
أعراض – : دا هم مجمل لفظ دی او د عقيدي په باب کې يې معطله استعمالوي مثلا هغوی وايي ( سُبْحَانَ مَنْ تَنَزَّهَ عَنِ الْأَعْرَاضِ وَ الْأَغْرَاضِ وَ الْأَبْعَاضِ ) خو دا چې ( أعراض ) څخه يې موخه څه ده ، پاتې کره معلومات ستاسو مخې ته ږدو :
أ – أعراض په لغت کې د عَرَض جمع ده ، او عرض هر هغه شي ته ويل کيږي چې د بل څه پورې لزوم نه لري ، يا ثابت شی نه وي ، يا عَرَض هغه ته ويل کيږي چې له څه شي جلا کېدای نه شي ، لکه خندا ، ژړا ، خوشحالي او غم ، دې ته عوارض ويل کيږي ، ځي او راځي په خپل ځای باندې هېڅ ثبوت نه لري ([1]).
ب – : د متکلمينو په اصطلاح کې عرض دې ته ويل کيږي په شته کېدو کې خپله استقلال نه لري ، يا په بل عبارت چې له محل پرته په نورو ځايونو کې يې شتون ناشوني وي([2]) .
راغب اصفهاني وايي : عرض دې ته ويل کيږي چې په خپل ځای ثابت نه پاتې کيږي ، متکلمينو استعارةً په ټولو هغو ځايونو کې استعمال کړی دی چې له خپل اصل ( جوهر ) پرته ثابت نه پاتې کيږي بلکې ځي راځي لکه رنګ او د خواړو مزه([3]).
ج – : له دې څخه د متکلمينو موخه څه ده چې الله له اعراضو څخه پاک دی ؟
له دې څخه د اهل التعطيل موخه دا ده چې له الله څخه ټول صفتونه نفي کړي .
د – : شبهه يې دا ده چې اعراض په اجسامو کې راځي ، او جسم له يو بله سره ورته والی لري ، د صفتونو ثبوت دا معنی ورکوي چې الله جسم دی ، او جسم تمثيل دی ، او تمثيل کفر او بې لاري ده نو له دې کبله يې ټول صفات ورڅخه نفي کړي دي .
هـ – : د اهل الکلام په دې شبهه رد : له څو وجوهاتو څخه دا شبهه بې ځايه ده :
۱ – : د اعراض کلمه په قران کريم يا سنت کې نفيا او اثباتا بيخې وارده نه ده ، په داسې کلماتو کې علماء توقف کوي ، نه مونږ اعراض ثابتوو او نه تر انکار کوو .
د معنی په لحاظ به ورڅخه پوښتو چې ستا موخه له دې کلماتو څخه څه ده ؟ که ستاسو موخه دا وي چې دغه اوصاف د الله په حق کې نقص دی لکه : حزن ، ندامت ، مرض ، خوف ، نو سمه ده ، ځکه دا نقص صفات دی ځکه يې نفي اړينه ده ، نه په دې خاطر چې اعراض دي .
او که موخه مو ورڅخه دا وي چې له الله پاک څخه هغه صفتونه نفي کړئ چې قراني ايتونه او نبوي حديثونه پرې غږيدلي دي لکه : غضب ، فرح ، رضا او داسې نور په دې دليل چې دا اعراض دي ، نو دا عقيده مو بې بنسټه ده هېڅ شرعي دليل ته استناد نه لري ، او نه د دغې صفتونو له اثبات څخه هغه څه لازميږي چې تاسو يې عقيده لرئ .
۲ – : الهي اوصاف ټول اعراض نه دي ، بلکې ځنې يې اعراض دي لکه : فرح ، غضب او ځنې نور يې اعراض نه دي لکه : لاس ، مخ ، قدم ، ساق …بلکې د ذات سره لازمي صفتونه دي چې هېڅکله ورڅخه نه جلا کيږي .
۳ – : ( اعراض له جسم پرته ناشوني دي ) ستاسو دا عقيده باطله ده ، اعراض له جسم پرته هم راتلای شي لکه عربۍ کې مونږ ووايو ( لَيْلٌ طَوِيْلٌ ) نو طويل د ليل صفت دی ، او ليل جسم نه دی ، همدا راز : ( حَرٌ شَدِيْدٌ ، مَرَضٌ مُؤْلِمْ ، بَردٌ قَارِسٌ ) او داسې نور ….
۴ – : ستاسو دا خبره چې اجسام سره يو بل ته ورته والی لري ، دا هم بې بسنټه خبره ده ، اجسام هېڅکله سره خپل منځ کې نه ذاتاً اونه وصفاً مشابهت لري ، که ځېر شو له اوښ څخه مېږی توپير لري ، په اوزانو کې قيراط له قنطار څخه فرق لري ، په حس کې ځيګ له پوس او کلک له نرم سره فرق لري .
۵ – : د جسم کلمه د متکلمينو بدعت دی ، د مجملو الفاظو په قاعده کې راځي ، که د صفاتو له ثبوت څخه ترې جسم لازميږي نو مونږ ته ترې څه تلکيف دی ؟؟ که له جسم څخه مو موخه دا وي چې خپله مستقل دی او صفات لري ، نو دا حقه خبره ده ، ځکه مونږ د الله په داسې ذات ايمان لرو چې له تشبيه او تمثيل پرته لائق صفتونه لري ، بيا نو له جسم څخه دا معنی اخستل سمه ده .
خو که موخه دې دا وي چې جسم له غړو ، غوښو ، وينو اورګونو څخه ترکيب شوی او يوه برخه يې بلې ته اړتيا لري ، که يوه برخه يې د بلې اړتياوې پوره نه کړي جسدي نظام په ټپه ودريږي ، نو داسې جسم نه مونږ الله لره ثابتوو او نه مو ثابت کړی دی ، بيا نو له دې عقيدې څخه لازميږي چې الله حادث دی او دا مستحيل دي چې الله دې حادث وي .
– : ابعاض ، اعضاء ، ارکان ، جوارح هم له مجملو کلماتو څخه دي ، سمې او ناسمې دواړه معناګانې لري ، لاندېنۍ څېړنه کې تفصيل ستاسو مخې ته ږدو :
ابعاض د بعض جمع ده چې د برخې معنی ورکوي([4])
ارکان د رکن جمع ده ، او رکن د يوشي هغه پياوړي اړخ ته ويل کيږي چې انسان ترې مطمئن وي .
اجزاء د جزء جمع ده او د برخې او حصې معنی ورکوي چې شيان ترې ترکيب کېدای شي .
جوارح د جارحة جمع ده ، او هغه سپو او نورو حيواناتو ويل کيږي چې د ښکار لپاره يې تربيه او کارول کيږي ، جارحه خو ورته يا ځکه ويل کيږي چې ټپونه پېدا کوي او يا لاس ته راړونې لري ، د انساني بدن غړو ته جوارح ځکه ويل کيږي چې اعمال پرې کېدای شي او لاس ته راوړنې لري ، د دې په څېر نور کلمات هم شته لکه ، اعضاء ، ادوات وغيره داسې نور ….
د اهل التعطيل موخه يې له استعمال څخه څه ده ؟
موخه يې ورڅخه دا ده چې د الله رب کائنات هغه ذاتي صفتونه چې په قراني ايتونو او نبوي حديثونو غوڅ ثبوت لري لکه لاس ، مخ ، ساق ، قدم ، عين … نفي کړي ([5]).
دوی ولې له الله څخه صفتونه نفي کوي ؟
دوی له الله څخه مذکور او نور صفتونه په دې خاطر نفي کوي چې مخلوق ابعاض ، اعضاء ، ارکان او اجزاء لري ، دوی وايي که مونږ الله لره دغه ذاتي صفتونه ثابت کړل نو د مخلوق سره به ترې تشبيه راشي ، نو تمثيل او تجسيم به لازمي شي ، چونکه الله د مخلوق په څېر نه دی نو صفتونه يې هم نه شو منلی ، په دې خاطر چې خلک يې بطلان ونه پېژني د دغې کلماتو او اصطلاحاتو نوښت يې وکړ .
اهل السنت والجماعت يې شبهه داسې جوابوي چې که څه هم دغه صفتونه مخلوق ته تش په نوم کې ورته والی لري خو مونږ يې د مخلوق سره په تشبيه او تمثيل هېڅ عقيده نه لرو ، د صفتونو د کيفيت عقيده د ذات په کيفيت پورې تړلې ده ، دا چې د ذات کيفيت مونږ نه پېژنو د صفتونو کيفيت يې هم مونږ نه پېژنو ، چونکه الله د ځان لپاره ثابت کړي دي او د کيفيت اړوند يې هېڅ نه دي ويلي ، مونږ ورلره صفتونه ثابتوو او د کيفيت اړوند يې هېڅ نه وايو بلکې غلي پاتي کيږو ([6])
…………………………………………………
([1]) التعريفات د جرجاني : ( 153- 154) .
([2]) ( المصباح المنير ) د فيومي ليکنه : ( 209 ) .
([3]) معجم مفردات الفاظ القرآن د راغب الأصفهاني : ( 342 ) .
([4]) معجم مفردات ألفاظ القرآن : ( 50 ، 88 ، 90 ، 208 ) . التعريفات : ( 78 ، 117 ) د جرجاني ليکنه .