
اغراض : دا هم متکلمينو راوړې کلمه ده چې ځينې تفصيل يې تاسو ته وړاندې کوو :
أغراض د غرض جمع ده ، او غرض د موخې او هدف معنی ورکوي ،
په لغت کې غرض اړتيا ، موخه او مقصد ته ويل کيږي([1]).
د متکلمينو په اصطلاح کې د غرض معنی : غرض دې ته ويل کيږي چې له کبله يې د فاعل څخه د فعل صدور کيږي([2]).
جلا الدوائي وايي : د يوکار په کولو باعث ته غرض ويل کيږي چې د کولو لومړی محرِّک وي([3]).
په څرګند ډول بريښي چې د غرض د کلمې مفهوم له لغوي او اصطلاحي معنی څخه يو دی چې فاعل يې د کار په کولو باعث کړی دی([4]).
له دې کلمې څخه د اهل الکلام موخه څه ده ؟ له دې کلمې څخه يې موخه دا ده چې د الله پاک ټول افعال او شريعت له حکمت څخه تش وبولي ، په دې شبهه چې الله څه هم کوي د خپل مشيئت له مخې يې کوي ، که وغواړې له خپل مشيئت له مخې شيان تحريموی او يا يې تحليلوي ، هغوی زياتوي :
که ووايو چې الله ټول کارونه د خپل حکمت له مخې کوي په دوو نارواو کې به واقع شوو :
لومړی : که الله د کوم غرض په خاطر يو کار کوي نو غرض ته به محتاج وي نو او غرض پرې باعث شو ځکه يې وکړ تر څو ګټه ورته ورسيږي ، او حالانکه الله پاک بي نيازه دی هېڅ چا ته هېڅ ډول احتياج نه لري ، نتيجه دا راووته چې الله پاک د نړۍ تدبير او دمخلوقاتو ګردې چارې بې غرضه او بې حکمته بشپړوي .
دوهم : که د احکامو لپاره حکمتونه او علت ثابت کړو ، نو مجبوره يو چې د حکمت په تقاضا په الله څه شيان واجب کړو ، ځکه حکمتونه له علت سره څرخيږي ، خو ولې اهل السنت يې والجماعت يې شبهات په دې ردوي چې :
د غرض يا اغراض کلمه نه په قراني ايت اونه په نبوي حديث او نه هم د سلفو صالحينو په اقوالو کې شتون لري ، که څه هم مذکوره کلمه سره نقض لري خو په نفی سره يې د الله حکمت انتفاء راځي ، بايد په تفصيل ويل شي چې ښه خو دا وه چې تعبير مو ترې په حکمت ، رحمت او ارادې سره کړی و په دې خاطر چې نصوص په کې شتون لري .
د زيان لرې کولو او مصلحت تر لاسه کولوپه خاطر الله مخلوق نه دی شته کړی ، هغه پېدا کول ځکه کوي چې تخليق يې صفت دی ، بلکې هغه چې څه کوي د مخلوق د مصلحت لپاره يې کوي د ځان لپاره يې نه کوي . په دې ډېر قراني ايتونه اونبو حديثونه دلالت کوي لکه ( إِنَّهُمْ لَنْ يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئاً([5])) يا ( إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ([6]) ) يا په حديث قدسي کې راځي چې ( يا عبادي إنكم لن تبلغوا نفعي فتنفعوني ولن تبلغوا ضري فتضروني )
که د الله د حکمتونو سره سم کله څه شي شتون ولري سمه او صحيح عقيده ده ، که څه هم معتزله يې مخالف دي ، هېڅ داسې څه نه شته چې په الله د يو کار کول واجب کړي ، الله پاک فرمايي ( كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ([7])) او وايي ( وَكَانَ حَقّاً عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ ([8])) .
د صلاح او اصلح مقياس بشري عقولو ته نه دی راجع بلکې د الله حکمت ته راجع دی ، لکه باران بندېدل ، که څه يې هم خلک اصلح نه بولي خو ولې هغه دفسادونو او ورانکارۍ په بدل کې الله دوی ته سزا ورکوي نواصلح همدا ده ، يا لکه کفارو ته استدراج ورکول ، او داسې نور هغه اړخونه چې خلک يې ښه بولي خو ولې بد وي يا يې بد بولي خو ولې ښه وي .
تسلسل : دا اصطلاح هم متکلمين استعمالوي او مجمله اصطلاح ده ، په دې خاطر چې مفهوم او مدلول او د خطا اوصواب وجوهات يې معلوم شي تاسو سره لاندې تفصيل شريکوو
د تسلسل تعريف : جرجاني وايي : په داسې ډول کارونه ترتيبول چې پای نه لري.
دې ته ولې تسلسل ويل کيږي ؟ تسلسل له سلسلې څخه اخستل شوې کلمه ده ، سلسله زنځير ته ويل کيږي معنی دا ده چې څوک د زنځير پسې څومره کړۍ هم تړي تړل کيږي پای نه لري .
له دې کلمې څخه د اهل کلام موخه څه ده ؟ چونکه متکلمين سره خپل منځ کې بېلابېل دي نو موخې يې هم بدلې دي ، د ځينو موخه يې دا ده چې د الله قديمي صفات نفي کړي ، د ځينو موخه يې د الله پاک د افعالو نفي ده او ځينې نور يې په دې کلمې سره د جنت او دوزخ له ابديت څخه منکر دي.
ايا دا کلمه په قران يا نبوي سنت کې شتون لري ؟ يا چرته يې له سلف صالحينو څخه ثبوت شته ؟ جواب يې يواځې په ( نا ) کېدای شي او بس .
د دې کلمې اړند د سلفو درېځ څه دی ؟سلفو صالحين او د دين امامان لکه څنګه چې د نورو مجملو کلماتو اړوند خپل درېځ څرګند کړی و ، دا ډول يې دلته هم همغه درېځ دی ، هغوي په دې لفظ کې توقف کوي ، نه يې ثابتوي اونه يې د نفي قايل دي ، که څه هم کلمه ( تسلسل ) د متکلمينو بدعت دی خو د حق او باطل ، د صواب او خطا احتمال لري نو خاموش پاتې دي .
خو ولې د معنی په لحاظ هغوی تفصيل کوي ، که د متکلمينو موخه ترې حق و دوی يې ورڅخه قبلوي او که موخه يې ترې باطل وو ترې نه يې قبلوي .
خو لنډه خلاصه يې دا ده چې : که د اهل الکلام موخه له تسلسل څخه دا وي چې ازلاً او ابداً الله پاک د کمال او جلال په صفتونو موصوف و ، دا حقه معنی ده او صحيح عقيده ده ، او که موخه يې ورڅخه دا وه چې له الله پاک د لومړي ځل لپاره صفتونه نه لري ، بيا يې د کمال کارونه وکړل او د کمال په صفتونو موصوف شو ، نو دا باطله معنی ده ، نه اسلامي نصوصو ته او نه هم عقل ته استناد لري([9]).
………………………………………………
([1]) لسان العرب : ( 7 / 196 ).
([2]) شرح مطالع الأنظار على طوالع الأنوار ،د شمس الدين بن محمود الأصفهاني ليکنه : ( 917 )
([3]) شرح العقائد العفوية للجلال الدوائي : ( 2 / 204 ).
([4]) الحكمة والتعليل في أفعال الله : ( 26 – 47 ) .
([5]) سورت ال عمران : ( ۱۷۶ ) .
([9]) د تسلسل اړوند تفصيلي څېړنه په شرح العقيدة الطحاوية : ( 130- 135 ) کې ، او په ( توضيح المقاصد وتصحيح القواعد شرح النونية ، د شيخ أحمد بن عيسى لیکنه : ( 1/370 ) کې کتلی شئ .