طهارتفقه

فقه السنة ( د اوبو ډولونه [دوهمه برخه] ) ليکوال : سيد سابق: ژباړن: لقمان حکيم حکمت

فقه السنة ( د اوبو ډولونه [دوهمه برخه] ) ليکوال : سيد سابق: ژباړن: لقمان حکيم حکمت

د اوبو دريم ډول: هغه اوبه چې پاکې توکې ورسره خلط شوې وي:

لکه صابون، زعفران، وړه، او نور هغه توکې چې غالباً ورڅخه جلا وي، خو ترڅو چې ورباندې د اوبو اطلاق کيدلی شي حکم يې طهارت دی، خو که د خپل نوم له اطلاق څخه ووځي او اوبه ورته نه شي ويل کېدلی نو بيا خپله طاهرې دي خو مطهر لغيره نه دي، له ام عطيه رَضِي  اللهُ عَنْهَا څخه روايت دی وايي : (دَخَلَ عَلَيْنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ حِينَ تُوُفِّيَتِ ابْنَتُهُ، فَقَالَ: «اغْسِلْنَهَا ثَلاَثًا، أَوْ خَمْسًا، أَوْ أَكْثَرَ مِنْ ذَلِكَ إِنْ رَأَيْتُنَّ ذَلِكَ، بِمَاءٍ وَسِدْرٍ، وَاجْعَلْنَ فِي الآخِرَةِ كَافُورًا – أَوْ شَيْئًا مِنْ كَافُورٍ – فَإِذَا فَرَغْتُنَّ فَآذِنَّنِي»، فَلَمَّا فَرَغْنَا آذَنَّاهُ، فَأَعْطَانَا حِقْوَهُ، فَقَالَ: «أَشْعِرْنَهَا إِيَّاهُ ) ([1])

ژباړه: کله چې د نبي صلی الله عليه وسلم لور زينب وفات شوه، مونږ ته راننوت  او ويويل: په اوبو او بېرې سره يې درې ځل، يا پنځه ځل ووينځئ، خو که اړتيا مو ليدله نو له دې څخه يې هم ډېره ووينځئ، او پای کې يې کافور واچوئ، له غسل څخه چې يې کله اوزګارې شئ نو ما وخبروئ، کله چې مونږ اوزګار شول ومو خبرو، هغه مونږ ته خپل لنګ راکړ چې په دې کې يې لومړی راتاو کړئ.

حالانکه مړي ته به په هغو اوبو غسل ورکول کيږي چې ژوندو ته پرې ورکول کيږي، امام احمد، نسائي، ابن خزيمه له ام هانئ رضي الله عنها روايت کړي دي (اغْتَسَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَمَيْمُونَةُ مِنْ إِنَاءٍ وَاحِدٍ، قَصْعَةٍ فِيهَا أَثَرُ الْعَجِينِ ) ([2])

ژباړه: نبي کريم صلی الله عليه وسلم او ميمونې رضي الله عنها دواړو له داسې لګن څخه غسل وکړل چې د وړو اثر پکې پاتې و.

دواړو حديثونو کې له اوبو سره د مختلطو شيانو شتون دی، خو دومره نه چې بيخي د اوبو له نوم څخه يې اوباسي.

 

د اوبو څلورم ډول: هغه اوبه چې پليتي ورسره ګډه وډه شوي وي:

دا ډول اوبه دوه حالتونه لري:

لومړی حالت: چې پليتي يې خوند، رنګ او بوي تغيير کړي، په دې حالت کې پرې د علماؤ د اجماع له مخې طهارت جائز نه دی، ابن الملقن او ابن المنذر ورباندې اجماع ذکر کړې ده.

دوهم حالت: چې اوبه په خپل اطلاق پاتې وي، معنا په درېواړو اوصافو کې يې يو هم نه وي متغير شوی، اسلامي حکم يې اړوند دا دی چې هم طاهرې دي او هم مطهّرې، اوبه لږې وي او که ډېرې، دليل ورباندې د ابوهريره رضي الله عنه حديث دی (قَامَ أَعْرَابِيٌّ فَبَالَ فِي المَسْجِدِ، فَتَنَاوَلَهُ النَّاسُ، فَقَالَ لَهُمُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «دَعُوهُ وَهَرِيقُوا عَلَى بَوْلِهِ سَجْلًا مِنْ مَاءٍ، أَوْ ذَنُوبًا مِنْ مَاءٍ، فَإِنَّمَا بُعِثْتُمْ مُيَسِّرِينَ، وَلَمْ تُبْعَثُوا مُعَسِّرِينَ ) ([3])

ژباړه: يو بانډه چي راپورته شو او په مسجد کې يې تشې متيازې وکړې، خلک ورپورته ( چې را منعه يې کړي ) نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم ورته وويل: پرېږدئ، او په متيازو يې يوه بوکه اوبه واړوئ، تاسو اساني کونکي راليږلی شوي ياست نه سختي کونکي.

بل دليل ورباندې د ابو سعيد خدري رضي الله عنه حديث دی (قِيلَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَنَتَوَضَّأُ مِنْ بِئْرِ بُضَاعَةَ، وَهِيَ بِئْرٌ يُلْقَى فِيهَا الْحِيَضُ وَالنَّتْنُ، وَلُحُومُ الْكِلَابِ؟ قَالَ: «الْمَاءُ طَهُورٌ، لَا يُنَجِّسُهُ شَيْءٌ ) ([4])

ژباړه: وويل شول: ای د الله رسوله! صلی الله عليه وسلم آيا له بئر بضاعه څخه مونږ اودسونه کولی شوو؟ بئر بضاعه([5]) هغه کوهی و چې د حيض ګنده کالي، مردارې او د سپو غوښې به ورته غورځولی شوې، هغه وويل: اوبه پاکې دي، هېڅ شی يې نه شي پليتولی.

امام احمد وايي: د بئر بضاعه حديث ( صحيح ) دی، يحيی بن معين او ابو محمد بن حزم هم و رته ( صحيح ) ويلي دي.

همدا د ابن عباس، ابوهريره رضي الله عنهما، د حسن بصري، سعيد بن المسيب، عکرمه، ابن أبي ليلی، سفيان ثوري، داود ظاهري، نخعي، مالک او د نورو علماؤ مذهب دی، غزالي وايي: کاش چې په اوبو کې د امام شافعي مذهب د امام مالک د مذهب په څېر وی.

اما د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما حديث چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي: (إِذَا كَانَ الْمَاءُ قُلَّتَيْنِ لَمْ يَحْمِلِ الْخَبَث ) ([6])

ژباړه: کله چې اوبه دوه چاټۍ وي نو نه ګنده کيږي.

دا حديث متناً او سنداً مضطرب دی، ابن عبدالبر په (التمهيد ) کې وايي: د نظر له مخې چې د اوبو  اړوند د امام شافعي کوم مذهب دی نو ډېر کمزوری بريښي، او د اثر له جهته هم ثبوت نه لري.

…………………………………………….

([1]) صحيح البخاري: (۱۲۵۳)، صحيح مسلم: (۹۳۹)، مسند أحمد: (۲۷۲۹۷)، سنن ابن ماجه: (۱۴۵۸)، سنن أبي داود: (۳۱۴۲)، سنن الترمذي: (۹۹۰)، سنن النسائي: ۱۸۸۱).

([2]) مسند أحمد: (۲۶۸۹۵)، سنن النسائي: (۲۴۰ )، صحيح ابن خزيمه: (۲۴۰ ).

([3]) صحيح البخاري: (۲۲۰)، مسند أحمد: (۷۷۹۹)، سنن أبي داود: (۳۸۰)، سنن الترمذي: ( ۱۴۷)، سنن النسائي: ( ۵۶ ).

([4]) مسند أحمد: (۱۱۲۵۷)، سنن أبي داود: ( ۶۶)، سنن الترمذي: (۶۶)، سنن النسائي: ( ۳۲۶ ).

([5]) بئر بضاعه په مدينه کې يو کوهی و، أبو داود وايي: له قتيبه بن سعيد څخه مې واورېدل ويل يې: د بئر بضاعه د اوبو اړوند مې له د هغه له څښتن څخه و پوښتل هغه وويل: تر نامه ژورې اوبه يې لرلې، ما وويل: او که به کمې شوې نو بيا ؟ هغه وويل: له  عورت نه لاندې پورې،  أبو داود وايي: بئر بضاعه ما په خپل څادر ګچ کړ، څادر مې پرې خپور او بيا مې څادر څنګل نو کړ نو شپږ څنګله يې پلانه درلودل، چا چې راته د باغ دروازه خلاصه کړې وه ورڅخه مې وپوښتل چې ايا د کوهي احاطې خو کوم تغير نه دی خوړلی؟ هغه وويل: نا. خو ولې ومې ليدل چې د اوبو رنګ يې بدل و.

([6]) مسند أحمد: ( ۴۹۶۱)، سنن أبي داود: ( ۶۳)، سنن الترمذي: ( ۶۷)، سنن النسائي: (۵۲).

Tags

Related Articles

Back to top button