د قرآن کريم تفسیرقرآن کريم

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( دوهمه برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( دوهمه برخه برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

 

۴ – : هغه حديثونه د سلفو صالحينو په فضل کې غږيدلي دي:

أ له عمران بن حصين رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (خَيْرُ أُمَّتِي قَرْنِي، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ) ([1])

ژباړه: زما په امت کې غوره زما پېرۍ ده او ورپسې هغه خلک چې دوی پسې دي او بيا هغه چې دوی پسې دي.

ابن حجر رحمه الله وايي: په حديث کې د نبوت له پېړې څخه صحابه کرام مراد دي، او د ورپسې خلکو څخه تابعين مراد دي او له دريم څخه تبع تابعين مراد دي، ، د حديث تقاضا دا هم ده چې صحابه کرام له تابعينو څخه بهتر دي او تابعين له تبع تابعينو څخه بهتري لري.

دا خبره امام نووي هم کړې ده.

ب – : له ابوموسی اشعري رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (النُّجُومُ أَمَنَةٌ لِلسَّمَاءِ، فَإِذَا ذَهَبَتِ النُّجُومُ أَتَى السَّمَاءَ مَا تُوعَدُ، وَأَنَا أَمَنَةٌ لِأَصْحَابِي، فَإِذَا ذَهَبْتُ أَتَى أَصْحَابِي مَا يُوعَدُونَ، وَأَصْحَابِي أَمَنَةٌ لِأُمَّتِي، فَإِذَا ذَهَبَ أَصْحَابِي أَتَى أُمَّتِي مَا يُوعَدُونَ) ([2])

ژباړه: ستوري اسمان ساتي (معنا: چې کله ستوري ودوړيږي او بې نوره شي نو اسمان به هم راوغورځيږي)، چې ستوري کله ختم شي نو اسمان ته به خپل افت راشي او زه مې د ملګرو لپاره لپاره امن يم، چې زه لاړ شم نو ملګرو ته به مې هغه څه راشي وعده يې ورسره کيږي، زما ملګري زما د امت لپاره امن دی، چې کله دوی لاړ شي نو امت ته به مې هغه افتونه راشي چې وعده يې ورسره کيږي.

ج – : له ابوسعيد خدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي (لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ، ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَه) ([3])

ژباړه: زما ملګرو ته کنځلې مه کوئ، که په تاسو کې يو څوک د احد د غر په څېر سره زر هم صدقه کړي خو زما د ملګرو د مُد اجر ته به ونه رسيږي بلکې نيم مد ته هم رسيږي.

د – : د فرقه ناجيه په حديث کې راځي: (وَتَفْتَرِقُ أُمَّتِي عَلَى ثَلَاثٍ وَسَبْعِينَ مِلَّةً كُلُّهَا فِي النَّارِ إِلَّا مِلَّةً وَاحِدَةً» فَقِيلَ لَهُ: مَا الْوَاحِدَةُ؟ قَالَ: «مَا أَنَا عَلَيْهِ الْيَوْمَ وَأَصْحَابِي) ([4])

ژباړه: زما امت به درې اويا ډلو ته تقسيميږي، ټولې به په اور کې وي خو يوه به اور ته نه ځي، ورته وويل شول: دغه کومه يوه ډله ده؟ هغه وويل: زه چې په کوم دين يم او زما ملګري چې پرې دي.

هـ – : له واثلة بن الاسقع رضي الله عنه نه روایت دی چې نبي کریم صلی الله عليه وسلم فرمايي: ( لاتزالون بِخَيْرٍ مَا دَامَ فِيكُمْ مَنْ رَآنِي وَصَاحَبَنِي وَالله لاتزالون بِخَيْرٍ مَا دَامَ فِيكُمْ مَنْ رَأَى مَنْ راني وصاحبني) ([5])

و- : له واثلة بن الاسقع رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللَّهِ وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَإِنْ عَبْدٌ حَبَشِيٌّ، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ يَرَى اخْتِلَافًا كَثِيرًا، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ فَإِنَّهَا ضَلَالَةٌ فَمَنْ أَدْرَكَ ذَلِكَ مِنْكُمْ فَعَلَيْهِ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ المَهْدِيِّينَ، عَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذ) ([6])

ژباړه: له الله څخه په ډار او حاکم پ خبرو اورېدو او منلو درته سپارښتنه کوم، اګر که حکمران حبشی مری هم وي، له ما څخه وروسته چې څوک ژوندی وي ډېر اختلافات به وګوري، په دین کې ځانونه له بدعتونو څخه وساتئ ځکه دغه ټول ضلالت دی، که دغه ضلالت راونيولئ نو زما او د خلفاء راشدينو په سنتو منګولې ښځې کړئ، او د ژامو په غاښونو کې ټينګ کړئ.

له ( عَلَيْکُمْ بِسُنَّتِيْ وَسُنَّةِ الخُلَفَاءِ الرَّاشِدِيْنَ ) څخه د نبي کريم صلی الله عليه وسلم خپل ځان او ملګري يې مراد دي، د دې مطلب دا نه دی چې خلفاءراشدين به مستقل سنت لري، بلکې هغوی خپله د نبوی سنتو متبعين ول، مراد ورڅخه دا دي چې د دوی هغه طريقه کار په عملي بڼه ونيسئ چې دوی کم د رسول الله په طريقه نيولی دی.

¯ شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي: د خلفاء راشدینو سنت هغه دی چې دوی د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په امر باندې مخ په وړاندې وړي دي، ديني واجبات هغه دي چې رسول الله واجب کړي وي، او ديني محرمات هغه دي چې رسول الله حرام کړي وي، او مستحب يې هغه دي چې رسول الله ورته مستحب ويلي وي. ([7])

¯ امام فلاني رحمه الله وايي: مونږ چې وايو: دا د رسول الله سنت دي او دا د ابوبکر او عمر رضي الله عنهما سنت دي، په دې خاطر چې خلک پوهه شي چې دالله پېغمبر مړ شو خو په دې سنتو ولاړ و، مناسبه ده چې دا حديث (عليکم بسنتي… ) په رسول الله صلی الله عليه وسلم پسې په اقتداء باندې حمل شي نو هېڅ اشکال به هم پاتې نه شي، ځکه چې د خلفاء راشدينو سنت څه مستقل نه و چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سنتو څخه يې تغير خوړ. ([8])

¯ امام ابن حزم رحمه الله وايي: د خلفاء راشدينو په اتباع باندې امر له دوو حالتونو څخه نه دی خالي: يا خو به ورڅخه هغه سنت مراد وي چې نبي صلی الله عليه وسلم ورته امر کړی وي چې زما له سنتو پرته به تاسو داسې کار وکړئ، نو دا عقیده خو د هېڅ مسلمان نه ده، او يا دا چې خلفاء راشدينو به د نبي صلی الله عليه وسلم سنت پوره تطبيق کړي وي او دا زمونږ عقیده ده، له دې پرته حديث پر بل څه دلالت هم نه کوي. ([9])

…………………………………………………………………

([1]) صحيح البخاري: ( ۳۶۵۰)، صحيح مسلم: (۲۵۳۵)

([2]) صحيح مسلم: (2531«)، مسند احمد: (19566)

([3]) صحيح البخاري: (۳۶۷۳)، صحيح مسلم: (۲۵۴۰).

([4]) المستدرک علی الصحيحين: (444)

([5]) فتح الباري: ( ۷/ 5)

([6]) سنن الترمذي: (۲۶۷۶).

([7]) شيخ الاسلام : ( ۱ / ۲۸۲ ).

([8]) ایقاظ همم أولي الأبصار: (۲۵).

([9]) الاحکام فی أصول الأحکام: (۶ / ۷۶ – ۷۸ )

Tags

Related Articles

Back to top button