د مسلمانانو په اتحاد کې د ميډیا کردار .ليکوال: دکتور ابراهيم امام ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د مسلمانانو په اتحاد کې د ميډیا کردار .ليکوال: دکتور ابراهيم امام ژباړن: لقمان حکيم حکمت

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على خاتم للأنبياء والمرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين، أما بعد:
اسلامي اتحاد د ژوند په ګردو اړخونو کې په خورا پياوړي بنسټ د ژوند هغه تاداو کېښودلو ته ويل کيږي چې غير او اغيار يې د نړېدو طمع توقع لري په داسې حالت کې چې د اسلامی عقيدې له اصولو څخه د احکامو په استخراج او استنباط کې سرچينه اخلي، ترڅنګ يې اغيار او غليم زيار اوباسي چې له دين سره ستر جفا کاران او په تفصيلاتو او جزئياتو يې رشخن وهونکي ملحدان د اسلام پاک شريعت پر ضد د ناوړه اغېز حامل داړونکي جنګ ته ژمنتيا ښايي ترڅو وکولای شي د اسلامي شريعت ځانګړتياوې بې ارزښته کړي. مسلمانان د اسلامي تضامن له مخې کولای شي چې د اسلامي امت ارزښتونه او سيادت له خونکارو څخه هله خوندي وساتي چې په دين کما حقه تمسک ولري او هغه ډول يې د احکامو او حدودو تنفيذ ته ژمن وي چې څنګه ورسره ښاييږي.
د اسلامي دين ستر معجزات د اسلامي اتحاد په قوت کې نغښتل شوي دي، ترڅو اسلام ته منسوبې په جنګونو ښکېل قبيلې د صفونو توحيد ته راماتې شي او په حسد او کينې باندې ککړ اسلامي هيوادونه او قومونه سره يو لاس موټی شي، بيا به نو اسلامي اتحاد يواځې دا نه چې هيواد له هيواد او يا افراد له افرادو سره په اړيکه کې ټينګ شي، بلکې اسلامي اتحاد به د اسلامي ژوند خورا مهمه ځانګړنه جوړه شي، ځکه له حديثونو څخه په استنباط د اسلامي امت اتحاد د يو فرد د بدني غړيو په څېر مفهوم افاده کوي.
له دې کبله د قران کريم ډېری ايتونه په دې اړه غږيدلي دي چې ټول مسلمانان يو امت دی، اسلامي شریعت يې د مسلمانانو قومونه او خيلونه نه دي توپير کړي، او نه يې کوم هيواد ته پر بل غوره والی ورکړی دی، بلکې د اسلامي شريعت خطابات ټولو هغو خلکو ته بشپړ شمول لري چې په محمدي رسالت باور لري او ارشادات او توجيهاتو ته يې په عملي بڼه ژمن وي، په دې اړه الله پاک وايي: [إِنَّ هَذِهِ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَأَنَا رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ] (سورت انبياء: ۹۲ ).
ژباړه: ستاسو اسلامي امت يو امت دی او زه مو پروردګار يم، زما عبادت وکړئ.
او فرمايي: {كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ} (ال عمران: ۱۱۰ )
ژباړه: تاسو غوره امت ياست چې د خلکو د لارښوونې لپاره ويستل شوي (اختيار شوي ) ياست.
او بيا يې د ا تحاد په مورد کې وايي:{إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ} (سورت حجرات: ۱۰ )
ژباړه: په يقيني توګه چې مومنان سره ورونه ورونه دي.
او الله پاک ورباندې د امتنان په صورت کې وايي: {وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعاً وَلا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَاناً} ( سورت ال عمران: ۱۰۳)
ژباړه: تاسو ټول د الله په رسۍ منګولې مضبوطې کړئ او ډله بازي مه کوئ، په خپلو ځانونو مو د الله دا لورينه راياده کړئ چې سره دښمنان وئ او هغه ستاسو زړونه سره مينه ګرکي کړل نو د الله د لورينې له مخې تاسو ورونه ورونه جوړ شوئ.
قرانکريم د خپل دائمې اعجاز له مخې د اسلامي وحدت عظمت ته ډېره ښه اشاره کړې ده، الله پاک فرمايي: {هُوَ الَّذِي أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِ وَبِالْمُؤْمِنِينَ وَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ لَوْ أَنْفَقْتَ مَا فِي الأَرْضِ جَمِيعاً مَا أَلَّفْتَ بَيْنَ قُلُوبِهِمْ وَلَكِنَّ اللَّهَ أَلَّفَ بَيْنَهُمْ} (سورت أنفال: ۶۲ ).
ژباړه: الله پاک هغه ذات دی چې د خپلې مرستې له مخې او په مومنانو يې ستا تاييد وکړ او د دوی زړونه يې سره راټول کړل که د ځمکې ټول هر څه دې پرې خرچ کړی وای نو د دوی زړونه به دې نه و راغونډ کړي خو بس الله پاک سره راغونډ کړل.
اسلامي وحدت باندې امر هغه الهي امر دی چې په اسلامي عقيده کې اغښکل شوی دی چې اسلامي اخوت يې يو له لورينو څخه دی چې الله پاک پرې په مسلمانانو باندې خپل امتنان کوي، له دې کبله هر څوک چې د مسلمانانو د اتحاد ودانۍ نړوي الله پاک ورڅخه خپل استازی مبرا ګڼلی دی، الله پاک فرمايي: {إِنَّ الَّذِينَ فَرَّقُوا دِينَهُمْ وَكَانُوا شِيَعاً لَسْتَ مِنْهُمْ فِي شَيْءٍ} ( سورت انعام: ۱۵۹ ).
ژباړه: يه يقیني توګه هغه خلک چې خپل دين يې تڼې تڼې کړ او دوی ډلې ټپلې شول، چې د اتحاد په ماتولو کې يې ستا هېڅ لاس نه و.
له دې کبله د مسلمانانو د اتحاد او اسلامي اخوت اهميت باندې نبي کريم صلی الله عليه وسلم په غوڅو او ښکاره الفاظو غږېدلی دی، د مسلمانانو اتحاد په ټولو فرصتونو کې نبي کريم صلی الله عليه وسلم په ښکاره او غوڅو الفاظو باندې اهميت رابرسېره کړي دی، هغه فرمايي:( مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ، وَتَرَاحُمِهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ مَثَلُ الْجَسَدِ إِذَا اشْتَكَى مِنْهُ عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ الْجَسَدِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى) [صحيح مسلم: ۲۵۸۶ ]
ژباړه:د مسلمانانو خپل منځ کې د مينې محبت، د متقابل تراحم او مهربانۍ مثال لکه د يو تن دی، چې د بدن يو غړی يې درمند وي نو په شوګير او درد کې ورته ټول بدن راټول وي.
او نبي صلی الله عليه وسلم فرمايي: (وَمَنْ خَرَجَ عَلَى أُمَّتِي، يَضْرِبُ بَرَّهَا وَفَاجِرَهَا، وَلَا يَتَحَاشَى مِنْ مُؤْمِنِهَا، وَلَا يَفِي لِذِي عَهْدٍ عَهْدَهُ، فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ ) [ صحيح مسلم: ۱۸۴۸]
ژباړه: که زما پر امت څوک داسې راووځي چې نېک او بد يې ووژني، او د مومن په مرګ کې يې له وبال او سزا څخه ونه ډاريږي، او نه د لوظ او عهد خيال وساتي چې پوره يې کړي، نو نه زما له امت څخه دی او نه ورڅخه زه يم.
د افرادو او ټولنو د مستوی له مخې اسلامي ورورولۍ ته نبي کريم صلی الله عليه وسلم تيزي ورکړې ده، هغه سپارښتنه کړې چې د کورنۍ د افرادو ترمنځ د وحدت، د ګاونډیانو ترمنځ د ښه برخورد او د ټولنې رنځ هرومرو بايد له دارو درملو لاندې ونيول شي او اسلامي اتحاد او مينه په سمه معنا وپالل شي.
خو دا چې دا مهال ميډيا د اسلامي دښمنانو په لاس کې څېرونکي تېره دي، نو اسلامي اتحاد د دې امت فرض جوړيږي چې عملي بڼه ورکړي، اسلامي اتحاد بايد موقتي لوڅ لغړ شعار نه وي چې عملي بڼه ونه لري، او نه تش په نوم له ارکانو پرته د اسلامي اتحاد ډانچه ګټوره ده، بلکې اسلامي اتحاد به د اسلامي داعيانو جوهري شی وي، دا مهال د اسلامي دولتونو مسؤليت جوړيږي چې د اسلامي اتحاد لپاره عملي هلې ځلې وکړي، او له هر ډول تيرې او يرغل څخه يې د تحفظ لپاره کاملا عملي ګامونه پورته کړي، له هېڅ اقليمي، قومي، او دولتي مصالحو د شته کېدو لپاره مناسب نه دي چې د اسلامي اتحاد نوم استغلال کړي او ورڅخه سطحي مفاد په نظر کې ونيول شي، غير او اغيارو او اسلام دښمن هيوادونه له همدې تفرقې او امتيازي سلوکو څخه په ګټه اخستلو وکولی شول چې تر دا مهال يو هيواد د بل پر ضد، ټولنې د ټولنو او افراد د افرادو پر ضد راپورته کړي او د شخصي منافعو په پار يې له يو بل سره وجنګوي.
د اسلامي اتحاد د اعدامولو په خاطر اسلام دښمنه خلکو راز راز دسيسې په کار اچولي دي ترڅو اسلامي هيوادونه يو له بل پسې د اسلامي اتحاد له منځه وړلو له مخې په اسانه هضم کړي، د چل او پراډ بلا ډېر موانع يې ورته ايښي دي، ترڅو له مسلمان سره د مسلمان اړيکې له هرې خواه وشکوي او له ستړې ستونزې پرته د مسلمانانو قتل او قتال ته لاره هواره کړي.
چونکه د مسلمانانو د ترې تم کولو لپاره ميډيا ډېره ښه د کار غوڅانده اسحله ده ترڅو اغيار د ميډیا له لارې مسلمانان مزيد تقسيم کړي، خو که مسلمانان په اتحاد او قوت کې خپلو خوګانو ته مزيد متوجه نه شي نو اغيار او غليم به په اسانه وکولی شي چې د مسلمان په لاس د مسلمانانو پر ضد خپلې شومې موخې په اسانه تر لاسه کړي؟