
درېم ډول: هغه څوک چې دالله رالیږلي وحي پرته په نورو قوانینو فیصلی کوي
هرهغه څوک چې په یوه منطقه کې په خلکو مشر وي، او د هغوﺉ تر منځ په فیصلو کې د الله تعالی له رالیږل شوي شریعت څخه سرغړونه کوي، او د مخلوق لخوا په جوړ شوو قوانینو باندې پخپله خوښه د هغوﺉ ترمنځ فیصلی کوي، او د الله تعالی حرام کړي ورته حلالوي، او د الله تعالی حلال کړي ورته حراموي، نو دا هم یو ډول طاغوت دی، غواړي چې د الله تعالی پر ځاي دده عبادت او بندګي وشي.
او دلته دده عبادت او بندګي دا ده چې په تحلیل او تحریم کې دده پیروي وشي، لکه کله چې عدي بن حاتم له رسول الله څخه دا آیت کریمه واوریده:
﴿ٱتَّخَذُوٓاْ أَحۡبَارَهُمۡ وَرُهۡبَٰنَهُمۡ أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ﴾ [التوبة: 31].
ترجمه: «دی اهل کتابو خپل ملایان او پیران په الوهیت او خدایي نیولي دي پرته له الله عزَّوَجَلَّ څخه».
نو عدي ورته وویل: مونږ خو د هغوﺉ عبادت نه کولو؟
رسول الله ورته وویل: آیا داسې نه وو چې هغوﺉ به د الله تعالی لخوا حلال شوی شی تاسو ته حرامولو نو تاسو به د هغوﺉ په دغه تحریم کې پیروي کوله، او د الله لخوا یو حرام شوی شی به يي درته حلالولو نو تاسو به يي په تحلیل کې پیروي کوله؟
عدي ورته وویل: هو همداسې وه.
نو رسول الله ورته وویل: همدغه ددوﺉ عبادت دی.
او حذیفه فرمايي: «أَمَا إِنَّهُمْ لَمْ يُصَلُّوا لَهُمْ، وَلَكِنَّهُمْ كَانُوا مَا أَحَلُّوا لَهُمْ مِنْ حَرَامٍ اسْتَحَلُّوهُ، وَمَا حَرَّمُوا عَلَيْهِمْ مِنَ الْحَلاَلِ حَرَّمُوهُ، فَتِلْكَ رُبُوبِيَّتُهُمْ». [رواه سعيدُ بن مَنصورٍ في تفسيره].
ترجمه: «خبردار! چې اهل کتابو دغه ملایانو او پیرانو طرف ته لمونځونه نه کول، لکن دغه ملایانو او پیرانو چې به کوم حرام شي ته حلال ویل دوﺉ به هم حلال ګڼلو، او کوم حلال شي ته چې به یي حرام ویلو نو دوﺉ به هم هغه حرام ګڼلو، او هم دا يي ربوبیت او الوهیت وو».
د طواغیتو له جملی څخه غیب ګویان، فالګر کف شناس، او ګوډګران هم دي، څوک چې دا دعوه کوي چې په غیبو پوهیږي، او ځینی ناپوهان او ګمراهان هغوﺉ ته خپلی فیصلی وروړي، الله فرمايي:
﴿أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ يَزۡعُمُونَ أَنَّهُمۡ ءَامَنُواْ بِمَآ أُنزِلَ إِلَيۡكَ وَمَآ أُنزِلَ مِن قَبۡلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوٓاْ إِلَى ٱلطَّٰغُوتِ وَقَدۡ أُمِرُوٓاْ أَن يَكۡفُرُواْ بِهِۦۖ وَيُرِيدُ ٱلشَّيۡطَٰنُ أَن يُضِلَّهُمۡ ضَلَٰلَۢا بَعِيدٗا ٦٠﴾ [النساء: 60].
ترجمه: «آیا ته نه ګوری هغه کسانو ته چې ګومان کوي چې هغوﺉ هم ایمان لري په هغه کتاب چې تاته درنازل شوی دی)قرآنکریم( او هم په هغه کتابونو چې له تا څخه مخکنیو پیغمبرانو ورلیږل شوی وو، او بیا هم غواړي خپلی لانجی د حل او فصل لپاره و طاغوت ته یوسي، حال دا چې دوﺉ ته حکم شوی وو چې دوﺉ به انکار او کفر کوي په دغه طواغیتو باندې، خو شیطان غواړي چې دوﺉ له حق څخه په ډیر لری ګمراهۍ سره ګمراه کړي».
او رسول الله هم جادوګر فالګر او کوډګرو ته له ورتګ څخه منع فرمایلی ده، لکه چې د ابو هریرة په حدیث کې چې رسول الله فرمايي: «مَنْ أَتَى كَاهِنًا فَصَدَّقَهُ بِمَا يَقُولُ، فَقَدْ كَفَرَ بِمَا أُنْزِلَ عَلَى مُحَمَّدٍ -r-». [رواه الإمامُ أحمد من حديثِ أبي هُريرةَt].
ترجمه: «هغه څوک چې غیبګو یا فالګر ته لاړ او د هغه خبره یي رښتیا وګڼله نو یقیناً هغه په هغه دین باندې کافر شو چې په محمد باندې نازل شوی دی».
او مشهور صحابي ابن مسعود فرمايي: «مَن أتى كاهِنًا أو سَاحِرًا فصَدَّقه بما يقولُ فقد كَفَرَ بما أُنْزِلَ على مُحَمَّدٍ». [رواه البَزَّارُ].
ترجمه: «هغه څوک چې غیبګو یا جادوګر ته لاړ او د هغه خبره یي رښتیا وګڼله نو یقیناً هغه په هغه دین باندې کافر شو چې په محمد باندې نازل شوی دی».
او د الله تعالی له حکم او شریعت څخه مخ اړونه او سرغړونه، او د هغی په بدل کې د طواغیتو قوانینو او فیصلو پسی ګرزیدل او ورپسی کېدل د منافقینو عمل او صفت دی لکه چې الله جل جلاله فرمایي:
﴿وَيَقُولُونَ ءَامَنَّا بِٱللَّهِ وَبِٱلرَّسُولِ وَأَطَعۡنَا ثُمَّ يَتَوَلَّىٰ فَرِيقٞ مِّنۡهُم مِّنۢ بَعۡدِ ذَٰلِكَۚ وَمَآ أُوْلَٰٓئِكَ بِٱلۡمُؤۡمِنِينَ ٤٧ وَإِذَا دُعُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَهُمۡ إِذَا فَرِيقٞ مِّنۡهُم مُّعۡرِضُونَ ٤٨ وَإِن يَكُن لَّهُمُ ٱلۡحَقُّ يَأۡتُوٓاْ إِلَيۡهِ مُذۡعِنِينَ ٤٩ أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ٱرۡتَابُوٓاْ أَمۡ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ ٱللَّهُ عَلَيۡهِمۡ وَرَسُولُهُۥۚ بَلۡ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ ٥٠ إِنَّمَا كَانَ قَوۡلَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ إِذَا دُعُوٓاْ إِلَى ٱللَّهِ وَرَسُولِهِۦ لِيَحۡكُمَ بَيۡنَهُمۡ أَن يَقُولُواْ سَمِعۡنَا وَأَطَعۡنَاۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡمُفۡلِحُونَ ٥١ وَمَن يُطِعِ ٱللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَيَخۡشَ ٱللَّهَ وَيَتَّقۡهِ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَآئِزُونَ ٥٢﴾ [النور: 47-52].
ترجمه: «او وایي منافقان چې مونږ ایمان لرو په الله تعالی او په رسول الله باندې، او غاړه ایښودونکي یو الله تعالی او د هغه رسول ته، خو بیا هم مخ ګرزوي او سرغړونه کوي یوه ډله له دوﺉ څخه وروسته له دي اقرارونو هم، او په حقیقت کې نه دي دوﺉ رښتیني مؤمنان، او کله چې راوبلل شي دوﺉ د الله تعالی او د هغه د رسول شریعت ته ددی لپاره چې فیصله وکړي ددوﺉ ترمنځ، نو ناڅاپه يوه ډله له دوﺉ څخه سرغړونه کوي او د حق له منلو څخه مخ ګرزوي، خو که چېری وي په دي شریعت کې ددوﺉ حق او طرفي نو بیا راځي ددی شریعت خوا ته تابعدار او غاړه ایښودونکي، نو آیا ددوﺉ په زړونو کې مرض د نفاق دی او که دوﺉ شکمن دي په عدالت د شریعت کې، او که دوﺉ ویریږي چې ظلم به وکړي په دوﺉ باندې الله تعالی او دهغه رسول، داسې نه ده بلکې همدوﺉ پخپله ظالمان دي چې له حق څخه سرغړونه کوي، بیشکه مؤمنان چې کله الله تعالی او د هغه رسول خوا ته وروبلل شي چې ددوﺉ تر منځ فیصله وکړي، نو دهغوﺉ وینا داسې وي چې ووايي: مونږ اوریدلی دی حکم د الله تعالی او غاړه ایښودونکي یو هغی ته، او همدغسی خلک همدوﺉ کامیاب دی، او هغه چا چې د الله تعالی او د هغه د رسول پیروي وکړه، او د الله تعالی څخه ویریږي، او د هغه له نافرمانۍ څخه ځان وساتي، نو همدغسی خلک همدوﺉ کامیاب دي».
خو هر څوک چې د طاغوت پيروي کوي، نو دغه پیروي يي نور هم د ګمراهۍ، تاوان او تورتمونو کندو ته غورزوي، او که څوک ددغه طاغوت څخه انکاري شی، او په الله تعالی باندې ایمان راوړي، او د الله د رالیږلی شوي لارښوونی پیروي یي وکړه، نو الله تعالی به يي له تیارو څخه رڼا ته راوباسي، او د سلامتیا او زرخیزۍ لاری به وروښايي، او په خپل رحمت او مهربانۍ کې به یي داخل کړي، لکه چې الله فرمایي:
﴿ٱللَّهُ وَلِيُّ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يُخۡرِجُهُم مِّنَ ٱلظُّلُمَٰتِ إِلَى ٱلنُّورِۖ وَٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ أَوۡلِيَآؤُهُمُ ٱلطَّٰغُوتُ يُخۡرِجُونَهُم مِّنَ ٱلنُّورِ إِلَى ٱلظُّلُمَٰتِۗ أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلنَّارِۖ هُمۡ فِيهَا خَٰلِدُونَ ٢٥٧﴾ [البقرة: 257].
ترجمه: «الله تعالی د مؤمنانو دوست او کارسازی دی، چې ووباسي دوﺉ لره له تیارو څخه رڼا ته، او د کافرانو دوست طاغوت دی چې له رڼا څخه یي تیارو ته ووباسي، نو همدغسی خلک د اور والا دي او دوﺉ به په دغه اور کې همیشه او تل لپاره وي».
نو طاغوت خپل دوستان د شرک، ناپوهۍ او ګمراهۍ، شکونو، حیرانتیا، تنګ ژوند او بدحالۍ او بدبختۍ کې اچوي، الله تعالی دی مونږ تری بچ کړي.
خو هغه څوک چې په الله باندې ایمان لري، نو همدا الله تعالی یي دوست او کارساز دی چې له تیارو څخه یي رڼا وخوا ته وباسي، نو د شرک له تیارو څخه يي د توحید رڼا ته، او د ګناه له خوارۍ اوذلّت څخه یي د طاعت او دین پیروۍ عزت ته، او د بدعتون له ګمراهۍ څخه د ځلانده سنتو لاری ته، او د شک له حیرانتیا څخه یي د یقین خوشحالۍ ته، او له تنګۍ او بدبختۍ څخه یي پراخۍ او نیکبختۍ ته، او له غم فکرونو او سوچونو څخه یي اطمینان، امن او آرامۍ ته وروباسي.
بلکې هغه څوک چې د سمی لاری پیروان وي الله تعالی يي نور هم ورته دغه هدایت او روښانتیا ورزیاتوي، نو هره ورځ دوﺉ له خیر او هدایت څخه لا برخمن او بهرمن کېږي، چې درجې يي پورته کېږي، او نیکۍ یي څوچنده کېږي ﴿ذَٰلِكَ فَضۡلُ ٱللَّهِ يُؤۡتِيهِ مَن يَشَآءُۚ وَٱللَّهُ ذُو ٱلۡفَضۡلِ ٱلۡعَظِيمِ ٤﴾ [الجمعة: 4].
ترجمه: «او دا د الله تعالی مهرباني ده، او د هغه خوښه ده چې په چا باندې دغه ډول مهرباني کوي؛ ځکه الله تعالی د لوﺉ مهربانۍ خاوند دی».