِي مَا أَحْدَثَتْ بَعْدَكَ زَادَ ابْنُ حُجْرٍ، فِي حَدِيثِهِ: بَيْنَ أَظْهُرِنَا فِي الْمَسْجِدِ. وَقَالَ: مَا أَحْدَثَ بَعْدَكَ ] ([2])
۵ – : ايا پوهيږئ چې مفلس څوک دی؟
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: [ أَتَدْرُونَ مَا الْمُفْلِسُ؟ قَالُوا: الْمُفْلِسُ فِينَا مَنْ لَا دِرْهَمَ لَهُ وَلَا مَتَاعَ، فَقَالَ: إِنَّ الْمُفْلِسَ مِنْ أُمَّتِي يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ بِصَلَاةٍ، وَصِيَامٍ، وَزَكَاةٍ، وَيَأْتِي قَدْ شَتَمَ هَذَا، وَقَذَفَ هَذَا، وَأَكَلَ مَالَ هَذَا، وَسَفَكَ دَمَ هَذَا، وَضَرَبَ هَذَا، فَيُعْطَى هَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، وَهَذَا مِنْ حَسَنَاتِهِ، فَإِنْ فَنِيَتْ حَسَنَاتُهُ قَبْلَ أَنْ يُقْضَى مَا عَلَيْهِ أُخِذَ مِنْ خَطَايَاهُمْ فَطُرِحَتْ عَلَيْهِ، ثُمَّ طُرِحَ فِي النَّارِ ] ([3])
ژباړه: ايا تاسو پوهېږئ چې ناداره څوک دی؟ صحابه کرامو وويل: مونږ کې ناداره هغه څوک دی چې درهم او ساز او سامان و نه لري، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زما په امت کې ناداره هغه څوک دی چې د قيامت په ورځ به خپل لمونځونه، روژې او زکاتونه راوړي، رابه شي او ده ته به يې کنځلې کړي وي، پر ده به يې تور پورې کړی وي، او د ده به يې مال دولت خوړلی وي، د ده به يې وينه توی کړي وي او دا به يې وهلی وي، هغه به کيني، د ده بدل به هم ترې واخستل شي او د ده بدل به ترې هم واخستل شي، که يې حسنات مخکې له دې ختم شي چې قصاص ترې نه وي اخستل شوی نو د مظلومانو ګناهونه به راواخستل شي او په ده به بار کړی شي او بيا به اور ته ګوزار کړی شي.
۶ – : ايا پوهيږئ چې د ورځې په اخر کې لمر چرته ځي؟
عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضيَ اللهُ عَنْهُ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ يَوْمًا:أَتَدْرُونَ أَيْنَ تَذْهَبُ هَذِهِ الشَّمْسُ؟ قَالُوا: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ قَالَ: إِنَّ هَذِهِ تَجْرِي حَتَّى تَنْتَهِيَ إِلَى مُسْتَقَرِّهَا تَحْتَ الْعَرْشِ، فَتَخِرُّ سَاجِدَةً، فَلَا تَزَالُ كَذَلِكَ حَتَّى يُقَالَ لَهَا: ارْتَفِعِي، ارْجِعِي مِنْ حَيْثُ جِئْتِ، فَتَرْجِعُ فَتُصْبِحُ طَالِعَةً مِنْ مَطْلِعِهَا، ثُمَّ تَجْرِي حَتَّى تَنْتَهِيَ إِلَى مُسْتَقَرِّهَا تَحْتَ الْعَرْشِ، فَتَخِرُّ سَاجِدَةً، وَلَا تَزَالُ كَذَلِكَ حَتَّى يُقَالَ لَهَا: ارْتَفِعِي، ارْجِعِي مِنْ حَيْثُ جِئْتِ، فَتَرْجِعُ فَتُصْبِحُ طَالِعَةً مِنْ مَطْلِعِهَا، ثُمَّ تَجْرِي لَا يَسْتَنْكِرُ النَّاسَ مِنْهَا شَيْئًا حَتَّى تَنْتَهِيَ إِلَى مُسْتَقَرِّهَا ذَاكَ تَحْتَ الْعَرْشِ، فَيُقَالُ لَهَا: ارْتَفِعِي أَصْبِحِي طَالِعَةً مِنْ مَغْرِبِكِ، فَتُصْبِحُ طَالِعَةً مِنْ مَغْرِبِهَا “، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَتَدْرُونَ مَتَى ذَاكُمْ؟ ذَاكَ حِينَ لَا يَنْفَعُ نَفْسًا إِيمَانُهَا لَمْ تَكُنْ آمَنَتْ مِنْ قَبْلُ أَوْ كَسَبَتْ فِي إِيمَانِهَا خَيْرًا ] ([4])
ژباړه: له ابوذر رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ايا تاسو پوهيږئ چې دا لمر چرته ځي؟ صحابه کرامو وويل: الله او دهغه رسول بهتر پوهيږي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل: دا لمر تر هغه روان وي ترڅو د عرش لاندې خپل ځای ته ورسيږي نو هلته (الله) ته په سجده پريوځي، تر هغه پورې په سجده وي چې ورته وويل شي: پورته شه او هغه ځای ته شتون شه چې له کومه راغلی يې، بېرته راستون شي او له خپل ځای څخه د بيا ځل لپاره راپورته شي، دوباره بيا روان شي او د عرش لاندې ځپل ځای ته ورسيږي، هلته بيا (الله) ته په سجده پرېوځي، تر هغه پورې په سجده وي چې ورته وويل شي: پورته شه او هغه ځای ته ستون شه چې له کومه راغلی يې، بېرته راستون شي او له خپل ځای څخه د بيا ځل لپاره راپورته شي، بيا به لمر راپورته شي په داسې حالت کې چې خلک به يې له مصيبت څخه ناخبره وي، تر دې چې د عرش لاندې خپل ځای ته ورسيږي، نو ورته وبه ويل شي: پورته شه، او له خپل مغرب څخه دې طلوع وکړه، نو له مغرب څخه به راپورته شي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ايا تاسو پوهيږئ دا به څه وخت وي؟ دا به هغه وخت وي چې هېڅ نفس ته به ايمان په ګټه ور نه شي که يې له مخکې نه ايمان نه درلود او يا يې ايماني کړه وړه نه وي کړی.
……………………………………….