متفرقات

د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( دريمه برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل

د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( دريمه برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل

 

د فتنې بله ستړې او کامله ستونزه دا ده چې د مسلمانانو هغه حرمت تحليلوي چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته په حجت  الوداع کې مونږ ټول په ژمنتيا او خيال مخاطب کړي يو، هغه فرمايي: [فَإِنَّ دِمَاءَكُمْ، وَأَمْوَالَكُمْ، وَأَعْرَاضَكُمْ، وَأَبْشَارَكُمْ، عَلَيْكُمْ حَرَام ] ([1])

ژباړه: ستاسو ويني، ستاسو شتمني، ستاسو ابروګانې او ستاسو څرمنې په يو بل باندې حرامې دي.

په دې روانو کلونو کې د فتنو په جريان کې د څومره ډېرو مسلمانانو وينې توي شوې! څومره مسلمانان قتل او مړه شول! او څومره ځمکني مقدسات بې قدره او بې عزته شول!

خالد بن سميل وايي: په کوفه کې چې کله ستر دروغجن مختار ثقفي ظهور وکړ نو ډېری خلک ورڅخه وتښتېدل او بصره کې زمونږ پلو ته راغلل، په راغلو کې يو هم موسی بن طلحه بن عبيدالله هم و، نو بلا شمېر خلک پر موسی بن طلحه باندې راپنډ شول چې زه هم ورپکې وم، هغه وويل: لوړه په رب لايزال که راته علم وای چې فتنه به اختتام لري نو راته به له فلاني او فلاني شيانو څخه ډېره بهتره وای، او د فتنو اړوند يې سمې ډېرې خبرې وکړې، يو سړي ورڅخه وپوښتل چې ای ابومحمد! ته په ډار څه نيولی يې؟ ايا د مختار له فتنې څخه به لا هم بله لويه فتنه وي؟ هغه وويل: هو، له دې څخه هرج ډېره لويه فتنه ده، يو سړي وپوښتل چې هرج لا څه شی دی؟ هغه وويل: هرج هغه فتنه ده چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو به پرې مونږ ته په ځانګړې توګه راپورونه راکول، هرج تر قيامت پورې د مسلمانانو خپل منځنی قتل او قتال ته ويل کيږي.

الله دې موسی بن طلحه باندې رحم وکړي چې هغه په خپل دور حيات کې مونږ له هغو فتنو څخه اګاه کړي يو چې زمونږ په دور حيات کې په توندۍ سره مخ په وړاندې روانې دي.

د فتنو او منځني تاو تپ بله ستونزه دا ده چې جليل القدر صحابي او په اسلام کې لومړي باچا پرې ډېره ښه تبصره کړې ده، معاويه رضي الله عنه چې کله د مسلمانانو د واک واګې په لاس کې ونيولې، مدينې ته راغی او د يوې خطبې په ترڅ کې يې خپل رعيت ته د نصيحت په مهال وويل: له فتنو څخه په پوره توګه ډډه وکړئ او بيخي يې په تصور کې را نه ولئ، منځنۍ فتنې ژوند بدرنګوي، الهي لورينې خړې پړې کړي او بيخ کني زږوي.

معاويه رضي الله عنه ډېره رښتيا خبره کړې ده، هغه چې څه وړاندې ويلي و نن يې مونږ عيني شاهدان يو، منځنې خونړيزي ده چې له کبله يې زمونږ ژوند بدرنګه دی، په قومونو او قبيلو کې انتشار دی، ټولنې پرې ګنده او ککړې دي، الهي لورينې يې راڅخه واخستې، د معاش ګردې ذريعې په ټپه ولاړې او مهنګايي په مخکې وده کوي، داسې نور ډېر شقاوتونه چې منځنۍ خونړيزۍ وزږو، بايد ده چې په دې درېځ کې له سوچ او غور څخه کار واخلو، بې باکه يې ونه ګڼو، د فتنو جزئيات د حل او فصل په خاطر وڅېړو او د هغو بدو اغېزو مخه يې ډپ کړو چې له کبله يې منځ ته راځي.

د فتنو او منځني تاو تپ بله ستونزه دا ده چې د مسلمانانو ترمنځ فرقه واريت او ګډوډېزم منځ ته راولي، د مسلمانانو د اتحاد کلمه شکوي او پر ډلو ټپلو يې ويشي، له عصبيت او قوم پرستۍ رنځ زږوي چې هر چا به يې بېرغ پورته کړی وي او حالانکه نبي کريم صلی الله عليه وسلم دا ټول په کلکو کلماتو غندلي دي، هغه به په دې بابت په عامو او خاصو مواطنو کې له عصبيت څخه په ځان ژغورلو بې تحاشا سپارښتنې کولې چې اتفاق وپالئ او له فرقت واريت څخه ډډه وکړئ.

هو، ولې نه، زمونږ پېغمبر پاک صلی الله عليه وسلم به د تل لپاره د جماعت او اتحاد سپارښتنې کولې، او ضرور ده چې که څوک د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د توجيهاتو مخالفت کوي نو په ورانو او ويجاړو کې به واقع شي، نبي کريم صلی الله عليه وسلم رښتيا وايي چې [ وَ الفُرْقَةُ عَ‍ذَابٌ ] ([2])

ژباړه: او ډله بازي عذاب دی.

نبي کريم صلی  الله عليه وسلم پر دغو کلماتو نطق کړی دی، او کوم ديني ‌آثار چې وړاندې له مونږ سره تېر شول چې فرقه واریت غندي، د منځني تاو تپ بد اغېز دی چې هم لورينه له منځه وړي او هم ژوند بدرنګوي، هم د ابروګانو حرمت پايمالوي او هم انسانيت د مرګ پر کومي سپاري.

د فتنو او منځني تاو تپ تر هر څه ستره فاجعه رنګارنګ معصيتونو ته وده ورکول دي، په دې سره انسان د ټولواک له فرمانبردارۍ څخه اوږه اوباسي او د رسول الله صلی الله عليه وسلم سپارښتنې له عملي بڼې څخه ړنګوي، د الله له معصيتونو څخه د زغم او حوصلې اوامر ويجاړوي، شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله په خپل کتاب (الاستقامه) کې پرې کافي شننه کړې ده، هغه وايي: منځنی تاو تپ د الله پاک د اوامرو څخه د سرغړونو په بدل کې منځ ته راځي، الله پاک په حق او په صبر باندې مخلوق ته سپارښتنه کوي، د منځنۍ فتنو زيږنده يا د الله حقوقو ته شا کول دي او يا يې تقدير ته د زغم او حوصلې پايمالول دي. ([3])

شيخ الاسلام رحمه الله په خپلو خبرو کې رښتونی او زمونږ لپاره يې خیرخواهي پلټلې ده.

………………………………………….

([1]) صحيح البخاري: (۷۰۷۸).

([2]) السنة ( ۸۱ )، د ابن ابي عاصم لیکنه، الابانة الکبری: ( ۱۲۰ )، د ابن بطه ليکنه، او امام الباني ورته د ( السنة ) په تحقيق کې په ( ۹۳ ) شمېر حسن ويلي دي.

([3]) الاستقامة : ( ۱ / ۳۹ ).

Tags

Related Articles

Back to top button