متفرقات

  کتاب غوره ملګری دی . ضياء الدين نبيل

  کتاب غوره ملګری دی . ضياء الدین نبيل

 

د کتاب غوره ملګرتيا کې يو عربي شاعر وایي:

نِعْمَ المُحَدِّثُ وَالرَّفِيْقُ کِتَابُ ** تَلْهُوْ بِهِ اِنْ خَانَكَ الاَصْحَابُ

لاَمُفْشِياً لِلْسِرِّ اِنْ أَوْدَعْتَهُ  ** وَيُنَالُ مِنْهُ حِکْمَةٌ وَ صَوَابُ

ژباړه:

کله چې درسره ملګري خيانت وکړي نو ځان له کتاب سره مشغول کړه ځکه کتاب ډېر ښه وياند او غوره ملګری دی .

که دې ورسره راز کېښود نه راز دې نه خپروي او ترڅنګ ترې نورې سمې مستقيمې خبرې او حکمتونه هم ترلاسه کېدی شي .

دشعر دغی بیتونو ته ورته نور ډیرشعرونه او ویناوې هم شته چی سلفو به د کتابونو او د ورسره ناسته کې د مینې بې سارې زیارونه ویستل، ولې چی په دې کې خورا زیات علم او ګټه ده، که څه هم مونږ دا مهال د کتابونو په نړۍ کی د یو ستر کلتوري انقلاب د ګواښ  سره مخ یو چې تردې دمه هېڅ کور پاتی نه دې مګر داسې کتابتون لري چې رنګارنګ ډول علمونو څخه پکې نمونې پرتې وې خو مونږ اسلامي نړۍ تر اوسه د کتاب ارزښت ونه پيژند او نه هم د کتاب لپاره هغه مقام شته کوم چی د سلفو سره وو، مخکې هم عرب په نالوستو مشهور ول ، او اوس هم نه لوستل کولای شي او نه د کتاب پوره خیال ساتي ، مونږ دا نه غواړو چی  لویدیځوال او کتاب ته د هغوي پاملرنه  د بېلګې  په توګه ذکر کړو لکه څنګه چې یې د لویدیځوالو په تمدن باندې غولیدلي دي ، ځکه زمونږ لپاره په سلف صالحینو کی پوره اقتدا ده هغوی هغه څوک ول چی د اسلامي نړۍ میراث یې دې امت رارسولی او په دغه ډګر  کې يې له هر چا مخکې دي ، ترڅو مسلمانان دکتاب اهمیت او هغه رول چی کتاب یې د انسان او د امت د شان په لوړلو کې لوبوي وپیژني په ګډه سره دسلفو دژوند اوکتاب ته هغو ددرناوی څخه یو څوپاڼی وړاندي کوو.

دلیکنې حرص

دا مهال چې له کله راهيسي وسائل خپاره او خلک سستۍ ته مایل شول نو دلیکلو نه عاجز شول او خپله زمانه يې هم د توندې زمانې په نوم ونوموله، له دې کبله لوستونکي هر ‌ډول چټک اوسپک څېز ته اړتیا لري اګر که کمزوری هم وی،ځکه ماده پرستي ورته د ژورې لوستنې فرصت نه برابروي. خو خلیل بن احمد د علم او پوهې هر لاروي ته  لاره خلاصوي او وايي: ماڅه نه دي اوريدلې مګر لیکلي مي دي، او يوڅه مي نه دي لیکلي مګر یاد کړی مي دي ، او یوڅه می ندي یاد کړي مګر ګټه يې رارسولې ده.

هغوی چی به څه اورېدل نو لیکل به يې هسې نه چېرته ترې بې ځایه شي ، ځکه دعلم آفت هېرېدل دي، دوي د اما شافعي رحمه الله هغه وصیت ددوي په غوږ کي و کله چی هغه دخپلو ملګرو خوا ته راووت اوهغوي یوځاي ناست وو اورته یي وویل: ( الله دې پر تاسو رحم وکړي په دې پوهه شئ چی علم داسې تښتي لکه څنګه چي اوښ تښتي ، نو خپل کتابونه مو ورله ساتونکي او قلمونه شپونکي کړئ.

دکتاب سره بې سارې مینه

هغوی خپل قلمونه وريځو ته استولي وو نو ځکه يې ادبي مهارت له لارې وکولای شول چي د کتاب په زړه پورې ستاينه يې د کتاب سره د بې سارې مینې او درناوۍ خبر ورکوي ، ابن المعتز دکتاب په ستاینه کي وايي(کتاب په دروازو ننوځي او څوکېدار نه مني، مغز نه لري خو فهم لري، ژبه نه لري خو خبرې کوي، فراق ځپلی کولی شي د خبرو اترو شوق ترې پوره کړي) بل وايي: کتاب نغده ګټه لري، له مينې ډکې فايدې لري، ستا په فعالیت سره هغه هم فعالیږې نو ځان درته ته غوړوي اوستا په ستړیا ستړې کیږې نو ځان درنه غونډوي،که يې ځان ته نږدې کوې  درته نږدي کیږي، اوکه له ځانه يې لري باسي لري کیږي خو تا ته د شر هېڅ اراده نه کوي، او نه دې راز خپروي، نه ستا چغلی بل چاته کوي اونه دبل چا تا ته راوړي)

 یوشاعر دکتاب کتاب سره خپل پیوستون اونزدیکت داسی تعبيروي:

نعم النديم إذا خلوت كتاب**** إن خانك الندماء والأصحاب

فأبحه سرك قد أمنت لسانه***** أو أن يغيبك عنده مغتاب

إذا هفوت أمنت غرب لسانه***** إن العتاب من النديم عذا

ژباړه:

چې کله درسره خپل ملګري او نزدې دوستان خيانت وکړي او ترې ځانله شې نو ښه ملګری دې کتاب دی .

د ژبني امانت اساس له مخې ورسره خپل راز شریک کړه خو د کتاب په شتون کې به درته کوم غيابتګر غيبت هم ونه شي کړی .

خو تېروتنې دې د کتاب په شتون کې وکړې نو د راز افشا څخه يې پوره ډاډمن شه، د ملګري عيب خپرول لوی عذاب دی .

حتی چې ځينو به يې د خپل غربت او ځانلوالي په مهال له کتاب څخه ګټه اخسته، خپلو مسافرو ورونو ته به يې سپارښتنه کوله چې د ځانلوالي په مهال  له کتاب څخه ګټه واخلئ، کتاب خوله وره ژبه او د ښه ديد سرګې لري، کتاب هغه دوست دی چې د نورو دوستانو په څېر دې نه پرېږدي، مجلس ته دې مزه ورکوي، يو چا ته وويل وشول چې ځانلوالی کې تنګيږې نه ؟ هغه ورته وويل : هغه څوک به څه تنګ شي چې د ټول امن څښتن وي، چا ورته وويل چې ټول امن لا څه شی دی ؟ هغه وويل کتاب.

ابن مبارک رحمه الله په دې ډېر ښه پوهه شوی و، دهغه ډېره ناسته پاسته به له کتابونو سره وه ، ځينو ملګرو يې د ملاقاتونو د کمښت په کبله ورټو ، هغه ورته وويل: زه چې کله په کور يم نو د نبي کريم صلی الله عليه وسلم ملګرو سره په جرګه مرکه يم .

 

دکتابونو ساتنه

دا طبیعي ده چې دسلفو له کتاب سره دغه ډول بې سارې مینه  او ارزښت پیژندل هغوي د کتابونو پېرولو او ساتلو ته اړ کړي ول، نه دیته چې ښايست لپاره يې کیږدي لکه اوس چې ډېر خلک کوي، بلکې د لوستلو پلټنې او ګټه اخيستنې لپاره،هغوي دکتابونو په ورکېدو او پلورلو باندې د خفګان او په پېرلو يې د خوښۍ ډيرې خوندوري کیسي لري ، وايي چی په سلفو کي یوتن یو کتاب وپلورلو ګمان يې کاوه چې دا ورته اړتیا نلري خو څه وخت وروسته ورته اړشو نو ددغې نسخې لټون يې ترسره کړ، خو نه يې په بيه اونه يې دامانت په شکل پیداکړ،چاچي کتاپ پيرودلی وو هغه بل ښار ته تللی و هلته پسې ورغی او له هغه نه يې د کتاب د واپسۍ او د خپلو پيسو اخستو غوښتنه وکړه خو هغه ونه منله ، بیا يې ترې د امانت په شکل وغوښت چې یوه کلمه ترې ولیکي دا يې هم ورسره ونه منل، د خپل ښار په طرف يې مخه کړه او واپس شو او له ځان سره يې قسم وکړ  چې هېڅ کله به هم کتاب نه پلورم .

هغوی به یو بل تن په دې ملامتوو چي هر کتاب به يې لیده نو پيرودلو به يې او ورته به يې ویل: ته هغه کتابونه پيرې چي ته ورته اړتیا نه لرې ، هغه ورغبرګه کړه: که نن ورته اړنه یم خو سبا ورته اړتیا لرم.

ځېنو قاضیانو به کتابونه په قرض پېرودل چا ترې وپوښتل چې داسې کار ولې کوې؟ هغه ورغبرګه کړه : زه باید هغه  څه ونه پېرم چی زه يې تردې ځایه راورسولم ، هغه ورته وويل: سمه ده خو ته يې بیخي ډېر اخلې؟ قاضي ورغبرګه کړه: ساز سامان د کسب او حرفې په اندازه وي.

کتابونه دامانت په توګه اخيستل:

ما په ځینو مجلو کي ولوستل چې ځینو خلکو د پردیو له کتابونو څخه کتابتونونه جوړکړي دي، ځکه هغوی يې دامانت په توګه راواخلي اوبېرته يې نه واپس کوي، دغه ډول دکتابونو غلا د امانت تر پردې لاندې خپره شوه تر دې چی په ټولنه کې پرې نامتو وګړو شهرت وموند، که څه هم دایوه غیر شرعي طریقه يوه غلا ده خو سلفو يې بدي بیان کړېده، او د امانت لپاره يې خپل خپل اداب ايښي دي، چاچي دغې ادابو خلاف ورزي وکړه د بیا لپاره به ورته کتاب نه ورکول کیږي، دامانت ځیني ادابو نه دا دي چی دکتاب درناوې اودهغي دپاکوالي خیال ساتل ، ځکه ډیر ځل خلک کتابونه دامانت په توګه واخلي خوچي بیرته يي واپس کړي نو دپاکواي نه ډیرلري پاتي، دغه پيښه دابو حامد احمد بن طاهر الاسفرائینی فقیه سره ترسره شوي وه یو تن تري کتاب دامانت په توګه واخیست بیا يي یوه ورځ دغه سړې ولید چی په کتاب باندې يي انګور ايښي دي، دغي سړي یو وار بیا دکتاب غوښتنه وکړه  هغه ورته وويل زما کورته راشه ، سړې ورغې، کتاب يي ورته په یو لوښي کي راوويست اوهغه ته يي ورکړ، سړي باندې دغه ډیر نا اشنا ولګید او ويي ویل: ابو حامده داڅه دي؟ هغه ورته وویل: داهغه کتاب دې چی ته غوښتلې وو، او دا لوښې دې چی څه دي خوړي په دي کي يي اچوه، نوسړې په خپله ګناه پوهه شو.

داهم دامانت له ادابو څخه دي چی کتاب به خپل خاوند ته له مخکي څخه بدل، څیري شوې،اوکمزورې شوې وي، که دغه کارپه کولو سره به دی سزا داوي چي دکتاب داخیستنې نه به برخي يي لکه څنګه دغه کړنه علماوودهغه چا سره کړيده چي کتاب يي ورته څیرې اوبدل شوې، اوپه داسی حال کي چی دخوراکي توکو اوداسي نور څیزونو نښې ورباندې ښکاریدي، بیايي تر وپوښتل چي بل کتاب ورته دامانت په توګه ورکړي،هغه ورته وويل : تا اولني له کومه ښه میلمستیا کړيده چی اوس درته دوهم هم درکړم ، دامانت په توګه داخستل شوو کتابونو بی ځایه کول او ورکول خورا په امانتونوپه باب کي يوه ستره ګناه ده، څوک چی دغه وکړي هغه سره بیا امانت ورکول نه ښاییږي، تردي چی یوتن خپله ښپیمانتیا دیوکتاب په بی ځایه کیدلوباندې چي دامانت په توګه یی راخيستې وو بیانوي او وايي:  ما بني هاشم دکودرنۍ دیو مخور سړي نه یوه کتا بچه دامانت په توګه راواخیسته هغه رانه ضایع سخت زیات ورباندې خفه شوم دکتابچي خاوند ته مي عذر وړاندې کړ او ورته ومي ويل:

يا مالكا ما تزال راحته… تعطي المعالي وتبسط النعما

هب لمقر بالذنب معترف …بواسع العفو منك ما اجترما

أعرته دفترا تضن به …فخانه الدهر فيه فاصطلما

عظامك العلم إذ فجعت به …يزيد عندي خطيئتي عظما

 ژباړه:

اې هغه پاچا! چی لاسونه يي همیشه قیمتي ډالۍ ورکوي  اونعمتونه خپروي* پخپله ګناه باندې اقرار او اعتراف کونکي ته دهغه دجرم پراخه بښنه وکړه

تاورته هغه کتابچه دامانت په څیر ورکړه چی تاپري بخل کوو** هغه سره زمانې ستاپه حق کي دټول عمرلپاره خیانت وکړ اوله منځه ویوړ

څومره چی پري ته خفه کیږي دعلم ددرناوي له کبله** زما په وړاندي زما ګناه لویوالې زیاتوي

یو شاعر دکتاب واپسي په امانت کي شرط کوي او وايي:

آیها المستعیر منی کتابا*** ان رددت الکتاب کان صوابا

انت والله إن رددت كتابا***كنت اعطيته اخذت كتابا

 ژباړه: اې دامانت په توګه له مانه کتاب اخستونکیه!

که کتاب دي راته واپس کړو دابه ډیر ښه وي

قسم په الله کله ته  هغه کتاب واپس کړي چی ما درته درکړې وو نو بل کتاب به واخلې.

مسلمانه وروره!

ستا اسلام په تاباندې لازمه کړیده چی ته هغه دعوتګرشي  چی دعلم اوپوهي پر په بنسټ دعوت کوي نه دناپوۍ، داسلام دښمنانو بازارونه بیکاره کتابونو باندې ډک کړیدي  خو سره لدی هم کاږ نه مومي نو ديته مجبوره دي جی خپل کتابونه په وړیا توګه وويشي، ته یو اسلامي کتا ب ته مخه کړه ، خلک ورته وهڅوه، دکتاب په ساتنه اودهغي درواجولو او دخلکو ترمنځ یی دخپراوي کوښښ وکړه،  چی کله هم ته دغه کار ترسره کړي تاخپل خپل نظر خپور او دهرډول دښمن پلوه سره مخ شوي

Tags

Related Articles

Back to top button