
د عقيدې په کتابونو کې عموما او د کلامي او فلسفي خلکو په کتابونو کې خصوصا د عقيدې باب کې ځېنې مجمل کلمات کارول کيږي چې له کبله يې ځينې پوښتنې راولاړيږي چې :
أ – : له دغې کلماتو څخه مقصد څه دی ؟
ب – : ولې مجمل ذکر کيږي دي ؟
ج – : له ذکر څخه يې څه مراد دی ؟
د – : ولې د عقيدې په کتابونو کې کارول کيږي ؟
هـ – :ايا کوم قراني ايت يا صحيح او صريح نبوي حديث يې ملاتړ کوي ؟
و – : له دغې کلماتو څخه د اهل السنت والجماعت موقف څه دی ؟
په راروانو کرښو به ټولو مذکوره پوښتنو ته په تفصيلي توګه توضيحي او تشريحي ځوابونه ووايو ، ان شاء الله .
أ – : د دغې اصطلاحاتو استعمال د اهل التعطيل پېشه ده ، يا په بل عبارت : دا هغه اصطلاحات دي چې د عقيدي په باب کې يې اهل الکلام استعمالوي .
ب – : ځکه مجمل دي چې د حق او باطل دواړو احتمال لري ، د سمو او ناسمو معناګانو ترمنځ شراکت لري ، يا مجمل ورته ځکه ويل کيږي چې تر څو مُجْمِل تفصيل نه وي ورکړی تر هغه يې مفهوم نه واضح کيږي .
ج – : اهل التعطيل يې په دې موخه استعمالوي ترڅو له عيب څخه د تنزيه په نوم د الله صفتونو نفي ته پرې لار جوړه کړي .
د – : د عقيدې په کتابونو کې يې ځکه ذکر کوي ترڅو له اهل السنت والجماعت څخه خپل شرمونه په دغې مصطلحاتو پټ او پناه کړي .
هـ – : دغه اصطلاحات نه په قران او نه هم په حديثو کې راغلي دي .
و – : له دغې اصطلاحاتو څخه د اهل السنت والجماعت عقيدوي درېځ توقف دی ، دا چې په قران کريم يا نبوي حديث کې يې نفي يا اثبات نه دی راغلی نو نه يې ثابتوي او نه يې نفي کوي .
خو ولې د معنی له نګاه هغوی تفصيل غواړي ، که د اهل التعطيل موخه ترې د الله د صفتونو ترديد او نفي وي ، نه يې مني او که معنی يې ترې داسې وي چې د الله د جلاليت او عظمت ضد نه وه بيا يې قبلوي ، او هلته د مقام مناسب لفظ استعمالوي .
دغه اصطلاحات د شرحې او تفصيل سره ستاسو مخې ته ږدو :
– : جهت -: دا مجمل لفظ دی او اهل تعطيل يې ډېر استعمالوي ، تفصيل يې په دې توګه دی :
m : د ( جهة ) لغوي معنی : په لغت کې يې اطلاق په هر مخامخ شي کيږي ، لارې ته هم ويل کيږي ، او هر شی چې ستا مخې ته راځي ورته په عربۍ کې ( جهت ) ويل کيږي([1]) .
m : له استعمال څخه يې موخه دا ده چې د الله د ( علو ) صفت پرې نفي کړي .
m : د دې اصطلاح اړوند عقيدوي کره کتنې وايي چې د الله په حق کې يې استعمال بدعت دی ، په دې اصطلاح نه کوم قراني ايت او نه هم نبوي کوم صحيح او صریح حديث دلالت کوي ، او نه يې له سلفو صالحينو څخه ثبوت شتون لري .
د تېرې څېړنې څخه جوته شوه چې جهت اطلاق اثباتاً او نفيا په الله پاک دروست نه ،له تفصيل پرته په کې خبرې کول ښه کار نه دی ځکه حق اوباطل دواړه اړخونه لري.
که له جهت څخه هغوی ( اسفل ) اخلي نو له الله څخه منتفي او ممتنع دی ، الله پاک عظيم ذات دي هېڅ شي پرې احاطه نه شي کولی بلکې هغه په هر څه محيط دی .
او که له ( جهت ) څخه يې موخه دا وه چې الله په هر اړخ کې دی ، د مخلوق سره هم او په هر ځای کې دی نو دا هم د الله په حق کې ممتنع دي .
خو که له ( جهت ) څخه يې موخه د الله د ( علو ) د صفت تعطيل و ، چې الله په هېڅ جهت کې نه دی ، نه په نړۍ کې دی او نه له نړۍ بهر دی ، نه د نړۍ پسې متصل دی او نه ورڅخه منفصل دی ، نه پورته شته او نه ښکته ، نو دا هم د الله په حق کې ممتنع دي ، ځکه دا له الله څخه بيخي انکار دی .
خو که له ( جهت ) څخه يې موخه دا وه چې الله پاک د خپل شان سره لائق بره دی ، هېڅ شی پرې احاطه نه لري ، او نه هم خپل کوم مخلوق ته محتاج دی نو دا صحيح معنی ده او قراني ايتونه او نبوي حديثونه پرې دلالت کوي([2]) .
– : حد – : حد هم مجمل لفظ دی معطله يې استعمال زيات کوي ، کره کتنه يې ستاسو مخې ته ږدو :
m : حد په لغت کې ، فاصل ، منع او ددو شيانو ترمنځ حائل ته ويل کيږي ([3]) .
m : له استعمال څخه يې د معطلو موخه دا ده چې پر عرش پرې د الله د استواء صفت نفي کړي .
m : په دې دليل چې که مونږ الله لره استواء ثابته کړو نو الله به محدود شي ، که انسان په خپلې سورلۍ استواء وکړي معلومه ده چې په معين مکان پورې محدود شو ، په دې خاطر چې له مخلوقاتو څخه يې تنزيه وشي نو الله له حد څخه منزه بولي .
m : اهل السنت يې شبهه داسې جوابوي چې د ( حد ) کلمه په قران او حديث کې بيخي راغلې نه ده ، او نه د سلفو صالحينو په کلام کې شتون لري ، معلومه شوه چې (حد ) د مبتدعينو اصطلاح ده .
خو ولې د معنی په لحاظ مزيد وايي : که له ( حد ) څخه ستاسو موخه دا وي چې الله پاک د مخلوق سره د ذات په اعتبار نه دی ، نوپه دې نو په دې معنی کې هېڅ ديني او عقيدوي اشکال نشته سمه دمه د شريعت موافق معنی ده .
خو که موخه مو ورڅخه دا وي چې له استواء څخه په الله د عرش احاطه راځي نو له دې کبله مو ورڅخه استواء نفي کړه نو دا باطله معنی ده او ديني احکام يې ضد دي ، ځکه الله په عرش مستوي دی او هغه له عرش او ټولو مخلوقاتو څخه لوی دی([4]) .
……………………………………………
([1]) لسان العرب : ( 13 / 555- 560 ) .
([2]) شرح العقيدة الطحاوية : ( 221 ) التحفة المهدية شرح الرسالة التدمرية : ( 166- 171 )
([3]) معجم مفردات ألفاظ القرآن د راغب اصفهاني ليکنه : ( 108 ) . المصباح المنير د فيومي ليکنه : ( 68 ).
([4]) شرح عقيدة الطحاوية : ( 219 ) . شرح العقيدة الواسطية د عثيمين ليکنه (376 ، 379 ، 380)