
بسم الله الرحمن الرحيم
سلام الله عليك ورحمته وبركاته, وبعد.
محترمه حاجي وروره آخر هم ستا قدمونه دحرم شريف په زمکه ولګيدل او دا ستا هغه خوب وو ، چه له ډيري زمانې نه به ستا په خيال کښي لوبيدلو ، دادی نن دي په خپلو سترګو دهغي حقيقت وليدلو، نو ستا لپاره خوشحالې او خوشبختې ده او مونږ تاته ښه راغلاست وايو.
ګرانه وروره.. زه په يقين سره دا ويلی شم چه ستا زړه به د الله جل جلاله او دهغه درسول صلی الله عليه وسلم دمحبت نه ډک وي، نو ددي له وجي نه زه له تانه داپو ښته کوم :
آيا ته دا نه خوښوي چه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم وويني او ورسره په دي سفر دحج کښي ملګری شې؟
زه باور لرم چه ته به خامخا داسي وايي، چه ولي نه ، بلکه ددي په مقابل کښي چه زه رسول الله صلی الله عليه وسلم ووينم او ورسره ملګری شم، هر هغه څه ورکولو ته تيار يم چه زه دهغي مالک يم .
ګرانه وروره زه تاته وايم، که دا ناشوني او نا ممکن وي چه نن ورځ ته رسول الله صلی الله عليه وسلم په حقيقت کښي وويني او ورسره ملکری شی ، داخو کولاي شی چه درسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرتوب وکړي په روح او خيال سره ، په دي مبارک سفر دحج کښي، او هغه داچه ته درسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري وکړي او هر هغه اماکن (ځايونه) تالاش کړي، او زيارت يي وکړي په حج کښي کوموته چه رسول الله صلی الله عليه وسلم ورغلی دی. او هغه ځايونه پريږدي کوم چه رسول الله صلی الله وسلم پريښي دي ، او نه دی ورغلی . نو ته به داسي شي ګويا چه ته درسول الله صلی الله عليه سره ملګری شوي.
زه غواړم چه تاته دهغه ځايونو يادونه وکړم کومو ته چه ته ورځي دحج په وخت کښي او ستا نبی محمد صلی الله عليه وسلم ورته نه دی ورغلی ، نو که ته دا غواړې چه دخپل نبي صلی الله عليه وسلم نه لري او جداشې ، دغه ځايونو ته ورځه او که دا نه غواړي چه دخپل نبي صلی الله عليه وسلم نه جدا شې نو ددغه ځايونو نه ځان وساته .
اول هغه ځايونه چه دهغي ليدل او زيارت کول دعبادت په نيت باندي جايز نه دي
دحج په وخت کښي ددي ځايونو زيارت کول دعبادت په نيت باندي شرعا جايز نه دي او درسول الله صلی الله عليه وسلم دطريقي ښکاره مخالفت دی،
۱- مکتبه مکة المکرم: دا مکتبه دمسجد حرام شرقي طرف ته واقع ده ، بعضي خلک داعقيده لري چه په همدي ځاي کښي رسول الله صلی الله عليه وسلم پيداشوی دی ، ليکن ددي يقيني ثبوت نشته ، او بل داچه رسول الله صلی الله عليه وسلم دحج او عمري په دوران کښي ددي ځاي زيارت نه دی کړی.
نو دحج په وخت کښي ددي ځاي ليدل او زيارت کول دعبادت په نيت باندي جايز نه دی او درسول الله عليه وسلم دطريقې خلاف دي، دنبي کريم صلی الله عليه وسلم ارشاد دی،
ﭽمن أحدث في أمرنا هذا ما ليس منه فهو ردﭼ ([1])
چاچه پيداکړه زمونږ په دين کښي هغه څه چه ددين نه نه وي نوهغه به رد وي او مقبول به نه وي.
ددي ځاي ليدل او زيارت کول که مشروع او سنت وی، او خير په کښي وی ، نو خامخا به نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي ځاي ليدل او زيارت کړی وی، او همدارنګه صحابه کرامو به هم ددي ځاي زيارت کړی وی.
مګر که ته دکتابونو دليدلو او لو ستلو لپاره ددي ځاي ليدل او زيارت کول غواړې نو باک نه لري . خو که څوک ناپوهه دي وليده چه ددي ځاي نه ګير چا پيره طواف کوي او دي طرف ته لمونځ کوي او قبله شاته پريږدي ، او يا ددي مکتبي ديوالونه مسحه کوي او برکت پري حا صلوي ، نو ددي قبيح کار نه يي منعه کړه ، او په ښه طريقه او نرمۍ سره ورته وضاحت وکړه چه دا کار نارواه او باطل دی.
۲- غار حراء:
دا هغه غار ده کومه کښي چه به نبي کريم صلی الله عليه وسلم دنبوت نه مخکې عبادت کولو،که ددي غار څه خصوصيت وی ،او يا ددي غار زيارت کول مشروع او جايز وی ، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم به دنبوت نه رستو ددي ځاي زيارت کولای، نبي کريم صلی الله عليه وسلم دنبوت نه روستو لس (۱۰) کاله په مکه مکرمه کښي پاتي شوی وو ،او ددي غار زيارت يي نه دی کړی ، نه په حج کښي او نه په عمره کښي . او نه دصحابه کرامو نه ددي غار زيارت کول ثابت دي ، نو ددي غار زيارت کول دعبادت په نيت باندي دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دطريقي ښکاره مخالفت دی، نا جايز ناروا او مردود عمل دی .
اوهر چه بعضي خلک دغه غار دتبرک په نيت باندي مسحه کوي ، او دځان نه بعضي دعاګاني وايي، داخو ډير نارواه عمل او ښکاره مخالفت دی .
۳- غار ثور:
دا هغه غار ده په کومه کښي چه نبي کريم صلی الله او ابوبکر صديق رضی الله عنه دهجرت په واقعه کښي پناه اخستې وه ددي لپاره چه د مشرکينونه محفوظ شي ،
ليکن ددي غار لپاره هيڅ ديني ارزښت نشته ، نه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي غار زيارت کړی دی،او نه صحابه کرامو ددي غار زيارت کړی دی، او نه نبي کريم صلی الله عليه وسلم ددي غار زيارت کولو ته ترغيب ورکړی دی . نو داخلک په کوم دليل سره ددي ځايونو زيارتونه کوي دعبادت په نيت باندي .دا ټول دځانه جوړ شوي او نارواه اعمال دي.
۴- د احد غره کښي دغارنو زيارت کول :
بعضي خلک داحد په غره کښي دبعضي غارونو زيارتونه کوي، او داګمان کوي ، چه په دي کښي اجر او ثواب دی ، حالانکه ددي هيڅ اصل او دليل نشته .
په عرفات کښي د( جبل الرحمة) دغره زيارت کول :
ډير مسلمانان دګمان کوي ، چه دعرفي په ورځ باندي په جبل الرحمة غره باندي ودريدل ضروري دي، او بعضي خو لا داکوشش هم کوي ، چه دغره بره سر ته ور وخيژي ، ددي هيڅ دليل په شرعه کښي نشته، بلکه دعرفي په ټوله زمکه ودريدل صحيح دي، مګر په ( بطن عرنه ) نومي ځاي کښي ودريدل صحيح نه دي، او دحکومت دطرفه دعرفات دحدودو معلومولو لپاره ښکاره علامي لګيدلي دي.
نو دحاجي لپاره دا مناسب نه ده چه خامخا دي غره ته دختلو کوشش کوي ، او دا ثواب کڼي، حتی تردي پوري چه نورو خلکو ته ضرر هم ورکوي .
………………………………………
[1] – رواه مسلم – 3- 1343-