طهارتفقه

فقه السنة ( د اوبو ډولونه ) ليکوال : سيد سابق: ژباړن: لقمان حکيم حکمت

فقه السنة ( د اوبو ډولونه ) ليکوال : سيد سابق: ژباړن: لقمان حکيم حکمت

 

کتاب الطهارة

اوبه د هغې ډولونه

د اوبو لومړی ډول: مطلقې اوبه

د مطلقو اوبو حکم طهارت دی، مطلب : خپله هم طاهره دي او نور هم پاکوي، د دې ډول اوبو د نوم او حکم لاندې راروانې اوبه هم شمول لري:

۱ – : د باران، د وارو (يخ)  او ګلۍ  اوبه : ځکه الله پاک فرمايي: (وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُمْ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً لِيُطَهِّرَكُمْ بِهِ ) ([1])

ژباړه:  او پر تاسو باندې يې له اسمانه اوبه نازلولې، د دې لپاره چې تاسو په دې سره ښه پاك كړي

او الله پاک فرمايي: (وَأَنْزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً طَهُورًا ) ([2])

ژباړه: او مونږ له بره نه پاكوونكي اوبه نازلې كړې دي

او له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی (كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا اسْتَفْتَحَ الصَّلَاةَ سَكَتَ هُنَيْهَةً. فَقُلْتُ: بِأَبِي أَنْتَ وَأُمِّي يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا تَقُولُ فِي سُكُوتِكَ بَيْنَ التَّكْبِيرِ وَالْقِرَاءَةِ؟ قَالَ أَقُولُ: «اللَّهُمَّ بَاعِدْ بَيْنِي وَبَيْنَ خَطَايَايَ كَمَا بَاعَدْتَ بَيْنَ الْمَشْرِقِ وَالْمَغْرِبِ، اللَّهُمَّ نَقِّنِي مِنْ خَطَايَايَ كَمَا يُنَقَّى الثَّوْبُ الْأَبْيَضُ مِنَ الدَّنَسِ، اللَّهُمَّ اغْسِلْنِي مِنْ خَطَايَايَ بِالثَّلْجِ وَالْمَاءِ وَالْبَرَدِ ) ([3])

ژباړه: رسول الله صلى الله عليه وسلم چې به کله په لمونځ کې تکير وکړ , له قراءت څخه به مخکې څّه اندازه چپ شو، ما ورته وويل ای د الله رسوله ! زما پلار او مور دې درڅخه قربان شی ما ته ستا د خاموشۍ اړوند خبر راکړه چې له قراءت څخه مخکې يې کوې ، ته ورپکې څه وايې ؟ هغه وويل : زه وايم ای الله ! زما او زما د ګناهونه ترمنځ لکه د مشرق او مغرب په څېر لرې والی راولې، ای الله ! ما مې له ګناهونو داسې پاک کړه لکه سپين پوښاک چې له ښيري څخه پاک کېدلی شي، ای الله! له ما څخه مې ګناهونه په واروه، په اوبو او ګلۍ باندې ووينځه.

۲ – : د ردياب اوبه: په دې  تړاو د له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی (سَأَلَ رَجُلٌ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: ” إِنَّا نَرْكَبُ الْبَحْرَ، وَنَحْمِلُ مَعَنَا الْقَلِيلَ مِنَ الْمَاءِ، فَإِنْ تَوَضَّأْنَا بِهِ عَطِشْنَا، أَفَنَتَوَضَّأُ مِنْ مَاءِ الْبَحْرِ؟ قَالَ: فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هُوَ الطَّهُورُ مَاؤُهُ، الْحِلُّ مَيْتَتُهُ ) ([5])

ژباړه: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه يو سړي وپوښتل چې مونږ په بحر کې سفر کو او له ځان سره لږې اوبه وړو، که اودس ورباندې کو نو تږي کيږو، ايا د بحر په اوبو باندې مونږ اودس کولای شو؟ نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وويل: د بحر اوبه پاکې دي، او مرداره (کبان) يې حلال دي.

۳ – : د زمزم اوبه: د زمزم اړوند له علي رضي الله عنه څخه روايت دی ( … فَدَعَا بِسَجْلٍ مِنْ مَاءِ زَمْزَمَ، فَشَرِبَ مِنْهُ وَتَوَضَّأَ… ) ([6])

ژباړه: د زمزم له اوبو څخه يې يوه بوکه راوغوښته، هم يې وڅخه وڅښلې او هم يې پرې اودس وکړ.

۴ – : هغه اوبه چې د ډېرې مودې له کبله يې تغيير خوړی وي، يا دا چې ډېر وخت يې په خپل ځای شوی وي، يا ورسره غالباً داسې څه خلط شوي وي چې ورڅخه نه جلا کيږي، لکه خڼيپۍ، د بوټو ونو پاڼې، که څه هم د علماؤ د اتفاق له مخې ورته اوبه ويل سم دي خو په دې باب کې حقيقت دا دی چې په هر څه باندې د اوبو د نوم اطلاق سم دم وي نو طهارت کول پرې هم سم دم دي، ځکه الله پاک فرمايي: (فَلَمْ تَجِدُوا مَاءً فَتَيَمَّمُوا صَعِيدًا طَيِّبًا ) ([7])

ژباړه: که مو اوبه ترلاسه نه کړې نو په پاکه خاوره باندې تيمم ووهئ.

د اوبو دوهم ډول: استعمال شوي اوبه: د اوبو دآ ډول هغې ته ويل کيږي چې د متوضئ له اندامونو څخه جلا شوي وي، د اوبو د اصل په اعتبار دا هم لکه د مطلقو اوبو په څېر د طهارت حکم لري او پر ضد يې داسې دليل نشته چې له طهوريت څخه يې اوباسي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم د اودس اړوند له ربيع بنت معوذ رضي الله عنها څخه روايت دی فرمايي: (وَمَسَحَ رَأْسَهُ بِمَا بَقِيَ مِنْ وَضُوئِهِ فِي يَدَيْهِ مَرَّتَيْنِ ) ([8])

ژباړه: او دوه ځل يې سر په هغو اوبو مسح کړ چې په لاس کې يې له اودس څخه پاتې شوې وې.

او ابوداود په دې  الفاظو روايت کړی دی (أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مَسَحَ بِرَأْسِهِ مِنْ فَضْلِ مَاءٍ كَانَ فِي يَدِهِ ) ([9])

ژباړه: نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خپل سر باندې په هغو اوبو مسح وکړه چې په لاس کې يې له اودس نه پاتې شوې وې.

او له ابوهريره رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورسره د مدينې په ځينو لارو کې په داسې حالت مخامخ شو چې دا جنب و، ورڅخه پټ شو او لاړ غسل يې وکړل او بيا راغی، ورته يې وويل: (أَيْنَ كُنْتَ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ» قَالَ: كُنْتُ جُنُبًا، فَكَرِهْتُ أَنْ أُجَالِسَكَ وَأَنَا عَلَى غَيْرِ طَهَارَةٍ، فَقَالَ: «سُبْحَانَ اللَّهِ، إِنَّ المُسْلِمَ لاَ يَنْجُسُ ) ([10])

ژباړه: ابوهريره! چرته وې، هغه ورته وويل: زه جنب وم، او دوسته مې نه ګڼله چې له تا سره په عدم طهارت کېنم، هغه ورته وويل: سبحان الله، مسلمان نه نجس کيږي.

له حديث څخه استدلال په دې شوی دی چې کله مومن مسلمان نه شي نجس کېدلی نو اوبه هم د طهارت خپل حکم له مومن مسلمان سره يواځې د استعمال له کبله نه ورکوي، ځکه اوبه طاهري دي او له طاهر سره ولګېدې او طاهر په طاهر باندې منفي ا غېز نه لري.

ابن المنذر وايي: له علي، عبدالله بن عمر، ابوآمامه رضي الله عنهم، عطاء، حسن بصري، مکحول او له نخعي رحمهم الله څخه نقل دي چې که له چا څخه مسح هېره شي او په ګيره باندې لوندوالی محسوس کړي، همدا ورله بسنه کوی چې له د ګيرې په له لوندوالي څخه په سر مسح وکړي، ابن المنذر وايي: دا اثر په دې دلالت کوي چې هغوی استعمال شده اوبه پاکې ګڼلې، او دا زما مذهب هم دی.

همدا مذهب په يو روايت کې له شافعي او مالک څخه هم نقل دی، ابن حزم سفيان ثوري، ابوثور او ټول ظاهريانو ته هم منسوب کړی دی.

……………………………………………….

([1]) سورت أنفال: (۱۱).

([2]) سورت فرقان : (۴۸).

([3]) مسند أحمد:  (۷۱۶۴)، صحيح البخاري: (۷۴۴)، صحيح مسلم: (۵۹۸)، سنن ابن ماجه: (۸۰۵)، سنن أبي داود: (۷۸۱)، سنن النسائي: (۶۰).

([5]) مسند أحمد: (۸۷۳۵ )، سنن ابن ماجه: (۳۸۶)، سنن أبي داود: ۸۳)، سنن الترمذي: (۶۹)، سنن النسائي: ( ۵۹ ). ترمذي ورته ( حسن صحيح ) ويلي دي، بيا وايي: ما له محمد بن اسمعيل بخاري څخه د ياد حديث اړوند وپوښتل هغه وويل: حديث صحيح دی.

([6]) مسند أحمد: (۵۶۴).

([7]) سورت نساء: ( ۴۳).

([8]) مسند أحمد: (۲۷۰۱۶).

([9]) سنن أبي داود: (۱۳۰ ).

([10]) مسند أحمد: ( ۱۰۰۸۵)، صحيح البخاري: ( ۲۸۳ )، صحيح مسلم: ( ۳۷۱)، سنن أبي داود: (۲۳۱)، سنن ابن ماجه: ( ۵۳۴)، سنن النسائي: ( ۲۶۹ ).

Tags

Related Articles

Back to top button