د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( څلورمه برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل
د فتنو (منځني جنګونو) تاو تپ.. بدې پايلې او ناوړه اغېزې.. ( څلورمه برخه ) ژباړن: محمدضياء زيارمل

همدا نن که څوک د مسلمانانو په هيوادونو کې ژور نظر ولري نو ورته به جوته شي چې د حق په پرېښودلو او د زغم نه کولو له کبله د جنايتونو کم او کيف څومره مخکې تللی دی؟ ستر جنايت يې پر ټولواک باندې خروج دی ترڅو يې حکومتولي ماته کړي، خلک به پلتۍ او مظاهرو ته رابلي، تاسو ګورئ او وينئ چې څومره په دې کې هغوی دروغ او طعن تشنيع کوي او حالانکه په دې مسئله کې شرعي دليلونه ځلانده او پړقينده وړانګې لري، ديني علماؤ هم ياده مسئله په کافي او شافي انداز توضیح کړې ده خو ولې اعراض کول ترې بیخي څوک ګناه نه ګڼي، په دې باب کې له الله رب العلمين څخه ځانګړې سوال لرو چې مونږ ته عافيت او سلامتيا راکړي.
سبحان الله! ايا نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه فرمايي؟ [وَإِذَا رَأَيْتُمْ مِنْ وُلَاتِكُمْ شَيْئًا تَكْرَهُونَهُ، فَاكْرَهُوا عَمَلَهُ، وَلَا تَنْزِعُوا يَدًا مِنْ طَاعَةٍ ] ([1])
ژباړه: او کله چې مو له خپلو ټولواکانو څخه داسې څه محسوس (وليدل) چې له پامه مو بدي راتلل، نو عمل يې ناروا وګڼئ اطاعت شکني مه کوئ.
د حاکم او ټولواک اړوند شرعي منهج هم دا دی او بس، د ټولواک بد کاري او ورانکاري غندو خو له اطاعت څخه يې لاس نه اخلو، مونږ به يې خبره په راحت او زحمت دواړو کې منو، لنډه دا چې ټولواک تر څو د الله پاک په اطاعت کې وي مونږ به يې د ژوند په هره برخه کې منونکي يو.
زه نه پوهيږي چې ايا مظاهره چيانو هيره کړي او که يې ورسره د هير معامله کړې ده چې د مظاهرو له مخې نه اسلامي دين پاتې کيږي او نه پرې د دنيا ورانې ودانېږي، او په ځانګړې توګه د حکومتونو پر ضد نعرې سورې او يا حکومتونه نسکورل نه پرې اسلامي دين وده کوي او نه د دنيا د ودانۍ لپاره لامل جوړې دای شي.
دا چې د حقيقت پلوشې وپړقيږي ستاسو په حضور کې د مهارت څښتن امام احمد بن حنبل رحمه الله د ژوند بېلګه نمونه ږدم ، ابوالحارث الصائغ – دا يې نزدې ملګری و – وايي: په بغداد کې يوه پېښه منځ ته راغله ما ورپکې له ابوعبدالله احمد بن حنبل څخه وپوښتل، نزدې وه چې خلک اطاعت شکني وکړي، ما وپوښتل: ابوعبدالله! څوک چې اطاعت شکني کوې اړوند يې څه فکر لرې؟ نو هغه خبره په سختو الفاظو وغندله او مزيد يې وويل: سبحان الله! زه نه خروج علی الحاکم تاييدوم او نه پرې امر کولی شم، ويني ځانګړی حرمت لري، که په جبر زور له زغم او حوصلې څخه کار واخلو له تاو تپ څخه به ډېر بهتر وي، په مظاهرو کې د وينو حرمت له منځه ځي، د خلکو مالي شتمني ورپکې بې حرمته شي، ابروګانې ورپکې بې ستره او بې حجابه شي، د تورې له ګوزار سره فتنه او بلوا تعميم شي، لارې بې امانه شي، د حاکم په جبر ظلم باندې زغم کول له ځکه بهتر دي چې هم به ته او هم به دې دين سلامت وي. ([2])
په دې باب کې امام شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله هم ارزښتناکه خبره لري، هغه وايي: ديني علما او د فضل او کرامت څښتنان د الله په منهياتو کې هېڅ چا ته رخصت نه ورکوي چې د ټولواکانو پر ضد علمي پاڅون وکړي که څه يې هم لامل هر څه وبولي، پر هغوی باندې خروج – اطاعت شکني – ناروا دی، تر ننه پورې دا د اهل السنت والجماعت خوی خصلت دی، او دا به د هغه چا خوی شيوه وي چې د خپلو واکدارو طبقه خلکو سره د اهل السنت والجماعت په پل روان وي.
د فتنو او منځني تاو تپ بله ستونزه دا ده چې له انسان څخه زړه او دين دواړه اختلاس کوي، له هغې موخې له حصول څخه مخه ډپ کوي چې انسان يې له کبله شته شوی دی چې د الله پاک عبادت دی، الله پاک فرمايي: [وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ ] ([3])
ژباړه: ما پېريان او انسانان نه دې پېدا کړي مګر د خپل عبادت لپاره.
فتنې دي چې د عبادت له تحقيق او شته کولو څخه د انسان مخ اړوي، له رب کريم څخه غواړو چې مونږ ته سلامت او عافيت راکړي، حالانکه د فتنو په دوران کې عبادت ته ځانګړې توجه باندې نبي کريم صلی الله عليه وسلم ځانګړنې سپارښتنې کړي دي، هغه فرمايي: [الْعِبَادَةُ فِي الْهَرْجِ كَهِجْرَةٍ إِلَيَّ ] ([4])
ژباړه: د تاو تپ پر مهال عبادت کول دومره ثواب لري لکه ما ته هجرت کول.
د فتنو په مهال عبادت ولې ځانګړی مثوبت لري؟ حافظ ابن رجب حنبلي رحمه الله په خپل عظیم کتاب (لطائف المعارف) کې وايي: د فتنو په جريان کې عبادت ته توجه ځکه ځانګړی مثوبت لري چې دا مهال خلک په هواپرستۍ بوخت وي او دين ته هېڅ پام نه لري، نو حالت يې بيخي جهالت ته ورته والی لري چې دين ته په مسائلو کې رجوع نه کوي، خو که په دې اثناء کې څوک پر دين منګولې ښخې کړي او د رب کريم عبادت ته ځانګړی پام ولري او د هغه د رضا د زرينې موقعې په لټه او تالاش کې وي، د هغه د غضب او قهر له مواطنو څخه ځان په کلکه قابو کوي، نو ځکه له هغه مسلمان سره کلک مشابهت لري چې له اهل الجاهليت څخه څوک رسول الله صلی الله عليه وسلم ته هجرت کوي، په داسې حالت کې چې ايمان يې پرې يقيني وي، سنت او طريقه کار ته يې په عملي توګه ژمن وي او له ګردو نواهيو څخه يې ځان قابو کوي. ([5])
……………………………………………
([1]) صحيح مسلم: (۱۸۵۵)، کتاب الامارة، باب خيار الأئمة وشرارهم.
([2]) السنة : ( ۹۵ )، د امام خلال ليکنه، باب الانکار علی من خرج علی السلطان .