د قرآن کريم تفسیرقرآن کريم

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( دريمه برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

د سلفو صالحينو په فهم د قران او حديث زده کړه ( دريمه برخه ) ژباړه: ابو حازم سلفي

۵ – : د سلفو صالحينو ځانګړنې:

أ – : سلف صالحين د دې امت غوره خلک دي: په حديث کې راځي: (خَيْرُ أُمَّتِي قَرْنِي، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ) ([1])

ژباړه: زما په امت کې غوره زما پېرۍ ده او ورپسې هغه خلک چې دوی پسې دي او بيا هغه چې دوی پسې دي.

شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي: څوک په علم مشهور او رښتنې ژبه لري او خلک يې په علميت اعتراف هم کوي همدا به وايي چې د دې امت غوره خلک سلف صالحين دي. ([2])

ب – : سلف صالحين د امت ښه علماء دي:

امام شافعي رحمه الله وايي: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د ملګرو صفت الله پاک په قرانکريم او په تورات او انجيل کې کړی دی، هغوی د وحي مشاهدين ول او نبوي سنت يې مونږ ته داسې روايت کړي دي چې څنګه يې ليدلي دي، د هغوی د وحي په هغه معنا ډېر ښه پوهېدل چې څنګه د وحي مطلب او موخه ده، په علم او اجتهاد  او په زهد او پرهيزګارۍ کې صحابه کرام پر مونږ باندې پورته دي، زمونږ له اراؤ څخه يې رايه هم معتبره ده، که يو صحابي خیره وکړي او بل صحابي يې خلاف ونه کړي نو مونږ به يې هرومرو خبره په عملي بڼه اخلو. ([3])

او ابن القيم رحمه الله وايي: هغه اهل السنت چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د حديثونو او علم په زده کړه بوخت دي  چې ترڅنګ يې د هغه د راز دارو ملګرو علمونه هم زده کوي، په ټولو خلکو کې همدوی ښه  عالمان دي، په ديانت کې د دوی احوال، فهم، علم، عمل او د اعتقاد په شمول ديني فهم د الله په مراد کې ډېر د اعتبار وړ دی، له دې کبله د متأخرينو د فتواګانو په پرتله بايد د سلفو صالحينو صحابه کرامو فتواګانې په لومړيتوب کې ونيول شي. ([4])

ج – : سلف صالحين له مونږ څخه په قران ښه پوهېدل:

ځکه قران کریم د هغوی پر ژبه نازل شوی و او د ژبې په اعتبار هغوی په  عربانو کې ډېر فصیح ول، له دې کبله خو يې په دين کې هېڅ بدعت نه دی رواج کړی.

امام سيوطي رحمه الله وايي: له شافعي رحمه الله څخه وړاندې سلفو صالحينو به ويل چې په دين کې د ابتداع ستر سبب په عربۍ ژبه باندې جهالت دی. ([5])

د – : د قران په تفسير باندې سلف صالحين ډېر ښه پوهېدل:

دا ځکه چې صحابه کرام پر خپله ژبه ډېر پوهه، او د قران په تفسير اوحفظ باندې ډېر حريصناک او په تعليم او تعلم يې ډېر ځېرکه ول، له دې کبله په قران باندې د قران او په نبوي حدیثونو له تفسير وروسته ماثور تفسير د صحابه کرامو او تابعينو تفسير دی.

امام حاکم رحمه الله وايي: د صحابي تفسير چې د وحي د نزول مشاهدين دي درجه يې د مسند حديث په حکم کې راځي. ([6])

عبدالله بن عباس رضي الله عنهما خوارجو ته وويل: زه درته د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ملګرو له پلوه راغلم خو له تاسو سره يې د هغه يو صحابي هم نشته، حالانکه قران پر هغو نازل شوی دی او په تفسير يې صحابه کرام د بل چا په پرتله ډېر ښه پوهيږي. ([7])

…………………………………………

([1]) صحيح البخاري: ( ۳۶۵۰)، صحيح مسلم: (۲۵۳۵)

([2]) شرح الأصفهانية : ( ۱۲۸)

([3]) اعلام الموقعين: ( ۱ / ۸۰ ).

([4]) اعلام الموقعين: ( ۴ / ۱۱۸ ).

([5]) صون المنطق: ( ۲۲ ).

([6]) المستدرک : ( ۲ / ۲۵۸ ).

([7]) جامع بيان العلم وفضله: ( ۲ / ۱۲۷ ).

Tags

Related Articles

Back to top button