د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (اوومه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت
د نبي صلی الله عليه وسلم ځواب کړې پوښتنې (اوومه برخه ) [ ژباړن: لقمان حکيم حکمت

۳۶ – : الله پرست څوک دي؟
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: [ إِنَّ لِلَّهِ أَهْلِينَ مِنَ النَّاسِ، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَنْ هُمْ؟ قَالَ: هُمْ أَهْلُ الْقُرْآنِ، أَهْلُ اللَّهِ وَخَاصَّتُه ] ([1])
ژباړه: له انس بن مالک رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په خلکو کې ځينې د الله والا دي، صحابه کرامو وويل: د الله رسوله! دوی څوک دي؟ هغه وويل: دوی قاري صاحبان دي، هم دوی الله والا او د هغه ځانګړي بندګان دي.
۳۷ – : ايا پوهيږئ چې نن شپه مې راته رب د څه شي اختيار راکړ؟
عَنْ عَوْفِ بْنِ مَالِكٍ الْأَشْجَعِيَّ، يَقُولُ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَتَدْرُونَ مَا خَيَّرَنِي رَبِّيَ اللَّيْلَةَ؟ قُلْنَا: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ، قَالَ: فَإِنَّهُ خَيَّرَنِي بَيْنَ أَنْ يَدْخُلَ نِصْفُ أُمَّتِي الْجَنَّةَ، وَبَيْنَ الشَّفَاعَةِ، فَاخْتَرْتُ الشَّفَاعَةَ ، قُلْنَا: يَا رَسُولَ اللَّهِ ادْعُ اللَّهَ أَنْ يَجْعَلَنَا مِنْ أَهْلِهَا، قَالَ: هِيَ لِكُلِّ مُسْلِمٍ ] ([2])
ژباړه: له عوف بن مالک رضي الله عنه نه روايت دی رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: يا پوهيږئ چې نن شپه مې راته رب د څه شي اختيار راکړ؟ مونږ وويل: الله او د هغه رسول بهتر پوهيږي، هغه وويل: الله راته اختيار راکړ چې زما له امت څخه دې سم نيم امت جنت ته داخل شي او که شفاعت (اخلې)، نو ما شفاعت غوره کړ، مونږ وويل: د الله رسوله! زمونږ لپاره له الله څخه وغواړه چې ستا په سفارش کې مو راولي، هغه وويل: شفاعت د هر مسلمان لپاره دی.
۳۸ – : څوک دمه او چا څخه خلک دمه دي؟
عَنْ أَبِي قَتَادَةَ بْنِ رِبْعِيٍّ الأَنْصَارِيِّ، أَنَّهُ كَانَ يُحَدِّثُ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُرَّ عَلَيْهِ بِجِنَازَةٍ، فَقَالَ: مُسْتَرِيحٌ وَمُسْتَرَاحٌ مِنْهُ قَالُوا: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا المُسْتَرِيحُ وَالمُسْتَرَاحُ مِنْهُ؟ قَالَ: العَبْدُ المُؤْمِنُ يَسْتَرِيحُ مِنْ نَصَبِ الدُّنْيَا وَأَذَاهَا إِلَى رَحْمَةِ اللَّهِ، وَالعَبْدُ الفَاجِرُ يَسْتَرِيحُ مِنْهُ العِبَادُ وَالبِلاَدُ، وَالشَّجَرُ وَالدَّوَابُّ] ([3])
ژباړه: ابوقتاده رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوې جنازې تېرېده نو ويويل: دا مړی يا خپله دمه شو او يا ترې خلک دمه شول، صحابه کرامو وويل: دا څنګه دمه شو يا ترې خلک څنګه دمه شول؟ هغه وويل: مومن بنده (په مرګ سره) د دنيا له ستړيا او اذيت څخه د الله رحمت ته دمه وړي، او له فاجر انسان څخه خلک او کلي ښارونه او ونې او زنده سر دمه شي
39 – : دا د څه شي سختي وه؟
عَنْ مُحَمَّدِ بْنِ جَحْشٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: كُنَّا جُلُوسًا عِنْدَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَرَفَعَ رَأْسَهُ إِلَى السَّمَاءِ، ثُمَّ وَضَعَ رَاحَتَهُ عَلَى جَبْهَتِهِ، ثُمَّ قَالَ: سُبْحَانَ اللَّهِ، مَاذَا نُزِّلَ مِنَ التَّشْدِيدِ فَسَكَتْنَا وَفَزِعْنَا، فَلَمَّا كَانَ مِنَ الْغَدِ، سَأَلْتُهُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا هَذَا التَّشْدِيدُ الَّذِي نُزِّلَ؟ فَقَالَ: وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَوْ أَنَّ رَجُلًا قُتِلَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أُحْيِيَ، ثُمَّ قُتِلَ ثُمَّ أُحْيِيَ، ثُمَّ قُتِلَ وَعَلَيْهِ دَيْنٌ، مَا دَخَلَ الْجَنَّةَ حَتَّى يُقْضَى عَنْهُ دَيْنُه ] ([4])
ژباړه: محمد بن جحش رضي الله عنه وايي: مونږ له رسول الله صلی الله عليه وسلم ناست وو نو اسمان ته يې سر پورته کړ، بيا يې خپل ورغوی په خپل تندي کېښود او ويويل: سبحان الله، دا څومره سختې او ستړې راغلې! مونږ که څه هم خاموش شول خو وډارېدو، پر سبا مې ترې پوښتنه وکړه چې د الله رسوله! هغه ستړې او سختې څه شی وې چې راښکته شوې؟ هغه وويل: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما نفس يې په لاس کې دی، که د الله په لاره کې څوک ووژل شي او بيا ژوندی شي او بيا ووژل شي او بيا ژوندی شي او بيا ووژل شي او پر ده باندې پور (قرض) وي نو تر هغه به جنت ته ولاړ نه شي چې قرض ترې نه وي ادا شوی .
40 – : کوم کار د الله ډېر خوښ دی؟
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُوْدٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: سَأَلْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ العَمَلِ أَحَبُّ إِلَى اللَّهِ؟ قَالَ: الصَّلاَةُ عَلَى وَقْتِهَا، قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ: ثُمَّ بِرُّ الوَالِدَيْنِ قَالَ: ثُمَّ أَيٌّ؟ قَالَ: الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ قَالَ: حَدَّثَنِي بِهِنَّ، وَلَوِ اسْتَزَدْتُهُ لَزَادَنِي ] ([5])
ژباړه: له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه نه روايت دی چې ما له نبي کريم صلی الله عليه وسلم څخه وپوښتل: کوم عمل الله ته ډېر محبوب دی؟ هغه وويل: پر خپل وخت باندې لمونځ کول، بيا ورپسې کوم عمل دی؟ هغه وويل: بيا له مور او پلار سره نيکي کول، بيا ورپسې کوم عمل دی، هغه وويل: د الله په لاره کې جهاد کول، هغه راته دا وويل: خو که ما ترې نورې پوښتنې کړی وی هغه به نور ځوابونه هم راکړي وی.
۴۱ – : د ناڅاپي نظر(کتلو) څه حکم دی؟
عَنْ جَرِيرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: [ سَأَلْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ نَظَرِ الْفُجَاءَةِ فَأَمَرَنِي أَنْ أَصْرِفَ بَصَرِي ] ([6])
ژباړه:جرير بن عبدالله بجلي رضي الله عنه وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه ( اجنبي ښځو ته) د ناڅاپي کتلو متعلق وپوښتل: هغه راته امر وکړ چې سترګې ترې واړوم.
۴۲ – : د لارې حقوق څه شی دي؟
عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: [ إِيَّاكُمْ وَالجُلُوسَ عَلَى الطُّرُقَاتِ، فَقَالُوا: مَا لَنَا بُدٌّ، إِنَّمَا هِيَ مَجَالِسُنَا نَتَحَدَّثُ فِيهَا، قَالَ: فَإِذَا أَبَيْتُمْ إِلَّا المَجَالِسَ، فَأَعْطُوا الطَّرِيقَ حَقَّهَا، قَالُوا: وَمَا حَقُّ الطَّرِيقِ؟ قَالَ: «غَضُّ البَصَرِ، وَكَفُّ الأَذَى، وَرَدُّ السَّلاَمِ، وَأَمْرٌ بِالْمَعْرُوفِ، وَنَهْيٌ عَنِ المُنْكَر ] ([7])
ژباړه: له ابوسعيد خدري رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په لارو کې له کېناستلو څخه ځانونه وساتئ، صحابه کرامو وويل: په لاره کې له ناستې مو بله چاره نشته، هغه خو زمونږ پنډ ځايونه دي او هم هلته سره ګړيږو، هغه وويل: که خامخا کينئ نو بيا لارې ته خپل حقونه ورکړئ، صحابه کرامو وويل: د لارې حقوق څه شی دي؟ هغه وويل: نګاهونه (نظرونه) مو ښکته کول، له تکليف رسولو نه ځان مهارول، سلام ځوابول، په نيکيو باندې امر او له بدو څخه منعه کول.
۴۳ – : د کوم مخلوق ايمان ته تعجب په کار دی؟
عَن أَنَسٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيه وَسَلَّم: أَيُّ الْخَلْقِ أَعْجَبُ إِيمَانًا؟ قَالُوا: الْمَلائِكَةُ، قَالَ: الْمَلائِكَةُ كَيْفَ لَا يُؤْمِنُونَ؟ قَالَ: النَّبِيُّونَ، قَالَ: النَّبِيُّونَ يُوحَى إِلَيْهِمْ فَكَيْفَ لَا يُؤْمِنُونَ؟ قَالُوا: الصَّحَابَةُ، قَالَ: الصَّحَابَةُ يَكُونُونَ مَعَ الأَنْبِيَاءِ، فَكَيْفَ لا يُؤْمِنُونَ، وَلكن أَعْجَبَ النَّاسِ إِيمَانًا: قَوْمٌ يجيؤون مِنْ بَعْدِكُمْ، فَيَجِدُونَ كِتَابًا مِنَ الْوَحْيِ، فَيُؤْمِنُونَ بِهِ، وَيَتَّبِعُونَهُ، فَهُمْ أَعْجَبُ النَّاسِ، أَوِ الْخَلْقِ، إِيمَانًا ] ([8])
ژباړه:له انس رضي الله عنه نه روايت دی چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: په مخلوق کې د چا ايمان ته تعجب په کار دی؟ صحابه کرامو وويل: د ملائکو ايمان ته، هغه وويل: ملائک به ولې ايمان نه لري؟ صحابه کرامو وويل: د پېغمبرانو ايمان ته! هغه وويل: پېغمبرانو ته خو وحي کيږي نو ايمان به څنګه نه لري؟ صحابه کرامو وويل: د صحابه و ايمان ته! هغه وويل: صحابه به ولې ايمان نه لري چې د پېغمبرانو ملګري دي، بلکې د هغو خلکو ايمان ته تعجب په کار دی چې له تاسو څخه به وروسته راشي، د وحي کتاب به ګوري او ايمان به پرې لري او فرمانبرداري به يې کوي، دوی عجيب خلک او ايمان ته يې تعجب په کار دی.
…………………………………………..